د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۱

په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو نېټه رانږدې شوې؛ یو پخوانی امریکايی سرتېری هغلته د خپل افغان ورور د لیدو هڅه کوي

انځور له ارشیف څخه ـ افغانان په قطر کې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه تر انتقال وروسته.
انځور له ارشیف څخه ـ افغانان په قطر کې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه تر انتقال وروسته.

یو پخوانی امریکایی سرتېری څو ورځې کېږي، چې په قطر کې په یوه کمپ کې له خپل ورور سره د لیدو هڅه کوي. په دغه کمپ کې هغه افغانان ساتل کېږي چې امریکا ته د لېږدولو پروګرام یې د ولسمشر د فرمان له امله درول شوی دی. دغه کمپ به د سېپټمبر پر ۳۰مه وتړل شي، خو په‌کې مېشت وګړي له خپل برخلیک څخه ناخبره دي.

مسعود جمشیدي، هغه مهال چې طالبانو په هرات کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید وکړ، د دې قونسلګرۍ ساتونکی و؛ نوموړي هیله لرله، چې په امریکا کې پناه ومومي، خو اوس وېره لري چې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته به ولېږدول شي.

د هغه ورور، د امریکا پخوانی سمندري سرتېری شان جمشیدي، په دې وروستیو کې قطر ته تللی، چې په دغه هېواد کې له خپل ورور سره وګوري. مسعود له شاوخوا ۱۱۰۰ نورو افغانانو سره یوځای په یوه کمپ کې ساتل کېږي؛ خو حیرانوونکې پدا ده، چې شان جمشیدي ته اجازه ورنه‌کړل شوه، چې کمپ ته ننوځي او له څو ورځو راهیسې هڅه کوي، داسې کوم څوک پیدا کړي، چې له هغه سره خپل ورور ته په وررسېدو او لیدو کې مرسته وکړي.

د «السیلیه» کمپ چې پخوا د امریکا پوځي اډه وه، ټاکل شوې د سېپټمبر پر ۳۰مه وتړل شي؛ خو په کمپ کې مېشت افغانان لا هم نه پوهېږي چې تر دې وروسته به یې د دوی برخلیک څه وي.

دوی د دغه وضعیت له امله سخت ځورېدلي دي. زه غواړم له هغوی سره ووینم او د یو څه پیسو مرسته هم ورسره وکړم.
شان جمشیدي د مسعود جمشیدي ورور

شان جمشیدي د سېپټمبر پر ۲۳مه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: «دوی د دغه وضعیت له امله سخت ځورېدلي دي. زه غواړم له هغوی سره ووینم او د یو څه پیسو مرسته هم ورسره وکړم.»

هغه زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې دوی به چېرته ولېږدول شي. تل د یوه درېیم هېواد خبره کېږي، چې امریکا نه وي، ښايي په افریقا کې کوم هېواد وي، لکه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت. کله چې زه دلته راغلم، راته وویل شول چې کمپ ته د ننوتلو اجازه نه‌شته.» شان وايي، د فېبرورۍ په میاشت کې د خپل سفر په اوږدو کې یې کمپ ته د ننوتلو اجازه موندلې وه.

په «السیلیه» کمپ کې ډېری هغه افغانان دېره دي، چې د ۲۰۰۱ز او ۲۰۲۱ز کلونو تر منځ یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د حضور په لړ کې له دغو ځواکونو سره کار کړی و. نور تر ډېره د دغو کارکوونکو د کورنیو غړي دي.

دوی په ۲۰۲۱ز کال کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان څخه وویستل شول او تمه یې لرله چې په امریکا کې به مېشت شي. خو د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې تر هغه وروسته، چې یوه افغان وګړي په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې او یو یې یوه ورځ وروسته مړ شو، د ولسمشر د یوه اجرايي فرمان له مخې د افغانستان اړوند د کډوالۍ ټولې غوښتنې ودرول شوې.

ازادۍ راډیو د دغه راپور په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه د نظر غوښتنه کړې ده، خو تر دغه دمه یې ځواب نه‌دی تر لاسه کړی. د «افغان ایواک/Afghan Evac» په وینا، امریکا ته د تګ لپاره د کمپ د ۲۹۲ اوسېدونکو غوښتنلیکونه رسماً رد شوي دي. «افغان ایواک» له هغو افغانانو سره د مرستې یوه خیریه اداره ده، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د هغوی د ماموریت پر مهال کار کړی دی. د دې ادارې په وینا، په کمپ کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان هم شته دي.

شان جمشیدي په افغانستان کې زېږېدلی او په ۲۰۰۰ز کال کې، چې څلور کلن و، امریکا ته تللی. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره یو ځای شو.

هغه وویل: «ما په افغانستان کې امریکايي سمندري سرتېري لیدلي وو او له ځان سره مې وویل: زه هم غواړم سمندري سرتېری شم، د حق لپاره ودرېږم او د هغو آزادیو لپاره مبارزه وکړم، چې په امریکا کې یې لرو.»

شان جمشیدي لس کاله بېلابېلې دندې تر سره کړې دي. هغه په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د امریکا په سفارت کې د امنیت د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې او په ۲۰۲۱ز کال کې یې له هغو افغانانو سره هم د مرستې په چارو کې برخه اخیستې ده، چې امریکا ته لېږدول شوي وو.

د هغه په وینا، ۴۹ کلن مسعود جمشیدي د افغانستان په هرات کې د امریکا په قونسلګرۍ کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه او د امریکا د حکومتي او ډیپلوماټیکو کارکوونکو د ساتنې مسوولیت یې درلود. د ۲۰۱۳ز کال په یوه عکس کې مسعود جمشیدي د هغه مهال د امریکا له سفیر جیمز کنینګهم سره لیدل کېږي. په عکس کې د امریکا د دولت نښان هم ښکاري، چې د هماغه کال په سېپټمبر کې د قونسلګرۍ پر ودانۍ د موټر بم په برید کې زیانمن شوی و. په دغه برید کې اته افغان امنیتي ساتونکي ووژل شول.

د مسعود جمشیدي یوه آمر په هماغه کال د ډېسمبر په میاشت کې هغه ته د امریکا د وېزې د غوښتنې لپاره په یوه سپارښتلیک کې لیکلي وو: «وېرې او مرګ به ډېری کسان دې ته اړ کړي وای، چې بېرته دندې ته رانه‌شي، خو ښاغلي جمشیدي خپله زړه‌ورتیا او ژمنتیا وښوده او څو اوونۍ وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شو.» مسعود له خپلې مېرمنې، درېیو ماشومانو، زوم او درې کلن لمسي سره شاوخوا دوه کاله کېږي، چې په «السیلیه» کمپ کې دی.

شان جمشیدي وايي: «هغه خپل ژوند په خطر کې اچولی و. نو دا ډېره د خواشینۍ خبره ده چې اوس د درېیم هېواد خبره کېږي؛ په داسې حال کې چې د هغه په څېر یو کس د امریکا د سیاستونو، فرهنګي ارزښتونو او زموږ د آزادۍ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و.»


په امریکا کې د کانګرس په غونډو کې هم د دغه کمپ د اوسېدونکو د برخلیک موضوع مطرح شوې ده. په جون میاشت کې د ډیموکراټ ګوند سناتور کریس کونز، چې د ډیلاویر ایالت استازیتوب کوي، وویل چې په دې ډله کې ۴۰۰ ماشومان او د امریکا د فعالو پوځي سرتېرو د کورنیو ۱۵۰ غړي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ځواب کې د ولسمشرۍ اجرايي فرمان ته اشاره وکړه، خو ویې ویل چې واشنګټن له «څو هېوادونو» سره د دغو افغانانو د پناه ورکولو په اړه خبرې کړې دي. هغه وویل، هڅه کوي «دوی ته د تګ لپاره مناسب ځایونه» پیدا شي.

د «السیلیه» کمپ د فیزیکي شرایطو په اړه د ستونزو راپور نه‌دی ورکړل شوی؛ خو په دغه کمپ کې مېشتو کسانو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د اوږدې مودې لپاره په ناڅرګند حالت کې پاتې کېدل او د سېپټمبر د ۳۰مې د کمپ د تړل کېدو نېټې په اړه ناڅرګندتیا، دوی له سخت روحي فشار سره مخ کړي دي.

په کمپ کې یوه کس، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته ټول خلک اندېښمن دي. موږ ټول په دې فکر کې یو چې څه به راسره کېږي او زموږ راتلونکی به څه وي.» هغه زیاته کړه: «موږ پر دغو خلکو باور نه‌شو کولی. آیا امریکا ته به مو ولېږي، که بل هېواد ته، ښايي په افریقا کې کوم ځای ته.»

دغه کس وویل، په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته جګړې او نړیوالو سیاسي بدلونونو د هغه کورنۍ سره جلا کړې ده. د هغه په وینا، دوه ماشومان یې په امریکا، یوه لور یې په ایران او دوه نور ماشومان یې په افغانستان

موږ خپل کور، شتمني او هر څه وپلورل، ځکه باور مو درلود چې امریکا ته ځو.
دې کمپ کې میشت افغان کډوال

کې دي. هغه وویل: «دوی تل زنګ راته وهي او پوښتنه کوي چې څه روان دي. هغوی په کابل کې په یوه کور کې پټ ژوند کوي. دا خپله زموږ لپاره د سترې اندېښنې سرچینه ده. له بلې خوا، دلته زموږ وضعیت هم ناڅرګند دی. موږ خپل کور، شتمني او هر څه وپلورل، ځکه باور مو درلود چې امریکا ته ځو.»

یوه بل کس، چې غوښتل یې یواځې په‌خپل لومړي نامه، «فریدون» یاد شي، وویل چې ۴۲ کلن دی او له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره شاوخوا دوه کاله کېږي په کمپ کې دی.

فریدون وویل، د کمپ چارواکي له اوسېدونکو سره منظمې غونډې کوي، خو «په هره غونډه کې وايي چې هېڅ معلومات نه‌لري.»

هغه وویل: «کله چې موږ دلته راغلو، آن په کمپ کې یوه لوحه وه چې پرې لیکل شوي وو: 'د امریکا متحده ایالاتو ته ښه راغلاست!' اوس یې یواځې موږ جلا کړي یو او موږ نه پوهېږو چې څه روان دي.»

د کمپ یوه بل اوسېدونکي، چې ۶۵ کلن دی، د سېپټمبر پر ۲۳مه ازادۍ راډیو ته وویل: «پرون مو د کمپ له مشر او نورو چارواکو سره غونډه لرله. ډېرې پوښتنې مو وکړې، خو هېڅ شی روښانه نه‌دی. هغوی وویل چې تر اوسه یې داسې کوم امر نه‌دی ترلاسه کړی، چې کمپ به پر همدې نېټه تړل کېږي. همدغه راز هېچا موږ ته د درېیم هېواد په اړه هم څه نه‌دي ویلي.»

په «السیلیه» کې د ډېرو اوسېدونکو خبرې سره ورته دي.

شان وان‌ډایور، چې پخوانی امریکايی سرتېری دی او هڅه کوي، دغه افغانان امریکا ته ولېږدول شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «نور هېوادونه د دغو خلکو پر وړاندې هېڅ مکلفیت نه‌لري او دوی له افغانستان پرته له بل هېواد سره اړیکې نه‌لري. افغانستان ته هم ځکه بېرته نه‌شي ستنېدای چې له امریکا سره یې د کار سابقه درلوده؛ نو دوی واقعاً د دوو سختو انتخابونو تر منځ بند پاتې دي.»

د پخواني سمندري سرتېري شان جمشیدي په وینا، دغه وضعیت د دوی پر کورنۍ ډېر اغېز کړی دی. هغه وویل: «کله چې زما ورور په کمپ کې و، زموږ پلار په امریکا کې مړ شو، خو زما ورور یې په جنازه کې ګډون ونه‌شو کړای.»

هغه زیاته کړه، چې مور ته یې په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د دماغي سکتې ستونزه پېښه شوې ده. شان جمشیدي وویل: «زموږ لپاره دا ډېره سخته ده، چې له یوه بل سره لیدلی نه‌شو. زه هیله لرم چې دوی داسې ځای ته ولېږدول شي، چې خوندي وي، نه دا چې یواځې یوه بل درېیم هېواد ته واستول شي، چې خپله له ستونزو سره مخ وي او زه به د دوی لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG