د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۲

افغان سیاسي ګوندونه په جلاوطنۍ کې؛ د لاسته راوړنو او اغېز بحث

انځور له ارشیف څخه ـ د افغانستان د حکومت کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو ائتلاف اعلان .
انځور له ارشیف څخه ـ د افغانستان د حکومت کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو ائتلاف اعلان .

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، یو شمېر افغان سیاستوالو په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېل ګوندونه او سیاسي خوځښتونه جوړ کړي، چې د ځینو ادعاوو پر بنسټ یې شمېر لسګونو ته رسېږي. ځینې پخواني ګوندونه، چې په هېواد دننه یې فعالیت بند دی، وایي اوس له بهر څخه فعالیت کوي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمني پینځه کلنه شوه، خو سیاسي مخالفتونه ورسره لا هم پر خپل ځای دي او په جلاوطنۍ کې د یو شمېر افغان سیاستوالو له خوا بېلابېل ګوندونه، سیاسي حرکتونه او خوځښتونه رامنځ‌ته شوي دي.

«د افغانستان ملي چتر» په نامه یوه مجموعه ادعا کوي، چې یواځې له دوی سره لسګونه ګوندونه راجستر دي.

د دغه چتر ویاند، امیر محمد ګران، د دغو ګوندونو د فعالیتونو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د اعادې او د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره مبارزه کوي، د افغانستان د حالاتو، جګړو، اقتصادي وضعیت او د ښځو د حقونو په اړه اعلامیې او پرېکړه‌لیکونه خپروي او سیمینارونه جوړوي.»

خو پوښتنه دا ده چې دغه فعالیتونه څومره اغېزناک دي؟

د افغانستان د ولسي ګوند د مشرتابه غړی اسماعیل غرنی د خپل ګوند د لاس‌ته راوړنو په اړه وایي: «زموږ لپاره لویه لاس‌ته راوړنه دا ده، چې زموږ شعار تقریباً د ټولو ملي او ډیموکراټیکو قوتونو شعار ګرځېدلی دی. موږ تل ویلي چې جګړه، جګړه زېږوي. اوس زموږ دې خبرې د خلکو تر منځ ځای نیولی دی. موږ غواړو چې په خلکو کې سیاسي شعور پیدا کړو او له نېکه مرغه دغه شعور ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.»

ښاغلی غرنی زیاتوي، چې د دوی د ګوند له جوړېدو شاوخوا دوه نیم کاله کېږي او دوی د افغانستان د ستونزې هواری په خبرو اترو او ډیالوګ کې ویني. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت مشر، شاه محمود میاخېل، چې د ده په خبره د دغه خوځښت له جوړېدو څلور کاله تېرېږي او موخه یې د جمهوري ارزښتونو لپاره

خو که تمه دا وي چې سمدستي یو بدلون راولي، نو داسې نه‌ده. سیاسي مبارزه اوږدمهاله ده
شاه محمود میاخېل

مبارزه ده، وایي سیاسي اوږدمهاله موخې د اوږدمهالو مبارزو له لارې تر لاسه کېږي: «د دغو حرکتونو موثریت شته، خو که تمه دا وي چې سمدستي یو بدلون راولي، نو داسې نه‌ده. سیاسي مبارزه اوږدمهاله ده او په اوږدمهاله مبارزه کې اوږدمهالې ګټې مطرح وي.»

د یادونې ده چې مخکې د جمهوري غوښتونکو په نامه یوه ګوند هم موجود و او د مشرې په وینا یې اوس هم ځینې فعالیتونه لري.

عادلې بهرام نظامي څو ورځې مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د دوی د ګوند غړي لا هم په افغانستان کې دننه پټې اړیکې ساتي.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق، هم ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې دوی اوس له افغانستان څخه د باندې فعالیت کوي.

د افغانستان د ملي محور ګوند، چې دغه هم د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د مشرتابه غړي یې، حنیف الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل: «مهمه خبره دا ده چې موږ بې‌تفاوته نه یو پاتې شوي او خپلو هلو ځلو ته مو دوام ورکړی دی. دا چې محدودیتونه دوام لري، موږ دا نه‌ده ګڼلې چې هېڅ نه‌شو کولای. همدا چې انسان په هر حالت کې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي، خپل غږ پورته کړي او هغه حقوق چې له هېوادوالو اخیستل کېږي په څرګنده توګه ظلم او زیاتی وبولي، دا خپله بې‌اغېزې نه پاتې کېږي.»

د تېر جمهوري نظام له سقوط مخکې د هغه وخت د عدلیې وزارت له ۷۰ زیات سیاسي ګوندونه ثبت کړي وو.

هغه مهال د ګوندونو د ثبت او فعالیت لپاره د نورو شرایطو تر څنګ په شلو ولایتونو کې د دفترونو درلودل هم یو شرط و.

طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ګوندونو پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر، عبدالحکیم شرعي، د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۶مه وویل چې سیاسي ګوندونه «په شریعت کې هېڅ ځای نه‌لري.»

شرعي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «سیاسي ګوندونه په بشپړ ډول منعه شوي دي؛ موږ هېڅ سیاسي ګوند ته اجازه نه ورکوو چې په هېواد کې فعالیت وکړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم، پخواني سیاسي مشران «ازمویل شوې او ناکامې ډلې» بللي دي.

د سیاسي چارو یو شمیر پوهان په دغه باور دي، چې ګوندونه په هېواد کې دننه د خلکو تر منځ د سیاسي فعالیتونو لپاره جوړېږي، خو دا چې طالبانو د دوی فعالیت منعه کړی، نو ګومان نه‌کوي چې په بهر کې رامنځ‌ته شوي سیاسي ګوندونه او خوځښتونه دې په هېواد دننه د پام وړ اغېز ولري.

له دې ډلې محمد اسحاق اتمر ازادۍ راډیو ته وویل: «دا چې افغانان په نړۍ کې خواره واره پراته دي، نو د دوی لپاره فرصت او زمینه ډېره محدوده ده چې وکولای شي ګوندونه جوړ کړي. تر اوسه پورې چې کوم حرکتونه او ګوندونه په ظاهري بڼه جوړ شوي، د پام وړ لاسته راوړنه نه‌لري.»

د یادونې ده چې په جلاوطنۍ کې د ګوندونو او سیاسي خوځښتونو رامنځ‌ته کېدل یواځې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته نه‌دي پیل شوي، بلکې له دې وړاندې هم د بېلابېلو نظامونو پر وړاندې ورته سیاسي جوړښتونه او خوځښتونه رامنځ‌ته شوي وو، چې ځینو ته یې تېر جمهوري نظام په تېرو دوو لسیزو کې د مشارکت او یا هم د دولتي چارواکو په توګه د غړو د مقررېدو زمینه برابره کړې وه.

خو د طالبانو حکومت، چې د نه ټول‌ګډونتابه له امله له نیوکو سره مخ دی، تر اوسه په خپل نظام کې هېڅ کورني یا بهرني افغان سیاسي خوځښت او ګوند ته ونډه نه‌ده ورکړې او نه یې هم د دوی غړي په لوړو دولتي پوسټونو کې منلي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG