د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۶

په جرمني کې AFD ګوند د واک په ډېرېدو سره هلته مېشتو افغانانو ته وېره پیدا شوې، چې اخراج نه‌شي

ددې ګوند مشره او مشهوره څیره الیس وایدل
ددې ګوند مشره او مشهوره څیره الیس وایدل

په جرمني کې د ښي اړخي ګوند «جرمني لپاره بدیل» یا AfD د حکومتي نفوذ زیاتېدو یو ځل بیا د دغه هېواد د کډوالۍ پر سیاستونو بحثونه تاوده کړي او یو شمېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي دي. دغه افغان کډوال د کډوالۍ په اړه د دغه ګوند د دریځونو او د خپلو پناه‌غوښتنو د دوسیو د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګندوي.

د روان ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر د ۶مې په فدرالي ټاکنو کې AfD ګوند د جرمني د پارلمان له ۶۳۰ څوکیو ۱۵۲ وګټلې او په دې سره د بوندستاګ دوه‌یم لوی پارلمانی ځواک شو.

دې پایلې د کډوالۍ په اړه په ملي بحثونو کې د دغه ګوند رول لا پیاوړی کړی دی. د «جرمني لپاره بدیل» ګوند مشرې، الیس وایدل، د سېپټمبر پر ۹مه د جرمني د پارلمان په غونډه کې وویل: «ولې لا هم سلګونه زره کسان په دغه هېواد کې دي؟ هغوی باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.»

هغې په خپلو خبرو کې د کډوالۍ د محدودېدو، د کډوالو د کورنیو د یوځای کېدو د پروسې د پای ته رسولو او له دغه هېواده د کډوالو د ویستلو د پروسې د ګړندي کېدو ملاتړ وکړ.

دې څرګندونو په جرمني کې مېشت ډېر شمېر افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

افغان کډوال «نبي»، چې په نیدرزاکسن ایالت کې ژوند کوي، ازادۍ راډيو ته وویل:

اندېښمن یم چې هسې نه افغانستان ته مې ډیپورټ کړي
نبی افغان کډوال

«زه د یوه ځوان افغان په توګه، چې یو ځل مې د پناه‌غوښتنې دوسیه رد شوې وه، هیله‌من وم چې ښايي دوسیه مې یو ځل بیا وڅېړل شي؛ خو د AfD تر وروستیو بریاوو وروسته مې دا هیله له لاسه ورکړې ده، ډېر اندېښمن یم چې هسې نه افغانستان ته مې ډیپورټ کړي.»

یو شمېر نورو افغان کډوالو هم په جرمني کې د خپل راتلونکي په اړه ورته اندېښنې څرګندې کړې.

ابوبکر، چې په هامبورګ کې مېشت افغان کډوال دی، ازادۍ راډیو ته وویل: «دوه کاله کېږي چې په جرمني کې یم، زما دوسیه دوه ځله رد شوې، خو هڅه کوم زده‌کړې وکړم او دلته پاتې شم، اوس اندېښنه لرم چې که وضعیت بدل شي، ښايي اړ شو بل هېواد ته ولاړ شو.»

خو د کډوالو د حقونو فعاله ثنا عرب‌زاده وايي، د یوه ګوند د سیاسي نفوذ زیاتېدل په دې معنی نه‌دي، چې قوانین به سمدستي بدل شي.

عرب‌زاده ازادۍ راډیو ته وویل: «که AfD په پارلمان کې ډېرې څوکۍ ولري، کولای شي په پارلماني بحثونو او د سیاسي وړاندیزونو په وړاندې کولو کې ډېر اغېز ولري. دغه ګوند د پناه‌غوښتنې د سیاستونو د سختېدو، د کډوالۍ د ځینو لارو د محدودېدو او د کډوالو د اخراج د زیاتېدو ملاتړ کوي، خو د دغو وړاندیزونو عملي کېدل په قانوني بهیرونو او د اړوندو ادارو په پرېکړو پورې تړلي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني فدرالي حکومت لا له وړاندې افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د ډله‌ییزې ویستنې لړۍ پیل کړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغه وخته چې اوسنی ایتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان وګړي له جرمني څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، نږدې ټولو دغو کسانو جرمي سابقه لرله. که څه هم د جرمني فدرالي حکومت وايي، افغانستان ته د افغان وګړو د اخراج بهیر په ۲۰۲۴ز کال کې د هغو افغانانو په ویستلو بیا پیل شو، چې په جرمونو محکوم شوي وو او له جرمني څخه یې د وتلو وروستۍ پرېکړه شوې وه؛ خو له ۲۰۲۶ز کال راهیسې، د حکومت د اعلان شوې پالیسۍ له مخې، دا لړۍ هغو بالغو او مجردو افغان نارینه‌وو ته هم غځېدلې ده، چې د جرمني د پرېښودو وروستۍ پرېکړه لري.

بل لور ته، د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس د سېپټمبر پر ۹مه د پارلمان په غونډه کې ټینګار وکړ چې کډوالي لا هم د جرمني لپاره مهمه ده او هغه کسان چې د کډوالۍ سابقه لري، د دغه هېواد په اقتصاد او د کار په بازار کې مهم رول لوبوي.

مرتس د کډوالۍ د مدیریت او د ناقانونه کډوالۍ د کمولو لپاره د حکومت د اوسنیو سیاستونو دفاع وکړه، خو په ورته وخت کې یې د AfD پر هغو طرحو نیوکه وکړه، چې د کډوالو د ډله‌ییزې ستنېدنې غوښتنه کوي.


ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG