دا پېښه نن سه شنبه غرمه مهال په داسې حال کې رامنځته شوې چې په ټول بلوچستان کې له ۲۳ لکو زياتو پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولو د ۷ ورځني کمپاین دویمه ورځ وه.
د نوشکي د پوليسو په وينا، دا بريد هغه مهال وشو کله چې پولیس عسکر د پوليو ټیم د ساتنې په موخه د نوشکي په جمال اباد سيمه کې په خپله دنده ګومارل شوي وو. د ښار پوليسو تاڼې مشر منور زمان پېښه تایید کړه او ازادۍ راډيو ته يې وویل، د وژل شویو پوليس عسکرو پېژندګلو د محمد ياسر او عبدالروف په نامه شوې ده.
د نوشکي د پوليسو يو بل لوړ پوړي افيسر (ډي پي او) سلیم شاهواني ازادۍ راډيو ته وويل:"دوی د پوليو ضد څاڅکي ورکونکې دویمې ډلې سره د خونديتوب پر ماموريت وو. پولیو ضد ښځينه کارکوونکې په دې وخت کې د کورونو دننه په خپله دنده بوختې وې او پولیس د کورونو و مخ ته ولاړ وو. په دې وخت کې موټرسایکل
چې له امله یې دواړه پولیس ځای پر ځای وژل شويد نوشکي د پوليسو يو لوړ پوړي افيسرسلیم
سواره بريدګر راغلي او ناپېژاندو بريدګرو سمدستي ډزې کړې، چې له امله یې دواړه پولیس ځای پر ځای وژل شوي"
له پیښې وروسته سملاسي د پولیو کمپاین دریدلی دی. د بلوچستان په ۳۲ سیمو له هغې ډلې نوشکي، کوټه، چمن، ژوب، قلعہ سیف اللہ، خضدار، لسبیله، ګوادر او یوشمېر نورو کې د پولیو کمپاین د سپتمبر په ۲۱مه پيل شو. په تیره اګست میاشت کې د بلوچستان په چمن او ژوب کې د پولیو دوه چاپیریالي نمونې وموندل شوې. د پولیو دغه کمپیان پر بلوچستان سربیره د پاکستان په نورو ایالتونو او افغانستان کې هم پيل شوی دی.
پولیو په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو په افغانستان او پاکستان کې پاته دی چې د ۲۰۲۶ کال له پيله یې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ او پاکستان کې ۴ پیښې ثبت شوې دي.