د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۶

په اسیايي لوبو کې افغان ګډونواله فریبا هاشمي: ستر ارمان یې دادی چې یوه ورځ بیرته افغانستان ته ستنه شي او خپلو خلکو ته الهام ورکړي

له کین اړخه فریبا هاشمي او تر څنګ یې خور یولدوز هاشمي
له کین اړخه فریبا هاشمي او تر څنګ یې خور یولدوز هاشمي

د ۲۳ کلنې افغانې بایسکل ځغلونکې فریبا هاشمي لپاره چې یو وخت اړه شوې وه د نارینه‌ وو په څیرجامې واغوندي، له خلکو ځان پټ کړي، د ډبرو له ګوزارونو ځان وژغوري او بالاخره د بایسکل ځغلونې د دوام لپاره له خپل هېواده ووځي، په اسیایي لوبو کې د ښځو د انفرادي ټایم ټرایل په سیالۍ کې اووم مقام ترلاسه کول یوازې یو ورزشي بریا نه ده، بلکې ژوره شخصي معنا هم لري.

هیله لري چې د خپل ژوند او سپورټي سفر له لارې په افغانستان کې نورو نجونو او ښځو ته هم الهام ورکړي

د رویترز د راپورله مخې هاشمي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووته او اوس په ایټالیا کې ژوند کوي. هغه هیله لري چې د خپل ژوند او سپورټي سفر له لارې په افغانستان کې نورو نجونو او ښځو ته هم الهام ورکړي. د هغه هیواد نجونو ته چې د یونسکو د اټکل له مخې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ۲،۴ میلیونه یې له ثانوي زده‌ کړو بې برخې شوې دي.

هاشمي وویل: "زما لپاره خبره یوازې زما د سیالۍ او پایلې یې نه ده، بلکې غواړم خپل هېواد ته وښیم چې یوه ښځه په دغسې شرایطو کې هم څه کولی شي. موږ لا هم ژوندۍ یو او لا هم مبارزه کوو." هغې زیاته کړه: "هیله لرم چې یو وخت داسې بدلون راشي چې د راتلونکي نسل نجونې وکولای شي له افغانستانه په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي، نړۍ وویني او مډالونه وګټي."

هغې او خور یې دواړو په ۲۰۲۴ کال کې د پاریس په المپیک لوبو کې هم ګډون کړی و.

فریبا او یولدوز هاشمي، هغه خویندې چې په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

په دغو اسیایي لوبو کې چې جاپان یې کوربه دی او د وږي په ۲۸ پرانستل شوې، د راپورونو له مخې له افغانستانه ۳۲ لوبغاړو په نهو ورزشي څانګو کې ګډون کړی او ټول یې هم نارینه دي. خو د دې ترڅنګ د اغلې هاشمي او یوشمیرنورو ښځو په ګډون په جلاوطنۍ کې یوشمیرنورو افغان لوبغاړو هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی. پرافغانستان واکمنو طالبانو ښځې او نجونې د ټولنې د ډیرو نورو برخو په ګډون له ورزش کولو هم منع کړي دي.

د فریبا هاشمي په څېر د ښځو حضور باید نړۍ ته دا ورپه یاد کړي چې افغان ښځې حق لري، د نړۍ د ټولو ښځو ترڅنګ، په علمي، کلتوري، ټولنیزو او ورزشي برخو کې حضور ولري

د ښځو د حقونو فعاله ازیتا نظیمي وایي، په دغو لوبو کې د افغان ښځو ګډون هغو ښځو ته یو پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې ترسختو فشارونو لاندې دي. " دا ښځې نړۍ ته وایي چې افغانې ښځې د حذف کېدو وړ نه دي او محدودیتونه نه شي کولای د هغوی اراده او وړتیا له منځه یوسي. نړیواله ټولنه باید پوه شي چې نن په افغانستان کې پر ښځو څه تېرېږي، هغه باید په یوه عادي وضعیت بدل نه شي. د فریبا هاشمي په څېر د ښځو حضور باید نړۍ ته دا ورپه یاد کړي چې افغان ښځې حق لري، د نړۍ د ټولو ښځو ترڅنګ، په علمي، کلتوري، ټولنیزو او ورزشي برخو کې حضور ولري. فریبا هاشمي ښايي نن د بایسکل ځغلونې په یوه سیالۍ کې پایډل وهي، خو د هغې پیغام تر ورزش ډېر پراخ دی. د هغې پیغام دا دی چې افغان ښځې لا هم ولاړې دي، لا هم خوبونه او هیلې لري او د آزادۍ ترلاسه کولو او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي."

هاشمي رویترز ته ویلي چې په ۱۵ کلنۍ کې یې د خپلې مشرې خور یولدوز په پله بایسکل ځغلونې ته مخه کړه. یولدوز هم یوه نړیواله بایسکل ځغلونکې ده. خو زیاتوي چې د دوی په خپل ولایت فاریاب کې دې ورزش ته دوام ورکول ورته له ګڼو خطرونو سره مل وو.

هاشمي زیاته کړه: "ما به تل د تمرین لپاره د نارینه ‌وو په څیر جامې اغوستې. دوه یا درې بېلابېل ماسکونه به مې پر مخ تړل، څو خلک مې ونه پېژني او راباندې برید ونه کړي. زه تل وېرېدم چې هسې نه خلک مې وپېژني." د نوموړې په خبره داسې پیښ شوي چې ځینې وختونه به چا پرډبرو یا هم پر بوتلونو ویشتله. دوی غوښتل چې موږدې ته اړې کړي چې بېرته خپلو کورونو ته لاړې شو.

سره له دې چې سختې ورځې یې تیرې کړي خو باید دا هم ووایي چې خلک یې بد ندي

خو نوموړې داهم وویل چې سره له دې چې سختې ورځې یې تیرې کړي خو باید دا هم ووایي چې خلک یې بد ندي او زیاته یې کړه،" موږ ډېر ښکلی هېواد لرو خو د خلکو ذهنیت یې بل ډول دی."

هاشمي د ۱۹۹۷ کال پر سړک د بایسکل ځغلونې د نړیوالې اتلې الیسندرا کاپېلوتو په مرسته ایټالیا ته ولاړه.

هاشمي وایي، له ډېرې مودې راهیسې یې خپله کورنۍ نه ده لیدلې او دا د خواشینۍ خبره ده چې په خپل هېواد کې ژوند نه شي کولای.

هغې زیاته کړه چې د خپل خوب د پوره کولو لپاره له خپل هیواده وتلې خو ترټولو سترارمان یې دادی چې یوه ورځ بیرته افغانستان ته ستنه شي او خپلو خلکو ته الهام ورکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG