له گاونډیو هېوادونو، په ځانگړي ډول له پاکستان څخه، د افغان کډوالو د ستنېدو پراخو څپو د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان پر گڼو ولایتونو اقتصادي فشار زیات کړی دی.
خو د ننگرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تورخم له لارې ډېری راستنېدونکي په همدغه ولایت کې پاتې کېږي، چې له امله یې د کرایې کورونو غوښتنه زیاته شوې او ورسره کرایې هم لوړې شوې دي.
د جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي دا هم وايي چې د کډوالو پراخې ستنېدنې په ښار کې گڼهگوڼه زیاته کړې او د کار پر بازار یې هم اغېز کړی دی.
د جلالاباد ښار یوه اوسېدونکي، گل میران، ازادۍ راډیو ته وویل: «د پخوا پرتله د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوې دي. لامل یې دا دی چې له پاکستانه تازه راغلي ډېر کډوال دلته په ننگرهار کې پاتې کېږي. زه خپله اوس د کور اته زره افغانۍ کرایه ورکوم، په داسې حال کې چې مخکې د همدې کور کرایه درې زره افغانۍ وه.»
د جلالاباد یوه بل اوسېدونکي، محمدسعید، هم ورته خبره وکړه او ویې ویل چې د کډوالو له پراخې ستنېدنې سره په ښار کې نفوس زیات شوی چې د توکو پر بیو یې هم اغېز کړی دی. هغه وویل: «له تورخمه چې کوم کډوال راځي، ډېری یې په ننگرهار کې پاتې کېږي. دلته یې گڼهگوڼه خورا زیاته کړې او د کورونو کرایې هم
له تورخمه چې کوم کډوال راځي، ډېری یې په ننگرهار کې پاتې کېږيمحمدسعید د جلالاباد اوسېدونکي
ورسره ډېرې لوړې شوې دي. مخکې چې کوم کور په دوه زره افغانۍ کرایه و، اوس یې کرایه پینځه زره، اووه زره او آن لس زرو افغانیو ته رسېدلې ده.»
جلالاباد، چې د افغانستان له لویو ښارونو څخه بلل کېږي، په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د شاوخوا دوه نیم لکه کسانو لپاره جوړ شوی و، خو د غیررسمي شمېرو له مخې اوس په دغه ښار کې شاوخوا دوه میلیونه کسان ژوند کوي. د کډوالو وروستیو پراخو ستنېدنو دغه شمېر لا نور هم لوړ کړی دی.
یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي، له اوږدې مودې تېرېدو سره سره لا هم نهدي توانېدلي، چې منظمه سرپناه پیدا کړي. دوی د بېکارۍ او د کورونو د لوړو کرایو له امله له ستونزو سره مخ دي او وايي، په بېلابېلو برخو کې ورسره شوې ژمنې نهدي عملي شوې.
له پاکستان څخه یو راستون شوی کډوال، محمد علي، ازادۍ راډیو ته وايي: «دا یو، یو نیم کال کېږي چې کور مو دلته راوړی، خو هېڅ کار نهشته. دولت هم لازمه مرسته نهده کړې.» دی وايي، چې نږدې دوه کاله وړاندې له پېښور څخه ننگرهار ته راستون شوی، لا هم له منظمې سرپناه پرته ژوند کوي.
هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «تقریباً یو یا یو نیم کال مو وشو چې له پېښوره راغلي یو. وعدې ډېرې وشوې، خو یوه هم عملي نهشوه. تر اوسه مو منظمه سرپناه پیدا نهکړه. له یوه کوره مو وباسي، بل بیا په سختۍ پیدا کوو. مالکانو کرایې لوړې کړې دي، چې زموږ له وسه بهر دي. غوښتنه مو دا ده، چې حکومت باید له کډوالو سره کړې ژمنې عملي کړي، په ځانگړي ډول د نومرو د ورکړې په برخه کې.»
په جلالاباد ښار کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسوولان هم مني، چې د کورونو کرایې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي. د معاملاتو د لارښوونې د یوه دفتر مسوول، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «د دوو کوټو کور په پینځه زره، د درې کوټو په اووه زره او د څلورو کوټو کور په لسو یا دوولسو زرو افغانیو کرایه ورکول کېږي. خلک ډېر بېوزله دي، د خوراک پیسې نهلري، خو د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوې دي.»
د ننگرهار یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې مسوولان باید راستنېدونکي کډوال خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړي. دوی وايي، په دې سره به هم پر ننگرهار فشار کم شي او هم به په ځینو کمنفوسه ولایتونو کې د کار او اقتصادي فعالیت زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، اوچا، تازه ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون ډېر کسان له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي، چې ۴۰ سلنه یې په ننگرهار کې مېشت شوي دي.
«اوچا» په یوه ویډیو کې، چې د سېپټمبر پر ۱۶مه یې خپره کړې، ویلي چې له پاکستان څخه تازه راستانه شوي وگړي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندوی بنسټونه باید د هغو پروگرامونو ملاتړ وکړي، چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي. د «اوچا» په وینا، ډېری راستنېدونکي ځمکې ته لاسرسی نهلري، لازم اسناد نهلري، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او کاري فرصتونو ته یې هم لاسرسی محدود دی.
پاکستان په ۲۰۲۳ز کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو پراخه لړۍ پیل کړه. د ملگرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال تر جولای میاشتې پورې له پاکستان څخه له ۲ اعشاریه ۶ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.