د طالبانو د حکومت تر دې ادعا وروسته، چې په افغانستان کې د امنیتي کمرو شمېر له یو لکو څخه اوښتی دی، اوس د ټېکنالوژۍ د برخې یو شمېر پوهان وايي، چې دا کمرې اغېزناکې دي، خو نیوکه کوي چې په دغه هېواد کې تر اوسه په یاده برخه کې قوانین او د شخصي معلوماتو د خوندیتابه میکانېزمونه نهشته.
د ټېکنالوژۍ د برخې پوهـ، اغاملوک سهار، ازادۍ راډیو ته وویل، په نورو هېوادونو کې چې دا کمرې لگېدلې دي، هغوی ورته قوانین لري، سرورونه یې خوندي دي او امنیتي کسان یې په دې برخه کې روزل شوي دي: «مهمه خبره دا ده چې افغانستان تر اوسه په دې برخه کې اصول، قوانین او د شخصي معلوماتو د خوندیتابه میکانېزمونه نهلري. په دې معنی چې دا ډېټا څوک کنټرولوي، څوک ورته لاسرسی لري؟ په ډېرو هېوادونو کې د مخ پېژندنې لپاره سخت قوانین جوړ شوي دي. دا د شخصي معلوماتو برخه ده، نو باید په خوندي ډول وساتل شي او وڅارل شي.»
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې ده، چې په افغانستان کې د امنیتي کمرو شمېر له یو لکو څخه اوښتی او دوی هڅه کوي، چې امنیتي اړتیاوو ته په پام دغه شمېر نور هم ډېر کړي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، تازه همدا تېره اوونۍ له یو شمېر کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په ټول افغانستان کې، په لویو لارو، بندونو، هوايي ډګرونو او بازارونو، په تېره بیا په کابل ښار کې، پرمختللې امنیتي کمرې لگول شوې دي.
خو قانع په دې اړه، چې د دې کمرو د استفادې لپاره قوانین او د شخصي معلوماتو د خوندیتابه لپاره میکانېزمونه شته که نه، هېڅ هم نهدي ویلي.
د امنیتي چارو پوهـ، شاه محمود میاخېل هم د امنیتي کمرو د استفادې لپاره د نورو اړینو سېسټمونو پر موجودیت ټینګار کوي، زیاتوي، دا کمرې د ټولو امنیتي پېښو مخه نهشي نیولای: «مسلکي کسان غواړي چې تعقیب یې کړي او ترې استفاده وکړي، نور سېسټمونه هم باید فعال وي. یو څه اغېز لري، خو امنیتي کمرې د ټولو امنیتي او نورو پېښو مخه نهشي نیولای.»
یو شمېر کابل ښاریان بیا په دې اړه وېشلي نظرونه لري.
د کابل د یوولسمې ناحیې اوسېدونکي محمد اصف ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ په بلاک کې یوه ورځ تناب نه د چا جامې ورکې شوې وې، کمره چالانه وه، پولیسو بېرته راوړې.»
خو د کابل د څلورمې ناحیې یوه اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې
چې برق نه وي، امنیتي کمرې څه په درد خوريد کابل د څلورمې ناحیې یوه اوسېدونکې
خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «چې برق نه وي، امنیتي کمرې څه په درد خوري؟ اوس هم موږ اورو چې د چا کور غلو وهلی او د چا موټر یې د کور له مخې وړی دی.»
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت دا نهدي ویلي، چې دا کمرې دوی لګولې که خلکو، خو د یوه استوګنیز بلاک وکیل، د نوم نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې ډېری دا امنیتي کمرې د طالبانو په امر پهخپله خلکو لګولې دي: «دا کمرې خو ځینې خپله د بلاکونو اوسېدونکو لګولې وې، پخوا د امنیتي ملاحظاتو له امله. بیا کله چې طالبان راغلل، دوی دا په هر بلاک کې د امنیت په خاطر حتمي کړې.»
امنیتي کمرې د یوه هېواد د امنیت له ټنګښت سره خورا مرستهکوونکې ګڼل کېږي، خو په راپور کې د مرکه شویو کسانو په باور، ورنه د استفادي د اصولو، د خوندیتابه د میکانېزمونو، د مسلکي کسانو او د برېښنا په شان د نورو اړینو امکاناتو د نه موجودیت له امله یې په افغانستان کې پر اغېز پوښتنه راپورته کړې ده.