د پېښور سترې محکمې د پاکستان د ملي ډېټابېس او ثبت ادارې (نادرا) ته لارښوونه کړې، چې پاکستانۍ مېرمن کلثوم بيبي ته د پاکستان الکترونیکه پېژندپاڼه یا تذکره ورکړي او ورپسې د هغې د افغان خاوند شاهجهان خان لپاره د «پاکستان د اصلي کارت» یا POC د ترلاسه کولو قانوني بهیر پیل کړي.
دغه حکم د محکمې د قاضيانو وقار احمد او فرح جمشېد د سېپټمبر پر ۱۴مه د کلثوم بيبي د عریضې د اورېدو پر مهال کړی دی. د کلثوم بيبي مدافع وکیلې ثنا گلزار محکمې ته ویلي دي، چې د هغې د موکلې مور او پلار د پاکستان شناختي کارتونه لري او د هغوی د پاکستاني تابعیت اړوند اسناد یې هم محکمې ته وړاندې کړي دي.
وکیلې ثنا گلزار ازادۍ راډیو ته ویلي دي، چې کلثوم بيبي څو کاله مخکې له یوه افغان وگړي سره واده کړی، خو هغه مهال یې خپله پاکستانۍ تذکره نه وه جوړه کړې او د واده نکاحنامه یې هم نه وه ثبت شوې.
هغې زیاته کړه: «کلثوم بيبي چې په کوم وخت واده کاوه، د هغې واده له یوه افغان وگړي سره شوی و. د واده پر وخت د هغې عمر داسې و چې شناختي کارت یې نهشو جوړولی. اوس په پاکستان کې حالات داسې دي چې افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي او هغوی بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. نو د پېښور عالي محکمې د اسانتیا لپاره ویلي چې که په ښځه او خاوند دواړو کې یو کس پاکستانی وي، نو د هغه په پام کې نیولو سره هغوی ته د پاکستان اوریجن کارت ورکول کېږي او دلته هم همداسې حالت و.»
د محکمې د حکم له مخې، شاهجهان خان ته سمدستي د پاکستان اوریجن یا اصلي کارت نهدی ورکړل شوی، بلکې نادرا ته ویل شوي چې لومړی د کلثوم بيبي شناختي کارت جوړ کړي او تر هغې وروسته د شاهجهان خان لپاره د (POC) کارډ د ترلاسه کولو قانوني پړاوونه پیل کړي.
کلثوم بيبي ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر تر پیل وروسته د خپل خاوند د راتلونکي په اړه اندېښمنه شوه او له همدې امله یې د پېښور په ستره محکمې کې عریضه ثبت کړه.
د هغې په وینا، د قضیې تر اورېدو وروسته محکمې نادرا ته لارښوونه وکړه، چې په درېیو میاشتو کې دننه د هغې د شناختي کارت د جوړولو بهیر بشپړ کړي. کلثوم
زه د پاکستان له حکومت څخه ډېره مننه کوم چې زما خاوند ته یې اجازه ورکړه چې دلته پاتې شي
بيبي زیاته کړه: «اول زما خاوند ته ډېرې ستونزې وې، بیا ما قضیه ثبت کړه. یوه نیمه میاشت وروسته مو قضیه وگټله. زه د پاکستان له حکومت څخه ډېره مننه کوم چې زما خاوند ته یې اجازه ورکړه چې دلته پاتې شي.» شاهجهان خان د افغانستان د ننگرهار اوسېدونکی دی. نوموړی وايي، په پاکستان کې زېږېدلی او په کوهاټ کې یې له کلثوم بيبي سره واده کړی دی. هغه وايي، کله چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوه، له وېرې یې له کوره بهر وتل او خپل دوکان ته تلل هم کم کړي وو.
هغه زیاته کړه: «له دې مخکې موږ ته ستونزې وې، کار ته به نهشو تللی، نیولو به یې. بس همدا ستونزه وه. موږ په پاکستان کې کم او ډېر ۴۵ – ۵۰ کاله تېر کړي، خو مخکې دا ستونزه نه وه. کله چې زموږ په حق کې فیصله راغله، اوس راته هېڅ ستونزه نهشته، استوگنه راته مېسره شوه، نو خوشحاله یم.»
موږ هڅه وکړه چې د دې قضیې او د محکمې د حکم په اړه د نادرا نظر هم واخلو، خو زموږ له پرلهپسې اړیکو سره سره د نادرا مسوولینو په دې اړه ځواب رانهکړ.
د کلثوم بيبي او شاهجهان خان قضیه د هغو نورو کورنیو لپاره هم مهمه ده، چې پاکستانیو مېرمنو یې له افغان وگړو سره ودونه کړي دي. د دغه حکم له مخې، لږ تر لږه په دې قضیه کې محکمې نادرا ته لارښوونه کړې ده، چې د پاکستانۍ مېرمنې د شناختي کارت تر جوړېدو وروسته د افغان خاوند لپاره د (POC) کارت د ترلاسه کولو قانوني بهیر پیل کړي.