د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۴

د طالبانو له لوري پر سیاسي گوندونو د بندیز درې کاله؛ گوندونه هڅه کوي چې فعال واوسي

انځور له ارشیف څخه ـ د حزب وحدت اسلامي، جمعیت اسلامي او جنبش ګوندونو پلویان د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۲مه په هرات کې د یوه لاریون پر مهال شعارونه ورکوي.
انځور له ارشیف څخه ـ د حزب وحدت اسلامي، جمعیت اسلامي او جنبش ګوندونو پلویان د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۲مه په هرات کې د یوه لاریون پر مهال شعارونه ورکوي.

درې کاله وشول، چې طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د گوندونو پر هر ډول فعالیت بندیز لگولی دی؛ خو سیاسي گوندونه له پاشل کېدو ځانونه ژغوري او هڅه کوي، چې فعالیتونه وساتي. طالبان بیا وايي، گوندونه په اسلامي شریعت کې نه‌شته او د فعالیت اجازه نه ورکوو.

د طالبانو له خوا د ټولو سیاسي گوندونو د بندیز له درېیو کلونو څخه زیاته موده وروسته، د افغانستان یو شمېر گوندونه هڅه کوي چې خپل فعالیتونه ژوندي وساتي. دغه گوندونه اوس د پټو شبکو، په جلاوطنۍ کې له فعالو ډلو او له شخصي حضوري او مجازی غونډو کار اخلي، چې په خبره یې، د بشپړ پاشل کېدو مخه یې ونیول شي.

تر هغه وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اگست کې بیا واک ته راستانه شول، سیاسي گوندونو په پیل کې په ناڅرگنده حالت کې فعالیت کاوه، په داسې حال کې چې د طالبانو څارنه پرې لا زیاتېدله.

دغه وضعیت د ۲۰۲۳ز کال د اگست پر ۱۶مه بدل شو. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه مهال وویل، چې سیاسي گوندونه «په شریعت کې هیڅ ځای نه‌لري.»

شرعي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «سیاسي گوندونه په بشپړ ډول منعه شوي دي؛ موږ هېڅ سیاسي گوند ته اجازه نه ورکوو، چې په هېواد کې فعالیت وکړي.»

طالب چارواکو له هغه وخت راهیسې په ځلونو ځلونو د دغه بندیز د لرې کولو غوښتنې رد کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پخواني سیاسي مشران «ازمویل شوې او ناکامه ډلې» بللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه. خو د سیاسي گوندونو مشران او غړي وايي، چې دوی هڅه کوي خپل سازمانونه فعاله وساتي.

خو خپلواک شنونکي په دغه باور دي، چې له افغانستان څخه د باندې فعالیت د خلکو د منسجم کولو او په هېواد دننه د بدلونونو اړوند د گوندونو فعالیتونو د اغېزې وړتیا محدوده کړې ده. سیاسي گوندونو د طالبانو له بندیز مخکې له لسیزو راهیسې د افغانستان په سیاست او حکومتولۍ کې مهم رول لوبولی دی.

دوی د خلکو په منځ کې د پام وړ نفوذ درلود او یو شمېر یې دولتي بودجې او آسانتیاووې کارولې. د تېر جمهوري حکومت له سقوط وړاندې د هغه وخت د عدلیې وزارت له ۷۰ څخه زیات سیاسي گوندونه ثبت کړي وو.

خو ډېری دغه گوندونه په فساد، داخلي شخړو او په کورنیو جگړو کې د دوی د رول لرلو په تور د عامو خلکو له پراخو نیوکو سره هم مخ وو. اوس ډېرو کوچنیو گوندونو له حکومتي ملاتړ، د دوی د دفترونو تړلو او مالي سرچینو څخه تر بې‌برخې کېدو وروسته خپل فعالیتونه بند کړي دي.

خو د ځینو لویو گوندونو مشران وايي چې د دوی شبکې لا هم فعالې دي. د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت گوند مشر محمد محقق اوس په بهر کې ژوند کوي. هغه له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د طالبانو له خوا پر سیاسي گوندونو بندیز «یو استبدادي اقدام» وباله.

ښاغلي محقق وویل: «زموږ گوند فعلاً له افغانستانه بهر یواځې ځکه فعالیت کوي چې په هېواد دننه یې ټول گوندونه ممنوع اعلان کړي، موږ په ترکیه، ایران، پاکستان او د نړۍ ټولو لرې او نږدې هېوادونو کې د افغان کډوالو تر منځ، چې زموږ د گوند غړي دي، فعالیت لرو، فرهنگي او سیاسي فعالیت کوو، خبرپاڼې خپروو او د مختلفو پېښو اړوند کنفرانسونو کې گډون کوو، نو زموږ گوند تر پخوا هم منسجم دی.»

خو خپلواک شنونکي وايي چې له بهره سیاسي فعالیت د افغانستان دننه د خلکو د ملاتړ د راټولولو لپاره د گوندونو د مشرانو وړتیا کمه کړې ده. دوی دا هم وايي چې دغه وضعیت د گوندونو هغه وړتیا محدودوي، چې په مستقیم ډول په افغانستان کې دننه پر پېښو د دوی فعالیت اغېزه وکړي.

له دې ډلې د سیاسي چارو شنونکې او پخوانۍ ډیپلوماټې شینکۍ کړوخېل ازادۍ راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې د دې لپاره یو شمېر افغانان له دغو گوندونو سره اړیکې کوي، چې په هېواد دننه د طالبانو له کړنو په تنگ شوي دي. دې زیاته کړه: «دا چې ځینې خلک ورسره اړیکې لري او ځینو جلسو کې یې گډون کوي او خپل نظرونه ورسره شریکوي، د هغه دلیل دا دی چې طالبانو پرې سختۍ او فشار راوستي دي، نو ځکه یو اندازه انسجام لري، خو داسې نه‌ده چې دوی ښه رول لوبولی او خلک دوی پسې خپه دي، خلک اوس مجبور دي حتی که یوه ناکام حزب سره هم تماس نیسي، د دې له امله چې طالبانو هلته په هېواد دننه خلک په تنگ کړي دي.»

په افغانستان کې علني یا ښکاره سیاسي فعالیت د نیول کېدو له خطر سره مخ دی. خو ځینې سابقه‌لرونکي گوندونه وايي، چې د دوی تاریخي ریښې د دې لامل شوې دي، چې په بشپړ ډول د دوی د پاشل کېدو مخه ونیسي.

له دې ډلې د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي گوند یو لوړپوړی غړی عبدالستار خواصي وايي، چې دغه وضعیت یو لنډمهاله پړاو دی. حزب اسلامي نږدې ۵۰ کلونه په افغانستان کې سیاسي مخینه لري.

په دې وروستیو کلونو کې مو هېڅ ډول سیاسي حرکت او حتی اجتمایي ناسته ولاړه نه‌شته
عبدالستار خواصي د حزب اسلامي گوند یو لوړپوړی غړی

ښاغلي خواصي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «په دې وروستیو کلونو کې مو هېڅ ډول سیاسي حرکت او حتی اجتمایي ناسته ولاړه نه‌شته، خو د یوه داسې حزب چې له ۵۸ کلونو راهیسې په ولس کې ریښې لري، د هغوی تیت او پرک او پاشل کېدل ډېر سخت دي او حزب اسلامي خو له شاهي دورې تر اوسه دا تجربې ډېرې لري او چا په رسمیت نه‌دی پېژندلی، تل پرې بندیزونه لگېدلي دي، خو په دغو بندیزونو نه تیت او پرک یا پاشل کېږي، ښایي دا یوه موقتي دوره وي.»

په سیاست کې د فعالو ښځو لپاره وضعیت نور هم ستونزمن دی.

په عامه ساحه کې د ښځو پر شتون د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د ښځو لپاره سیاسي فعالیت تقریباً ناممکن کړی دی. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو گوند مشره عادله بهرام نظامي له هېواده وتلې ده. دا وايي چې د گوند غړو یې په افغانستان دننه لا هم پټې اړیکې ساتلې دي.

مېرمن نظامي ازادۍ راډیو ته وویل: «دغه حقیقت چې زه بهر یم او له مجبوریته راوتلې یم، ځکه یوه ښځه چې د یوه گوند مشري وکړي، هغه طالب ته د منلو وړ خبره نه‌ده، خو گوند نه‌دی پاشېدلی، گوند مو اوس هم خپل فعالیتونه لري، خو هغه ډول چې موږ په لومړیو کې هم افغانستان کې مخفیانه فعالیت درلود، اوس دې دوره کې هم هماغسې دی، په ولایتونو کې زموږ گوندیان د مېلمستیاوو، کله د ختم او کله د ودونو او شخصي غونډو له لارې خپل پروگرامونه مخې ته وړي.»

لوېدیځ هېوادونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د بشري حقونو او سیاسي گډون مراعتولو پورې مشروط گڼي. خو سیمه‌ییزو قدرتونو بله لاره غوره کړې ده.

روسیه لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۵ز کال په جولای کې یې په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. دغه گام په داسې حال کې ترسره شو، چې سیمه‌ییز هېوادونه پر داخلي محدودیتونو سربېره د طالبانو له حکومت سره په دوامداره توگه اړیکو ته دوام ورکوي. لوېدیځ کارپوهان او ډیپلوماټان وايي، چې په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات یوه ټولگډونه جوړښت ته اړتیا لري. خو طالبانو تر اوسه د سیاسي گوندونو د فعالیتونو په اړه د خپل دریځ د بدلولو کومه نښه نه‌ده ښودلې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG