روحالله، هغه افغان ځوان، چې وايي پاکستان ته د تگ لپاره یې په زرگونو ډالرو وېزه اخیستې ده، ځکه په خبره یې بهر ته د تگ انټرویو یې راغلې وه او تگ ورته ډېر مهم و: «له څلورو کلونو راهیسې زه دلته ژوند کوم، وېزه خو پاکستان بنده کړې، بیا یې موږ ډیپورټ کړو، زما بیا انټرویو راغله، په درې نیم زره [ډالره] مې وېزه واخیسته، دا ډېرې پیسې دي، خلک ستونزه لري، د چا انټرویو راغلې وي، څوک ناروغ لري.»
محمد علامه بل افغان ځوان، د روح الله خبره مني، دی چې کورنۍ یې په پېښور کې اوسېږي، وايي دوه کاله کېږي چې کابل کې بند پاتې او په خپل وطن مسافر دی: «زما کور او فامیل په پېښور کې دي، له تېرو دوو کلونو راهیسې په کابل کې بند پاتې یم، ما له یو نیم کال راهیسې د وېزې غوښتنه کړې، خو هېڅ درک یې نه
که په تور بازار کې یې اخلم، په دوه زره، دوه نیم زره ډالره یې راکوي، هغې ته زموږ وس نه رسېږيمحمد علامه
معلومېږي، که په تور بازار کې یې اخلم، په دوه زره، دوه نیم زره ډالره یې راکوي، هغې ته زموږ وس نه رسېږي.»
علامه زیاتوي، یواځې د وېزې لگښت هم نهدی، بلکې په خبره یې دا چې د ځمکې لارې تړلې دي، نو باید سفر د هوا له لارې وشي، چې د الوتکې په ټکټ هم ډېرې پیسې راځي.
د اریانا افغان هوايي دولتي شرکت د ټکټ پلورنځي د معلوماتو له مخې، د کابل – اسلام اباد د یوه کس د تگ راتگ د سفر ټکټ ۳۹۰ ډالره (۲۵،۲۰۰ افغانۍ) دی. له دې امله یو شمېر کسان اړ شوي دي، چې له وېزې پرته په ناقانونه لارو پاکستان ته سفر وکړي.
له ډلې یې یو تن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «کله چې موږ خپل بایومټریک له درېیم هېواد څخه تر لاسه کړ، نو د مجبورۍ له امله له قاچاقي لارې پاکستان ته راداخل شوو، د سپین بولدک له لارې چمن، بیا کوټې او بیا هم اسلام اباد ته راغلو.»
دی زیاتوي، هغه کډوال، چې افغانستان کې دي او ډیپورټ شوي، ډېری یې بهر ته کېسونه لري، کله چې بایومټریک ورته راځي یا هم انټرویو راځي، نو دوی بله لاره نهلري، پرته له دې چې د سپین بولدک یا هم هلمند او بهرامچې له لارې پاکستان ته راشي، چې دلته بیا د پولیسو له ځورولو سره مخ وي.
د افغان گرځندوی شرکتونو یو شمېر مسوولین هم مني، چې په تور بازار کې د وېزو بیه زرگونو ډالرو ته پورته شوې ده. له دې ډلې یو تن، چې نه یې غوښتل خپل او د شرکت نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «له لسو تر دوولسو ورځو کې راځي، قېمت یې ۲۰۳۰ ډالره دی، تگ او راتگ، یعنې داسې نهده، چې څو ځله پرې تگ راتگ وکړای شې.»
د یادونې ده، چې د پاکستان د وېزو بیې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځمکنیو او هوايي بریدونو، د اړیکو د ترینگلتیا، د لارو او افغانانو ته د وېزو تر بندېدو وروسته او له پاکستان څخه د بېاسناده کډوالو په ډیپورټ کېدو سره لوړې شوې دي.
مخکې دا وېزې په قانوني ډول په کابل کې د دغه هېواد په سفارت او ولایتونو کې د قونسلگریو له لارې افغانانو ته په وړیا ډول ورکول کېدې، دا چې ولې اوس په تور بازار کې په دومره لوړه بیه خرڅېږي، کابل کې د پاکستان سفارت له وار وار او پراخو شکایتونو سره سره هم، په دې اړه هېڅ نهدي ویلي.
پاکستان یواځې له هغه هېواده د بېاسناده افغان کډوالو پر ایستنه بسنه نهده کړې، بلکې په دې وروستیو کې یې په هغه هېواد کې پر افغان محصلانو هم ځمکه سره کړې او د وتلو یې ورته ویلي، چې د طبي برخې ښځینه او نارینه محصلان هم پهکې شامل دي.
د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی، چې پر طبي زدهکړو بوخت دي. خو د هغه هېواد د سند او لاهور عالي محکمو د دغو محصلانو تر عریضو وروسته دا پرېکړه ځنډولې ده. د راپورونو پر بنسټ، د ۳۵۰ نجونو په گډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلان دمگړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونونو او کالجونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده، چې د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان کال تر اگست پورې یې له ۲ اعشاریه ۶ میلیونو ډېر افغانان له دغه هېواده ویستلي دي.