د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۰

په پاکستان کې مېشت جنسیت‌بدلي یا ټرانس‌جېنډر د اخراج له گواښ سره مخ دي

انځور له ارشیف څخه: په پېښور کې یو ټرانس‌جنډر کس د موټر چلولو د جواز لپاره عکس اخلي.
انځور له ارشیف څخه: په پېښور کې یو ټرانس‌جنډر کس د موټر چلولو د جواز لپاره عکس اخلي.

په پاکستان کې مېشت سلگونه افغان جنسیت‌بدلي (ټرانس‌جېنډر) وایي، باید افغانستان ته یې د ډیپورټ کېدو مخه ونیول شي. دوی زیاتوي، په پاکستان کې یې د حقونو فعالان او لږ تر لږه د خوندیتابه امکانات شته، خو په افغانستان کې هېڅ ډول ملاتړ نه‌لري. پر کډوالو د فشار په زیاتېدو، دا طبقه هم د اخراج له خطر سره مخ ده.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان جنسیت‌بدلي یا ټرانس‌جېنډر وایي، چې دوی هم د پولیسو له چاپو او افغانستان ته له اخراجېدو خوندي نه‌دي.

په پېښور کې مېشت یوه افغان جنسیت‌بدلي کډوال د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته ویلي دي، چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی؛ هغه زیاته

تاسو ته به معلوم وي چې هلته ښځې هم له حقونو بې‌برخې دي...
په پېښور کې مېشت یوه افغان جنسیت‌بدلي کډوال

کړه: «په افغانستان کې موږ هېڅ ټرانس‌جېنډر نه‌شو پاتې کېدای. تاسو ته به معلوم وي چې هلته ښځې هم له حقونو بې‌برخې دي. که څوک په دې پوهـ شي چې یو کس جنسیت‌بدلی یا ټرانس‌جېنډر دی، نو د هغه لپاره په افغانستان کې ژوند کول ډېر ستونزمن دي. هلته به یو ټرانس‌جېنډر هم پاتې نه‌شي. په پېښور کې زموږ یوه ډله ده، چې په هغې کې ۴۳ یا ۵۰ ټرانس‌جېنډر دي، همدومره نور به هم وي.»

په پاکستان کې هم د دې زیانگالې طبقې د خوندیتابه ډېر پياوړی سېسټم نه‌شته، خو د حقونو فعالان یې وخت نا وخت د دفاع او ملاتړ لپاره دولتي ادارو ته ځي.

د جنسیت‌بدلو د حقونو لپاره کارکوونکو ادارو او فعالانو د پېښور په ستره محکمه کې د افغان جنسیت‌بدلو د حقونو د دفاع لپاره دوسیې ثبت کړې دي.

په دې عریضو کې له عدالت څخه غوښتنه شوې ده، چې افغان جنسیت‌بدلي دې افغانستان ته نه ستنول کېږي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان کړی و، چې بې‌اسناده افغان کډوال دې د همدغه کال د اکتوبر تر ۳۰مې له پاکستان څخه ووځي، که نه، د هغوی پر ضد به قانوني عملیات ترسره شي.

تر هغې وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ گړندۍ شوې ده او تر دې دمه سلگونه زره کډوال افغانستان ته اخراج او یا هم په‌خپله خوښه ستانه شوي دي.

د جنسیت‌بدلو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې «Trans Action Aliens» مشره فرزانه ریاض وایي، یو شمېر افغان جنسیت‌بدلي کډوال د ملگرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌آر/UNHCR) سره ثبت شوي دي او ځینو یې په محکمو کې قضیې درج کړې دي؛ هغې زیاته کړه: «له افغانستانه پاکستان ته په زرگونو ټرانس‌جېنډر راغلي وو. چې دلته موږ ورته قضیې ثبت کړې، هغوی بهر لاړل او اوس داسې په سلگونو کسان پاتې دي. 'ټرانس اېکشن الاینس' د هغوی لپاره ډېر کار کړی دی او د هغوی لپاره عدالت ته هم تللي دي. موږ ته چې کوم معلومات رسېدلي، د دوی لپاره په افغانستان کې ځای نه‌شته، نو د هغوی لپاره مو په بهرنیو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنې قضیې هم کړې دي.»

په پېښور کې د افغان کډوالو او جنسیت‌بدلو د حقونو لپاره کارکوونکی حیات روغانی وايي، پاکستان باید د افغان هنرمندانو او جنسیت‌بدلو لپاره داسې تگلاره جوړه کړي، چې هغوی وکولای شي په پاکستان کې پاتې شي.

د روغاني په خبره، جنسیت‌بدلي په پاکستان کې هم له کړاوونو سره مخامخ دي او څوک یې غږ نه اوري.

ښاغلي روغاني زیاته کړه: «ډېرې داسې پېښې رامنځ‌ته شوې دي، چې د عدالت د حکمونو باوجود افغان ټرانس‌جېنډر نیول کېدل او ځورول کېدل او په دې اړه شکایتونه مخې ته راتلل. اوس یوه میاشت کېږي چې زه د هغوی استوگنځي ته تللی وم، هلته مې د افغانستان له یوه ټرانس‌جېنډر سره ولیدل. هغه گیله وکړه چې ستونزه دا ده، کله چې موږ عدالت ته ځو، یا خپل غږ پورته کوو، یا څوک زموږ په حق کې غږ پورته کوي، نو دوی موږ ځوروي.»

د «ټرانس اېکشن الاینس» د شمېرو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۲۴۰ افغان جنسیت‌بدلي یا ټرانس‌جېنډر مېشت دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG