په پېښور کې د درملو او جراحي وسایلو کاروباریان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې د تړل کېدو له امله یې کاروبار اغېزمن شوی دی.
له بلې خوا، د افغانستان د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۶ز کال د فېبرورۍ له ۹مې نېټې راهیسې له پاکستان څخه د درملو، طبي وسایلو او جراحي وسایلو، پر وارداتو بندیز لگولی دی، چې لا هم پای ته نهدی رسېدلی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم ناصر له افغان رسنیو سره په شریک کړي بیان کې ویلي وو، چې د فېبرورۍ له ۹مې نېټې راهیسې د درملو افغان سوداگرو او کاروباریانو ته له پاکستان څخه د درملو د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي ویلي وو، چې افغان سوداگر باید له نورو هېوادونو او بدیلو لارو خپل کاروبار ته دوام ورکړي. د پېښور د درملو کاروباریان زیاتوي، له همدې امله په پاکستان کې د درملو کاروبار زیانمن شوی او په افغانستان کې هم د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي.
په پېښور کې د درملو یو بل کاروباري فهیم خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې له ۲۰۲۰ز کال وروسته یې کاروبار اغېزمن شوی و، خو د لارو له تړل کېدو وروسته اوس د خپلې کورنۍ د لگښتونو برابرول هم ورته گران شوي دي؛ دی زیاتوي: «لږ تر لږه چې حالات ښه وو، نو هره میاشت به مو د ۲۵ یا ۳۰ لکه روپیو په ارزښت درمل افغانستان ته لېږل. کله چې پوله وتړل شوه، بیا به یې په پوله کې د درملو پر کاروباریانو ستونزې جوړولې، د لېږد اجازه به یې نه ورکوله او هغوی ته به درمل پر وخت نه رسېدل. له همدغه ځایه ستونزه پیل شوه. د افغانستان له کاروبار سره گټه دا وه، چې پیسې به مو ژر ترلاسه کولې. دلته د درملو کاروبار دومره خراب شوی چې زما په څېر یو کس خپله کورنۍ نهشي ساتلی.»
د سېپټمبر پر ۱۲مه افغان چارواکو له هندي ادارو سره د درملو د وارداتو او روغتیايي محصولاتو په اړه خبرې کړې دي. په دې خبرو کې د هندي درملو د شرکتونو د ارزونې، د درملو د ثبت، د وارداتو د تنظیم، د قاچاق د مخنیوي او آن په افغانستان کې د هندي شرکتونو د پانگونې او گډ درمل جوړولو موضوعات شامل وو.
د پېښور د «نمکمنډۍ» بازار له هغو بازارونو څخه دی، چې درمل او جراحي وسایل پهکې پلورل کېږي او افغانستان ته هم لېږل کېږي.
دلته د درملو یو کاروباري خان غالب ازادۍ راډیو ته وویل، چې له افغانستان سره د لارې د بندېدو له امله یې د درملو کاروبار ۳۰ سلنه اغېزمن شوی دی؛ هغه زیاته کړه: «کاروبار پرېښودو ته جوړ شوي یو، ځکه زموږ پر طبي وسایلو او درملو چې افغانستان ته یې لېږو، ۹۰ سلنه بندیز لگېدلی دی. څوک چې د کوټې له لارې ځي، هغه هم په لاره کې نیول کېږي. دې خوا ته یې هم له موټره کښته کوي او هغې خوا ته یې هم نه پرېږدي؛ نو د لارې د بندېدو له امله زموږ اقتصادي حالت ډېر خراب شوی دی. ډېرو خلکو خپل دوکانونه پرېښي دي. هر سړی په دې هڅه کې دی چې یا بهر ولاړ شي او یا بل کاروبار پیل کړي.»
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان او طالبانو تر منځ تر سرحدي نښتو وروسته، د چمن او تورخم په گډون ټولې پولې د اکتوبر پر ۱۲مه وتړل شوې، چې لا هم بندې دي.
د پولې د بندېدو له امله د تگ راتگ او سوداگرۍ ټول فعالیتونه درېدلي دي.
افغانستان د پاکستان د درملو یو لوی بازار و، چې ارزښت یې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسېدهد پاکستان د درمل جوړولو ټولنه
د پاکستان د درمل جوړولو ټولنې «Pakistan Pharmaceutical Manufacturers Association» په خپل یوه راپور کې ویلي دي، چې افغانستان د پاکستان د درملو یو لوی بازار و، چې ارزښت یې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسېده او د پاکستان د ټولو درملو د صادراتو شاوخوا ۳۵ سلنه یې جوړوله.
د یاد تنظیم په وینا، پاکستان افغانستان ته بېلابېل درمل لېږل، چې د شکر، لوړ فشار، د زړه ناروغیو، خپگان، درد، زوکام، ټوخي او تبې درمل هم پهکې شامل وو، چې د افغانستان په روغتیايي نظام کې یې مهم رول درلود.