د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۶مه، د خپاره شوي راپور له مخې، دغه لیده کاته څو ورځې وروسته له هغه شوې چې حوثیانو د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سره سمندرګي د ساحل یوه ستراتیژیکه برخه ونیوله او د سعودي عربستان په ملاتړ ځواکونه یې شاته وتمبول.
درې سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا ناسته په مسقط کې د امریکا په سفارت کې د تړلو دروازو تر شا شوې ده. دغو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط معلومات ورکړي دي. دوو نورو سرچینو ویلي چې د عمان حکومت، چې له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د منځګړي رول لري، د دې ناستې په تنظیم کې مرسته کړې ده.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې حوثیان «بهرنۍ ترهګره ډله» ونوموله او له دې ډلې سره یې ملاتړ جرم اعلان کړ. خو واشنګټن له هغه وخت راهیسې له حوثیانو سره خبرې هم کړې دي. دواړه لوري د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې اوربند ته هم ورسېدل؛ دا له هغه وروسته و چې امریکا د سره سمندرګي پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره شاوخوا دوې میاشتې د دې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ وویل، حوثیانو له هغه سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي چې د یمن له جګړې ځان لرې وساتي. د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د دوشنبې په ورځ، پرته له دې چې جزئیات ورکړي، وویل چې امریکا له حوثیانو سره مستقیمې اړیکې لري.
د سرچینو په وینا، په هغه ناسته کې چې د یوې سرچینې پر اساس د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، حوثیانو امریکايي چارواکو ته ویلي چې پر امریکايي بېړیو د برید هېڅ اراده نه لري او له امریکا سره د ۲۰۲۵ کال اوربند ته ژمن دي.
یوه یمني سرچینه وايي، حوثیانو همداراز ویلي چې پر اسرائیلي بېړیو او یا نورو سوداګریزو بېړیو به برید نه کوي، خو د سعودي عربستان اړوندې بېړۍ یې له دې ژمنې مستثنا کړې دي.
د دوو سرچینو په وینا، د امریکا له لوري په دې ناسته کې د مسقط د سفارت چارواکو ګډون کړی و.
له دغو سرچینو څخه یوې ویلي چې د حوثیانو په پلاوي کې په مسقط کې مېشت یو جګپوړی چارواکی، محمد عبدالسلام، هم شامل و. عبدالسلام د امریکا له خوا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. یوې بلې سرچینې هم د عبدالسلام حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د حوثیانو بل لوړپوړی چارواکی، عبدالملک العجري، هم په ناسته کې حاضر و.
کله چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه وپوښتل شول چې ایا په عمان کې یې له حوثیانو سره لیدلي، د دغه وزارت ویاند ناسته نه تاییدوله او نه یې ردوله. خو نوموړي وویل چې په سره سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ خوندي کول او له منځني ختیځ څخه د ترهګرۍ د خپرېدو مخنیوی د امریکا له مهمو ګټو څخه دي.
په امریکا کې د عمان سفارت او د حوثیانو لوړپوړي چارواکي محمد عبدالسلام د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
حوثیانو تېره اوونۍ د یمن د سره سمندرګي پر ټول ساحل خپل اغېزمن کنټرول پراخ کړ. په دې سیمو کې د مخا تاریخي بندر او په بابالمندب تنګي کې د پریم ټاپو هم شامل دي.
حوثیانو، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلافي ځواکونو سره جګړه کړې ده. په وروستیو کلونو کې د اوربند له امله جګړه کمه شوې وه، خو د روان کال په جولای کې هغه مهال بیا پیل شوه چې حوثیانو د سعودي عربستان پر بندرونو د بندیز په غبرګون کې په سره سمندرګي کې د سعودي بېړیو د بندولو اعلان وکړ.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تېره اوونۍ له ټرمپ څخه د حوثیانو پر وړاندې د امریکا د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. رویټرز راپور ورکړی چې واشنګټن ریاض ته ویلي، په مستقیم ډول به په جګړه کې ښکېل نه شي.