د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۱

"۷ افغان ښځې" ایران ته پر لاره د لوږې او تندې له امله مړې شوي

ارشیف، ایران ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو قاچاقي لاره
ارشیف، ایران ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو قاچاقي لاره

په ایران کې د طالبانو د حکومت یوه ډیپلوماتیکه سرچینه تأییدوي چې دغه هېواد ته پر لاره یو شمېر افغانان مړه شوي دي.

دې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې په ټوله کې اووه افغان ښځې د لوږې او تندې له امله مړې شوې دي.

د سرچینې په وینا، په دغو کې پنځه ښځې چې یوه مور او څلور لوڼې دي او د بغلان ولایت اوسېدونکې وې، د جمعې په ورځ مړې شوې دي.

د سرچینې په خبره، دوه نورې ښځې د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکې وې چې د دوشنبې په ورځ‌یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې مخکې د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی و چې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال چې ښځې، نارینه او ماشومان په‌کې شامل وو، د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه د سراوان ښار اړوند د روتک په سیمه کې د «مک‌سوخته» په نوم ځای کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

خو په ایران کې د طالبانو د حکومت دې ډیپلوماتیکې سرچینې د «حال‌وش» له‌خوا ورکړل شوی شمېر رد کړی دی.

«حال‌وش» د یکشنبې په ورځ د «سنبلې په ۲۲مه» په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» شوې او د قربانیانو مړي د خاش سیمې یوې سړې خونې ته انتقال شوي دي.

ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ایران په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

له دې مخکې هم یو شمېر افغانان چې د قاچاقي لارو له لارې ایران ته د تلو هڅه‌یې کړې، د تندې، لارې ورکېدو او یا هم د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.

تېر جولای میاشت کې هم د نیمروز ولایت په دشت مارګو کې د لږ تر لږه ۱۴ افغانانو مړي وموندل شول.

د راپورونو له مخې، دغه کسان له قاچاقي لارو ایران ته روان وو او په دښته کې ورک شوي وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    حسیب‌الله تلاش

    حسیب‌الله تلاش (Haseebullah Talash) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې ډیجیټال اېډېټر دی چې د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG