شاوخوا ۴۰ کلنه خالبيبي د سمنگان ولایت په یوه لرې پراته کلي کې ژوند کوي، چې د ولایت له مرکز څخه ورته په موټر کې دوه ساعته لاره ده. هغه له خپل ناروغ خاوند، اتو لوڼو، چې عمرونه یې د ۱۲ او ۲۱ کلونو تر منځ دي او دوو زامنو سره، چې ۹ او ۱۰ کلن دي، ژوند کوي. هغه ازادۍ راډیو ته وايي: «لس اولادونه لرم، اته لوڼې او دوه زامن. اوس چې مې خاوند د زړه ناروغي لري او نور د کار توان نهلري، همدا یوه غوا چې کلونه مخکې مو هغه مهال اخیستې وه، چې خاوند مې په کروندو کې کار کاوه، د هغې د شیدو په پلورلو د کور لگښتونه پوره کوو.»
د خالبيبي خاوند پخوا بزگر و او د کروندو له لارې یې د کورنۍ لگښتونه برابرول، خو په خبره یې، د زړه په ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته اوس نور د کار کولو توان نهلري. اوس هغه غوا، چې کلونه وړاندې یې د ښه اقتصادي وضعیت پر مهال اخیستې وه، د دې کورنۍ یواځېنۍ د گټې وټې سرچینه ده.
خالبيبي وایي: «غوا هره ورځ نږدې درې کیلو یا درې لېټره شیدې راکوي. که څوک شیدې واخلي، نو خرڅوم یې او که ونه پلورل شي، مستې ترې جوړوم. بیا یې په ټوکر کې تړم او خپل لس کلن زوی ته یې ورکوم، چې د کلي بازار ته یې یوسي. هلته یې پلوري او که مستې هم ونه پلورل شي، چکه ترې جوړوو او خرڅوو یې.»
د خالبيبي په خبره، له دې شیدو شپږ کاسې مستې ترلاسه کېږي، چې هره کاسه په ۳۰ افغانۍ پلورل کېږي؛ یعنې شاوخوا ۱۸۰ افغانۍ هره ورځ. چې دا د یوې لویې کورنۍ د اړتیاوو په پرتله ډېر لږ عاید دی، خو خالبيبي یې د کور پر لومړنیو اړتیاوو لگوي: «په دې پیسو ډوډۍ، روب، کله په سلو افغانیو غوړي، دوه کیلو گاز، صابون او د کور نور اړین شیان اخلم. کله خواړه پخولی شم او کله نه، یواځې وچه ډوډۍ اخلم. زامن مې لا کوچني دي، کار نهشي کولی. ډېرې ستونزې لرو.»
د خالبيبي په خبره، لس کلن زوی یې غوا د کلي شاوخوا څروي، خو ښه نه مړېږي او له همدې کبله یې د شیدو اندازه هم کمه شوې ده.
دې وویل چې د طالبانو د محدودیتونو له امله پهخپله په یواځې سر لرې سیمو ته نهشي تللی، چې غوا د څرولو لپاره یوه ښه څړځای ته بوځي.
خو له دې ټولو سره سره، د غوا له شیدو او مستو څخه د کورنۍ د خوړو لپاره هېڅ هم نه پاتې کېږي. خالبيبي وایي: «اولادونه مې زارۍ کوي چې مورې، هوا ډېره گرمه ده، مستې دې چې جوړې کړې دي، موږ ته هم لږې راکړه. خو زه یې نهشم ورکولی. ورته وایم چې مه یې خورئ، پرېږدئ چې وپلورل شي او موږ خپل ژوند پرې وچلوو.»
د دې کورنۍ ستونزې یواځې د خوړو او ورځنیو لگښتونو تر کچې محدودې نهدي؛ د خالبيبي اته لوڼې چې له شپږم ټولگي پورته زدهکوونکې وې، د طالبانو د محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
خالبيبي، چې خپله ښوونځي ته نهده تللې، وایي هیله یې لرله چې لوڼې یې لوړې زدهکړې وکړي او که دوی د کار او زدهکړې فرصت درلودای، د کورنۍ په اقتصادي وضعیت کې به یې مرسته کړې وای.
غواړم لوڼې مې ښوونځي ته ولاړې شي او زه هم کار وکړم. تر کومه به د بېکارۍ کړاو گالم؟خالبيبي
هغه زیاتوي: «غواړم لوڼې مې ښوونځي ته ولاړې شي او زه هم کار وکړم. تر کومه به د بېکارۍ کړاو گالم؟ لوڼې مې په کور کې ناستې دي، سره له دې چې تر اووم، اتم، نهم، لسم او یوولسم ټولگي پورې یې زدهکړې کړې وې.»
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولگي پورته زدهکړو څخه محرومې شوې او ښځې هم د کار او دندې په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د دغو محدودیتونو له امله د ښځو د زدهکړې او اقتصادي فعالیت فرصتونه کم شوي دي او په ځانگړي ډول یې پر بېوزلو کورنیو زیات فشار راوستی دی.
د خالبيبي په کورنۍ کې هم دغه محدودیتونه، د خاوند ناروغي، د لسو اولادونو لرل او د کار او عاید د فرصتونو نهشتوالی د دې لامل شوي دي، چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت نور هم ستونزمن شي او د دوی ټول ژوند د یوې غوا د شیدو د محصولاتو پر پلور پورې تړلی وي.
د ملگرو ملتونو د پراختیايي پروگرام (UNDP) د ۲۰۲۶ز کال د مې میاشتې د ۴مې نېټې د راپور له مخې په ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان ۷۴ سلنه خلک له معیشتي ناامنۍ سره مخ وو، یعنې داسې ثابته گټه یې نهلرله، چې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
په راپور کې راغلي دي، چې کلیوالي کورنۍ او ښځې له لا سختو اقتصادي فشارونو سره مخ وې.خالبيبي، چې د خپل ژوند او د کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده، د مرستې غوښتنه کوي او وایي: «زما ژوند ډېر سخت دی. له ما سره دې مالي مرسته وشي چې اقتصادي وضعیت مې ښه شي. نه پوهېږم تر کومه به دا ټولې ستونزې او کړاوونه زغمم. ځواني مې تېره شوه. تر کومه به د غوا شیدې لوشم او خرڅوم؟ زموږ ژوند په ډېرې سختۍ تېرېږي.»