د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۶

په کابل کې د حرامو غوښو د خرڅلاو تر افشا کېدو وروسته په دغه ښار کې د غوښې د خوراک کچه کمه شوې ده

افغانستان ـ په کابل کې یو افغان قصاب. انځور له ارشیف څخه.
افغانستان ـ په کابل کې یو افغان قصاب. انځور له ارشیف څخه.

په پلازمېنه کابل کې د ښاروالۍ له خوا د یو شمېر هغو قصابانو تر نیول کېدو وروسته، چې د خرونو او آسونو غوښې یې څرخولې، اوس یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د غوښې خوړل یې کم کړي دي. قصابان بیا وايي، پر دوی باید باور وشي، ځکه ټول قصابان یو ډول نه‌دي. دغه قصابان ځینې حل‌لارې او مشورې هم وړاندې کوي.

د کابل د څلورمې ناحیې یوه اوسېدونکې، زرغونه وايي: «له غوښې یې زموږ زړه تور کړی، څوک په چا اعتماد وکړي؟»

«له غوښې یې زموږ زړه تور کړی، څوک په چا اعتماد وکړي؟
زرغونه، د کابل د څلورمې ناحیې یوه اوسېدونکې

د دې په وینا، د هغو قصابانو تر نیولو وروسته، چې د خرونو او آسونو غوښې یې خرڅولې، اوس خپلو مېلمنو ته د چرگانو غوښه پخوي؛ هغه وړاندې وايي: «موږ خو مخکې هم ډېره نه خوړله، میاشت کې یو، دوه ځلې به مو اخیسته، خو اوس مو بېخي بنده کړې ده، مېلمه چې راشي د چرگ غوښه ورته اخلو.»

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ په همدې روانې وږي یا سنبلې میاشت کې په څلورمه امنیتي حوزه کې د څو تنو قصابانو د نیولو خبر ورکړ، چې د دوی په وینا، د خوسي او غويي د غوښې پر ځای یې د خرونو او آسونو غوښې څرخولې.

دغه خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخ ډول خپور شو او د خلکو غبرگونونه یې راوپارول.

د کابل د اوومې ناحیې یو اوسېدونکی خالد وايي، پخوا به یې له هر ځایه غوښه اخیسته، خو اوس یې یو باوري قصاب پیدا کړی دی او یواځې له همغه غوښه اخلي؛ دی زیاتوي: «کور سره مو یو قصاب دی، اوس یې یواځې له همغه څخه اخلم، له بل ځایه مې زړه نه مني چې غوښه واخلم، اندېښنه راسره وي چې دا به د څه شي غوښه وي.»

قصابان هم وايي، د دوی بازار د پخوا په پرتله یو څه سوړ شوی دی، خو دوی وايي خلک باید باور پرې ونه بایلي؛ ځکه چې ټول قصابان یو ډول نه وي. د کابل د اتمې ناحیې یوه قصاب، قدرت، ازادۍ راډیو ته د حلالو څارویو پر ځای د نورو څارویو د غوښې د پېژندلو لپاره ځینې حل‌لارې او مشورې هم وړاندې کړې.

ده ازادي راډیو ته وویل: «تر ټولو ښه حل‌لاره دا ده، چې دولت اجازه ورکړي کوم خوسی چې قصاب حلالوي، له څرمنې سره وي. د افغانستان په اکثرو ځایونو کې قصابي همداسې وه، خوسی به یې حلال کړ، نیم به په څرمنه کې و او نیم به له څرمنې راوتلی ځوړند و. غوښه هم پېژندل کېږي، ځکه غوښه بوی لري. دا کار چې چا کړی، داسې به و چې ارزانه یې خرڅوله، کوم هوټل یا دولتي ځای سره به یې حتماً قرارداد درلود. ارزانه پسې چې څوک گرځي، داسې کېږي. قصاب او دوکاندار سړی هېڅ‌کله غلطي نه‌کوي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دوی څارنه کوي او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې حرامه غوښه پر خلکو وپلوري.

د دې ښاروالۍ فرهنگي سلاکار نعمت الله بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، کوم قصابان چې دوی د خرونو او آسونو د غوښې د خرڅلاو په تړاو نیولي وو، هغه غوښه هم بازار ته نه وه وتلې: «هغه سرغړونه چې شوې وه، تاسې ولیدل چې په خپل وخت ورته رسېدنه وشوه او اجازه ورنه‌کړل شوه، چې غوښه بازار ته ووځي. ښاریان دې ډاډه وي، موږ څارنه کوو او چاته اجازه نه ورکوو چې داسې کوم عمل ترسره کړي، موږ ورته متوجه یو.»

د یادونې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د نورو حکومتونو پر مهال هم ورته موارد راپور شوي وو، خو د دوی د واکمنۍ پر مهال دغه لومړی ځل و. د خوسي غوښه نن سبا په افغانستان کې یو کیلو ۴۵۰ افغانۍ او د پسه یو کیلو تر ۴۸۰ افغانیو پورې خرڅېږي. مخکې یو شمېر کورنیو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله په میاشتو، میاشتو هم غوښه په دېگي کې نه‌شي اچولی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG