په پلازمېنه کابل کې یو شمېر ناروغان وایي، چې د ځینو درملو د کارونې ترخو تجربو، دوی په درملتونونو کې د دې درملو پر کیفیت بېباوره کړي دي.
د کابل یوه اوسېدونکې نفسیه، چې له اوږدې مودې راهیسې ناروغه ده، وایي چې د باکیفیته درملو د نهشتوالي له امله کله نا کله د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي؛ هغه زیاتوي: «په افغانستان کې ښه دوا نهشته. د پاکستان د دوا کیفیت د افغانستان له دوا سره ځمکه او آسمان توپیر لري. ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ خلک پور اخلي او د درملنې لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته ځي.»
د کابل یو بل اوسېدونکې نویدالله هم وايي، چې بېکیفیته او یا تاریختېره درمل د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي: «ځینې دواگانې چې له غیررسمي لارو افغانستان ته راځي، کېدای شي د اوږدې مودې لپاره تر سختې گرمۍ یا لمر لاندې پاتې شوې وي. که په پیل کې یې کیفیت ښه هم وي، وروسته یې له لاسه ورکوي. موږ په څلور سوه بستریز روغتون او د ولسوالیو په کچه لیدلي دي چې ناروغانو د تاریختېرو درملو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
په همدغه حال کې ځینې ډاکټران هم وایي، چې دا اندېښنې یواځې د ناروغانو تر برداشت پورې محدودې نهدي، بلکې د باکیفیته درملو کمښت او د ځینو بېکیفیته درملو شتون د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
یو افغان ډاکټر، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، دا مني چې بېکیفیته او تاریختېر درمل شته دي؛ دی وايي چې افغان ډاکټران د ناروغیو د تشخیص وړتیا لري، خو د باکیفیته درملو کمښت په افغانستان کې درملنه ستونزمنه کړې ده؛ وړاندې وايي: «نن که په افغانستان کې یوه ناروغي تشخیص شي، خو اړوند درمل یې موجود نه وي، ناروغ مجبوره کېږي چې بل هېواد ته ولاړ شي. باید د باکیفیته درملو پر برابرولو پانگونه وشي او د بېکیفیته درملو د داخلېدو مخه ونیول شي، چې ډاکټر وکولای شي ناروغ په ډاډ سره تداوي کړي.»
د پکتیا ولایت د یوه درملو واردوونکي شرکت کارکوونکي، چې ده هم نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، ستونزه یواځې واردات نهدي، بلکې د درملو د ساتنې شرایط هم مهم رول لري: «ډېر وخت هغه دواگانې چې واردېږي، په گودامونو کې د سختې گرمۍ له امله خپل کیفیت له لاسه ورکوي، یا د سختې یخنۍ له امله کنگل کېږي. دغه ډول درمل نه یواځې ناروغي نه ښه کوي، بلکې لا نورې ستونزې هم رامنځته کولای شي.»
د دې اندېښنو او ادعاوو په اړه مو وغوښتل چې د افغانستان د درملتونونو د اتحادیې نظر هم واخلو، خو کوم ځواب مو ترلاسه نهکړ.
همدارنگه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په وروستیو میاشتو کې څو ځله د بېکیفیته، قاچاق شویو او تاریختېرو درملو د راټولولو او له منځه وړلو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې د درملتونونو، وارداتي شرکتونو او د درملو د ساتنې د مرکزونو د پلټنې بهیر دوام لري.
په افغانستان کې د درملو د کیفیت په اړه اندېښنه نوې موضوع نهده او په تېرو کلونو کې هم د کورنیو او نړۍوالو ادارو له لوري څو ځله مطرح شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی دی، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم له جدي ستونزو سره مخ دی، چې د سرچینو کمښت، د روغتیايي خدماتو گډوډي او اړینو درملو ته د لاسرسي محدودیتونه پهکې شامل دي. هغه لاملونه، چې باکیفیته روغتیايي خدماتو ته د ناروغانو لاسرسی محدودولی شي.
روغتیايي کارپوهان ټینگار کوي، چې د درملو کیفیت یواځې د تولید له پړاو سره تړاو نهلري، بلکې د مناسبې تودوخې په شرایطو کې لېږد او ساتنه، د اکمالاتي لړۍ څارنه او د قاچاق مخنیوی هم د درملو د اغېزناکېدو په ساتلو کې اړین رول لري.
له همدې امله، په داسې یوه هېواد کې چې میلیونونه وگړي یې د درملنې لپاره پر روغتیايي خدماتو تکیه لري، متخصصان وایي چې د درملو پر بازار پیاوړې څارنه او خلکو ته د معیاري درملو د لاسرسي تضمین روغتیايي خطرونه کمولی او پر روغتیايي سېسټم د ناروغانو باور زیاتولی شي.