د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د اکټوبر او نومبر میاشتو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېر سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغانستان به خپلې ټولې سیالۍ له بنګلهدېش او زیمبابوې سره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.
لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبه ده چې د اکټوبر په نهمه پیلېږي.
له هغې وروسته به افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې له یو بل سره ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.
افغانستان به بیا د اکټوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
دواړه لوبډلې به وروسته په دوو ټېسټ سیالیو کې هم سره مخ شي چې لومړۍ یې د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دوهمهیې د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې دغه سیالۍ به د افغانستان لوبغاړو ته د لا ډېرې تجربې او سیالۍ کولو لپاره ښه فرصت برابر کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو لوبغالی نهدی اعلان کړی.