د آزادۍ راډیو همکار سلمین خپلواک د بلوچستان په ژوب کې د همداسې یوه افغان کور ته ورغلی دی او دغه راپور یې چمتو کړی دی؛
د بلوچستان په پښتونمېشته سیمه ژوب کې د قطب افاقي په نامه د یوه افغان کور ته ورغلي یو.
هغه که څه هم لسیزې کېږي چې جلا وطنه دی، خو په خپله کورنۍ کې یې د «هېواد»، «هلمند»، «زابل» او «بامیان» په نامه هلکان شته دي.
دغه پښتانه او له افغانستان سره تړلي نومونه د ژوب په داسې جغرافیه کې اېښودل شوي دي، چې له سیاسي پلوه یې ډېرې ټیټې هسکې ګاللې دي او یو وخت د بریتانیوي ښکېلاک یوه سیمه وه.
خو دا چې په دې سیمه کې له افغانستان او د هغه له جغرافیې سره تړلي نومونه ولې کارول کېږي؟ قطب افاقي یې په اړه وايي: «پخوانیو قامپرستو سیاسي ګوندونو کې هم زموږ خلک پاتې شوي وو. له افغانستان سره د مینې، د هغه د ښکلا او یا د هغوی له ښکلو نومونو سره د مینې له امله مې د کورنۍ پر ماشومانو دغه نومونه ایښي. زما د تره زوی د خپل زوی نوم 'بامیان' ایښی دی، یو یې 'زابل خان' نومېږي، یو 'هلمند خان' دی، نور بچیان یې 'مهمند'، 'هلمند' او 'میوند' دي او خور یې 'زابلنده' نومېږي.»
له افغان او افغانستان سره تړلیو زړهراښکونکو نومونو پسې کوټې ته راغلي یو.
کوټه هم د نولسمې زېږدیزې پېړۍ په وروستیو کې د بریتانیوي ښکېلاک تر ولکې لاندې راغله. د دوهیمې افغان – انګلیس جګړې او د ۱۸۷۹ز کال د ګندمک تر تړون وروسته کوټه، پشین او یو شمېر اړوندې سیمې تر بریتانیوي کنټرول لاندې راغلې.
خو د کوټې ځینې اوسېدونکي لا هم پر خپلو ماشومانو باندې له افغانستان او افغان تاریخي څېرو سره تړلي نومونه ږدي.
په کوټه کې یو اوسېدونکی سیاسي فعال فقیر خوشحال کاسي پر اولادونو د نوم کېښودلو په اړه داسي وايي: «زما د مشرې لور نوم 'ملاله' دی. بیا مې دوهیم زوی دی، چې پهخپله اولادونه لري او له پوهنتون څخه فارغ شوی دی، نوم یې 'استقلال خان' دی. بل ورپسې 'سالار خان' دی. درېیم زوی مې 'مرستیال خان' نومېږي. دوه واړه کشر اولادونه مې 'ارین خان' او لور مې 'مبارزه' نومېږي.د دغو نومونو یو پښتني او تاریخي پسمنظر شته، نو ځکه مې خوښ او انتخاب کړي دي، چې باید زموږ په وطن او ولس کې نور هم څرګند شي. ځینې داسې پردي کلتوري نومونه شته، چې د مذهب یا بل نامه لاندې غالب شوي دي؛ باید موږ بېرته خپل لرغوني نومونه را ژوندي کړو؛ نو دا د دې کار بنسټي مقصد و.»
په کوزه پښتونخوا کې کې هم اوس اوس د عربي نومونو په مقابل کې د سوچه پښتني نومونو د اېښودلو هڅه پیل شوې ده.
د ژوب اوسېدونکی او ملتپاله سیاسي مخکښ رضا محمد رضا هم په دې اړه خپل دلیلونه وړاندې کوي: «د دې اصل سبب وطنپالنه ده. قامي تحریک د شعور تحریک و. ډیورنډ کرښې موږ تقسیم کړي یو؛ هغو خلکو ته چې د کرښې هغې غاړې ته دي، ویل کېږي چې کابل ته به ګوري او محکوم افغانان به بلې خوا ته ګوري.
د دې په مقابل کې قامي تحریکونو په خلکو کې دا شعور خپراوه چې له خپل وطن سره تړاو ولرو. په دې کې د اتلانو نومونه دي، د ملي اتلانو نومونه دي او د وطن د سیمو نومونه دي. دا زموږ شهرت او زموږ تاریخي نومونه دي.
له کابل سره چې څومره مینه ده، له کندهار سره هم دومره مینه ده؛ له هلمند، پېښور او کوټې سره هم همدومره مینه ده. نو د قامي تحریکونو یوه فریضه دا وه چې دغه نومونه او دا تړاوونه هېر نهشي او زموږ په تاریخ کې ژوندي پاتې شي. موږ یو وطن یو، له آمو تر اباسینه.»
خو ډېر کله نوم اېښودل یواځې او یواځې د یوه کس په خوښه پورې نه تړل کېږي، بلکې د کورنۍ، ژبې، سیمې، تاریخ او کلتور ښکارندويي هم کوي.
استاد بخت نور ناصر، چې په لورلايي پوهنتون کې د سیاست استاد دی، د پښتني نومونو پر شالید او په دې سیمه کې د افغانستان له جغرافیې سره د تړلو نومونو په اړه آزادۍ راډیو ته داسې وویل: «د دې هدف دا دی چې له تاریخ سره یو نسبت جوړ شي، له خپل وطن سره اړیکه ټینګه شي او خپل تاریخ ژوندی وساتل شي. دا د انسان فطرت هم دی چې غواړي له یوه لرغوني شي سره خپل نسبت جوړ کړي او دا څرګنده کړي چې زه یو لرغونی تاریخ لرم؛ خو مهمه خبره دا ده چې دا ټول عمل باید په داسې چوکاټ کې وي، چې نه د نورو پر وړاندې کرکه پیدا کړي او نه د یوه قوم په زیان تمام شي. هره خبره باید د یووالي او مثبت فکر تر پولې پورې وي، ځکه هغه کار چې د یوه قام په زیان تمامېږي، هېڅ ګټه نهلري.»
د ماشومانو د نومونو ټاکل د کورنیو د مذهبي لومړیتوبونو، کلتوري شالید، ژبې او شخصي خوښې له مخې توپیر سره لري. په کوزه پښتونخوا کې ځینې کورنۍ عربي نومونه غوره ګڼي، په داسې حال کې چې ځینې نورې کورنۍ بیا د خپلې ژبې، سیمهییز کلتور او تاریخي جغرافیې له مخې نومونه ټاکي. د نومونو دغه بېلابېل انتخابونه د سیمې د ټولنیز، سياسي او کلتوري ژوند یوه برخه ده.