«څه ښې ورځې وې! خلکو به هره ورځ او هره شپه زه خپلو محفلونو ته بللم، خو اوس داسې حالت دی چې سهار له خوبه راپاڅم، نو فکر کوم چې دوه ډوډۍ به له کومه پیدا کړم، غرمه چې شي نو بیا په دې اندېښنه کې یم، چې خدایه څه به پخوو او څه به وخورو.»
دغه د افغانستان یو سیمهییز سندرغاړی دی؛ د هغو کلونو یادونه کوي، چې هنر یې هم شوق و او هم کسب. خلکو به خپلو مجلسونو ته ورغوښت او د ده ساز او سندرې ډېرو خلکو اورېدې.
هغه نږدې نیمه پېړۍ له سندرو، ساز او موسیقۍ سره تېره کړې ده، خو اوس یې تر ټولو ستره اندېښنه د شعر او سندرې انتخاب نهدی، بلکې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کول دي.
ده، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، آزادۍ راډیو ته وویل: «زه په څلورو ژبو سندرې وایم. زما یواځېنی هدف شعر او ادب و او زما لار هنر او موسیقي وه. ۴۵ کاله مې د هنر، ادب، کلتور او موسیقۍ په برخه کې خدمت کړی او ۳۰ کاله مې په ملي راډیو تلوېزیون کې دنده تر سره کړې ده. زما ژوند همداسې تېر شوی دی.»
دی زیاتوي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو او پر موسیقۍ باندې تر بندیز وروسته یې ژوند بدل شوی دی. اوس بېکارۍ او د ژوند د لگښتونو اندېښنې د هغو ورځو ځای نیولی دی، چې موسیقي یې د عاید سرچینه وه: «یوه ورځ مې مېرمنه راغله او ویې ویل چې یواځې وریژې لرو، څه پخوو؟ ما ورته وویل شوله پخه کړه. هغې وویل غوړي، پیاز، کچالو او روب نهشته، شوله څنگه پخه کړم؟ زه په فکر کې شوم او بیا مې وویل، نو ډوډۍ او چای به وخورو.»
دغه سندغاړی وایي، که څه هم تر دېرشو کلونو رسمي دولتي دندې وروسته تقاعد شوی دی، خو په تېرو پینځو کلونو کې ورته د تقاعد حقوق نهدي ورکړل شوي. له همدې امله اړ دی چې د ژوند د لگښتونو د برابرولو لپاره په کار پسې وگرځي، خو په دغه عمر او شرایطو کې ورته د کار موندل ډېر سخت دي او په دې برخه کې هڅو، ستړیا او بېوسۍ څو څو ځلې ژړولی دی؛ دی زیاتوي: «پر موټرسایکل سپور شوم چې ولاړ شم، ومې لیدل چې تېل نه لري او بند شو. همداسې روان وم، سترگې مې له اوښکو ډکې شوې. شاوخوا پنځوس متره چې لاړم، نوره مې لاره نهشوه لیدلای. په خپله لمنه مې اوښکې پاکولې، خو زړه مې دومره ډک و، چې اوښکې مې نه درېدلې.»
یواځې دغه سندرغاړی داسې له ستونزو ډک ژوند نهلري؛ یو بل سیمهییز سندرغاړی هم په ورته شرایطو کې ژوند کوي او وايي، چې د احتمالي امنیتي گواښونو تر څنگ له سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او گرېوان دی.
ده هم چې د امنیتي ستونزو له وېرې یې نوم یادول نه غوښتل، وویل: «زما په شان سلگونه نور هنرمندان هم په افغانستان کې شته چې په بېوزلۍ او له ستونزو ډک ژوند کې شپې او ورځې تېروي. که د سهار ډوډۍ ولرو، د شپې نه لرو او یا برعکس. اړ یو چې پور واخلو. تر دې لا بده دا ده چې کله د مرستې لپاره چا ته ورشو، لکه سوالگر. دا چې هغه څوک مرسته کوي که نه، بېله خبره ده، خو پهخپله هنرمند له سخت رواني فشار سره مخ کېږي.»
د دغو هنرمدانو کیسه د هغو وگړو د ژوند انځور دی، چې تر کلونو کلونو هنري فعالیت وروسته نن پر سټېج باندې نندارې ته د خپل هنر د وړاندې کولو پر ځای خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ د موندلو لپاره مبارزه کوي.
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې موسیقي منعه شوه. طالبان موسیقي ناروا بولي او د خپرېدو او اجرا اجازه یې نه ورکوي.
هغوی څو ځله له رسنیو غوښتي دي، چې موسیقي خپره نهکړي او ډېر ځله یې د موسیقۍ الې ماتې کړې او سوځولې هم دي. همدارنگه ځینو هنرمندانو دا ادعا هم کړې ده، چې د طالبانو ځواکونو ورسره ناسم چلند کړی دی.
دغه بندیز د هغو هنرمندانو او سندرغاړو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، چې کلونه یې د موسیقۍ له لارې روزي گټله.
ځینو له خپلو هنري فعالیتونو لاس اخیستی دی، ځینې له هېواده وتلي او گاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي، خو هلته هم له اقتصادي ستونزو، د اقامت له مشکلاتو او د کډوالۍ له سختیو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کلتوري او هنري برخې ځینې فعالان، چې له هېواده د باندې ژوند کوي وايي، چې د افغانستان دننه د هنرمندانو وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري او نړۍوالې ټولنې یې تر اوسه کافي ملاتړ نهدی کړی.
د دغو فعالانو له ډلې شاهپور صداقت، آزادۍ راډیو ته وویل، چې افغان هنرمندان عملي ملاتړ او اقداماتو ته اړتیا لري او د زدهکړو او ملاتړو پروگرامونو تر څنگ باید ورته د کار رښتوني فرصتونه هم برابر شي: «لومړی باید د هغو کډوالو لپاره چې په افغانستان کې دننه یا د مهاجرت پر مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، مالي مرستې او بېړني صندوقونه جوړ شي. وروسته باید د کار واقعي فرصتونه ورته برابر شي، لکه د فیلم او موسیقۍ انلاین تولید، د مجازي نندارتونونو او کنسرټونو جوړول، د اثارو ژباړه او پلور او له افغانستانه بهر هنرمندانو سره گډې پروژې.»
خو دغه وړاندیزونه به هله عملي شي، چې د افغان هنرمندانو ملاتړ وشي او د هغوی د فعالیت د غځېدنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.
د هغو هنرمندانو لپاره، چې د خپل عمر ډېره برخه یې له موسیقۍ سره تېره کړې ده، پر ساز او سندرو باندې بندیز د دندې د پای ته رسېدو په معنی دی، خو تر څنگ یې د عاید د سرچینې د بایللو معنی هم لري او هم د ژوند د لگښتونو د برابرولو لپاره د نویو او له ستونزو د ډکو هڅو پیل.