د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۸

له فشارونو تر روږديتوبه؛ د «ټابلېټ کا» د کارونې کیسې

انځور له ارشیف څخه: پولیسو د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۷مه، په لغمان ولایت کې «تابلېت کا» کشف او ضبط کړي.
انځور له ارشیف څخه: پولیسو د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۷مه، په لغمان ولایت کې «تابلېت کا» کشف او ضبط کړي.

یو شمېر افغان ځوانان وايي، بېکاري، بېوزلي، کورني فشارونه او د راتلونکي په اړه بې‌باوري د دوی پر رواني وضعیت اغېز کړی او ځینې یې د «تابلېت کا» په نوم ګولیو کارولو ته مخه کړې ده. ډاکټران خبرداری ورکوي چې د دغو ګولیو دوامداره کارول روږديتوب او جدي رواني او عصبي ستونزې رامنځته کولای شي.

یو ځوان چې په کابل کې اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي د دې ګولیو د کارولو تجربه لري.

هغه وايي: «حقیقت کې یوه اکتسابي خوښي ده چې انسان ځان پرې تېر باسي او فکر کوي چې زه دا استعمالوم نو له غمونو او ستونزو به خلاص شم.»

نوموړی وايي، د ګولیو کارول یې هغه مهال پیل کړل چې بېکاري، بېوزلي او د ژوند نور فشارونه پرې زیات شول. «د دې تابلیت د کارونې پیل هم د بېکارۍ، بېوزلۍ او فشارونو له امله و، درې کاله کېږي چې بېکاره او بې برخلیکه یم، د کورنۍ اقتصادي ستونزې او فشارونه زما پر غاړه وو، او د ناسمو خلکو ملګرتیا هم د دې تابلېت په اعتیاد کې رول درلود.»

هغه وايي څو ځله یې هڅه کړې چې د دې ګولیو کارول پرېږدي «یو ځل نه، دوه او درې ځلې نه بلکې ما ځلونه هڅه کړې چې د تابلیت کا له کارونې ډډه وکړم، ځان سره مې قسم وکړ، ځکه چې څوک روږدی وي، ټولنه کې ورته د حقارت په سترګه کتل کېږي، له دې امله نه غواړم څوک خبر شي یا مې کورنۍ پوه شي.»

هغه د «تابلېت کا» اسانه لاسرسی هم د کارونې د زیاتېدو له لاملونو بولي.

«تابلېت کا ته لاسرسی ډېر اسانه دی، فکر وکړئ لکه اوړه چې له بازاره اخلئ، هغه لا سخته او جنجال یې ډېر دی خو د تابېلت کا پېر او پلور ډېر اسانه دی، هره یوه دانه یې تر ۲۵۰ افغانیو پلورل کېږي.»

اندېښنې یوازې د دې ګولیو تر کاروونکو محدودې نه دي. ځینې کورنۍ وايي، په لومړیو کې ورته دا ستونزمنه وي چې پوه شي اولادونه یې دغه ډول ګولۍ کاروي.

د کابل ښار اوسېدونکې فاطمه وايي، د یوه ځوان د چلند بدلون ښايي په لومړي سر کې کورنۍ ته د رواني یا صحي ستونزې په څېر ښکاره شي.«ځینې کورنۍ اصلا نه پوهېږي، فکر کوي چې اولاد یې کومه ناروغي لري، ځکه ډېره غوسه کوي، بې حوصلې وي، او دا ګولۍ نه کوم بوی لري، نه لوګی لري چې کورنۍ پرې پوه شي، ځوانې نجونې او هلکان او ان ماشومان یې کاروي او دولت باید قیودات او یو قانون وضع کړي چې نور دا ونه کارول شي.»

ډاکټران وايي، د دغو ګولیو دوامداره کارول د روږديتوب لامل کېدای شي او د ناڅاپي پرېښودو په صورت کې د عصبي او رواني ستونزو خطر هم شته.

ډاکټر حسب‌الله نجیب ازادي راډیو ته وویل:«دا ګولۍ چې په دوامداره توګه وکارول شي، د روږدي کېدو سبب یې ګرځي، او معتاد کس د هرې ورځې په تېرېدو لوړ ډوز کاروي، که قطع شي، د حافظې او اعصابو د مختل کېدو، د تمرکز نشتون، ناارامۍ، د شدید اظطراب، د وهمونو او سایکوز لامل یې کېږي.»

ازادي راډیو هڅه وکړه د «تابلېت کا» د پلور او کارونې د مخنیوي په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو نظرونه ترلاسه کړي. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.د طالبانو حکومت پولیس بیا وخت ناوخت د دغو ګولیو د کشف او ضبط او په تړاو یې د یو شمېر کسانو د نیولو خبرونه خپروي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې خپور شوی، په افغانستان کې د نارینه‌وو ترمنځ چرس تر ټولو ډېر کارېدونکي مخدره توکي دي.

د راپور له مخې: افغانستان کې د نشه یې توکو کارونکي تر پخوا ډیر غیر طبعي نشه اې توکي کاروي.

۴۶ سلنه چرس،
۱۹ سلنه تریاک،
۱۱ سلنه «تابلېت کا»
او ۷ سلنه میتامفیتامین یا کرسټال شیشه کاروي.

دغه سروې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شوې او ګډونوالو بېوزلي، بېکاري او اقتصادي ستونزې د مخدره توکو د تکراري کارونې له اصلي لاملونو بللي دي.

ملګري ملتونه وايي، د مخدره توکو کاروونکو لپاره د درملنې خدماتو ته لاسرسی هم له ستونزو سره مخ دی.د معلوماتو له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه د درملنې مرکزونه یوازې نارینه‌وو ته خدمات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۷ سلنه مرکزونه په ۳۲ ولایتونو کې ښځینه روږدو ته د درملنې خدمات لري.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر یوه چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې بڼه بدلېږي او د دودیزو مخدره توکو ترڅنګ د «شیشې» او «تابلېت کا» په څېر مصنوعي موادو کارول مخ په زیاتېدو دي.

د ځوانانو، کورنیو او ډاکټرانو څرګندونې ښيي چې د مخدره توکو د کارونې د مخنیوي لپاره یوازې قانوني اقدامات بسنه نه کوي؛ بېکاري، فقر، اقتصادي فشارونه، مخدره توکو ته اسانه لاسرسی او د درملنې محدود امکانات هم د دې ستونزې مهم اړخونه دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG