د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۳

له نړیوال فوټباله د لیونل مسي خدای پامانی؛ د ارجنټاین بې جوړې لوبډلمشر چې ټول ممکنه لیګونه او کپونه یې وګټل

لیونل مسي - نړیوال جام کې
لیونل مسي - نړیوال جام کې

د فوټبال یوه پيژندل شوي ستوري لیونل مسي له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.

هغه دوشنبه ناوخته په خپله انسټاګرام پاڼه د یوه لیک په خپرولو ویلي چې:

دا یوه سخته پرېکړه وه او زه یې ډېر متاثره کړم مګر پوهېږم چې وخت یې و. زه قسم خورم چې هر څه مې په وس کې و ومې کړل نه یواځې وروستیو کلونو کې چې هر څه موږ ګټل، بلکې تر هغه مخکې
لیونل مسي

هغه ویلي چې د ارجنټاین لپاره یې ډېرې هڅې وکړې او اوس غواړي نویو ځوانانو ته چانس ورکړي.

لیونل مسي ۳۹ کلن دی او په ۲۰۰۵ کال کې یې د ارجنټاین لپاره ملي لوبې پیل کړې.

دی د ارجنټاین لپاره په شپږو نړیوالو جامونو کې ولوبېد.

د ده په لوبډلمشرۍ ارجنټاین په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال نړیوال جام هم وګاټه.

په ۲۰۲۶ کال کې یې هم له فاینل پرته نورې ټولې لوبې د خپل ټیم لپاره وګټلې او په دې هیله و چې له نړیوال فوټباله مخه ښه د یوه بل نړیوال جام په ګټلو سره وکړي.

خو هغسې ونه شول چې ده یې تمه کړې وه ځکه په فاینل کې هسپانیه یو پر صفر مخکې شوه او نړیوال جام یې وګاټه.

دی چې یو وخت په چټکو منډو، بې ساري تخنیک او ګول وهلو مشهوره و په ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې نسبت پخوا ته ارامه ولوبېد.

خو له دې سره سره وتوانېد د ټول نړیوال جام دویم غوره ګول وهونکی شي او اته ګوله یې ترسره کړل.

ده همداراز د خپل ټیم لپاره د څو بریاوو په ترلاسه کولو او د ټیم په انسجام او جوړښت کې خورا ښه رول ولوباوه.

تر نړیوال جام وروسته د هغه پلار هم ومړ چې دی یې څه وخت له لوبو او فعالیته لرې وساته.

لیونل مسي د ارجنټاین لپاره په ۲۰۷ نړیوالو لوبو کې ۱۲۵ ګولونه وهلي دي.

لیونل مسي چې په ملي ټیم ارجنټاین سربېره د نړۍ په ډېرو مشهورو کلبونو له هغې ډلې کلونه کلونه بارسلونه، پاریسنټ جرمن او دمګړۍ له څو کلونو راهیسې په انټرمیامي کې لوبېږي د نړۍ له ډېرو مخکښو لوبغاړو یو دی.

د ده بله لویه کارنامه اته واره د «بالون دې اور» یا د طلايي توپ د غوره فوټبالر جایزې ګټل دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG