"د ماشومانو کاروان" مجله تازه په کاناډا کې د مېشتو یو شمېر جلاوطنه افغانانو له خوا خپره شوې ده.
د دغې مجلې مسوول مدیر شفیع اتل "د ماشومانو کاروان" په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«موږ درې ـ څلور کسه نېږدې دوستان سره راټول شوو او په دې باندې مو فکر وکړ، چې په اوسني وضعیت او اوسنیو شرایطو کې، چې په افغانستان کې دا شان حالات روان دي او له بده مرغه د ښوونځیو او ښوونې او روزنې کیفیت ښه نه دی، څه کولای شو؟ څنګه کولای شو چې رغنده رول ولوبوو؟ په لومړي ګام کې مو دغه هدف وټاکه چې پر مجلې کار پیل کړو.»
په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځول شوې دي او د هلکانو د زده کړو پراخوالی او کیفیت هم ښه نه دی بلل شوی.
تېر میلادي کال له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق «یونیسف» ویلي وو، چې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو تر څنګ د هلکانو په ښوونځیو کې د نوم لیکنې بهیر هم پڅ شوی دی.
دغه صندوق دا هم ویلي وو، چې افغانستان د نړۍ په کچه د تعلیم او زده کړې له یو سخت ناورین سره مخ دی او دې هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه ان ساده متن نه شي لوستلی.
"د ماشومانو کاروان" مجله، چې رنګه او مصوره ده، ټول ۶۱ مخونه لري.
دا چې څه ډول مطالب په کې خپاره شوي، ښاغلي اتل یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
د ماشومانو کاروان مجله موږ په درېوو ژبو خپروو؛ پښتو، دري او ازبېکي. موږ په هغو مطالبو باندې ډېر تمرکز کړی دی چې وکولای شي ماشومانو ته په فکري او ذهني لحاظ وده ورکړيد ماشومانو کاروان مجلې مسوول مدیر شفیع اتل
ښاغلی اتل وايي، "د ماشومانو کاروان" مجله د اوس لپاره په هرو درېوو میاشتو کې یو ځل خپرېږي. نوموړی زیاتوي، که چېرې دوی امکانات تر لاسه کړل، نو په کاغذي ډول به هم دا مجله چاپ او تر افغان ماشومانو ورسوي: "مجله اوس په ډېجیټال بڼه موږ خپره کړې ده، خو که له مالي اړخه موږ څه امکانات پیدا کړو یا یې ولرو، نو حتماً به دا مجله چاپ کړو."
دی وايي، اوس مهال د دې انلاین مجلې ډېرې لګښتونه دوی خپله پرې کوي.
"د ماشومانو کاروان" مجله پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته داسې مهال خپرېږي، چې په هغه هېواد کې په ټوله کې، په ځانګړي ډول ماشومانو ته د خپرونو په برخه کې جدي تشه موجوده ده.
مخکې دوی ته وخت په وخت د کمکیانو انیس، اکوبکو، باغچه، تربیت، نونهالان او یو شمېر نورې مجلې چاپېدې، چې بېلابېل بوختوونکي، ښوونیز او روزنیز مطالب به په کې شامل وو.
د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور نشراتي مسوول، لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان، چې "د ماشومانو کاروان" مجله یې لوستې، په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
زما په نظر د وطن د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده. ما یې ټول مطالب ولوستل، ډېر خواږه او ډېر صمیمانه وو، د ماشومانو په ژبه وو او د ماشومانو لپاره ډېر عالي پیغامونه په کې ووپیرمحمد کاروان
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د چاپېدونکو مجلو یوه لویه ستونزه د مطالبو کمښت هم و، ځکه د ماشوم د ادب په برخه کې ځانګړي لیکوالان کم دي او دې برخې ته ډېر پام نه دی شوی.
د ماشوم د ادبیاتو کور چې په ۱۳۹۱ لمریز کال د ماشومانو د ادبیاتو د یو شمیر لیکوالو له خوا جوړ شوی او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دی، مخکې غوښتنه کړې وه چې د ماشوم ادبیات باید د افغانستان د ټولو دولتي پوهنتونونو د ادبیاتو او ښوونې او روزنې په تدریسي پروګرامونو کې شامل شي، په دې برخه کې سیمینارونه جوړ او لیکوالان وروزل شي.