د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۹

سره له دې چې هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، ولې ګڼو هیوادونو ورسره تعامل ته دوام ورکړی؟

د چارو یو شمېر شنونکي وایي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو سختدریځو پالیسیو او تګلارو پر نه بدلون سربېره، له ځینو هېوادونو سره د ډیپلوماټیک تعامل د پراختیا لپاره سیاسي او قونسلي استازولۍ فعالې ساتلې دي.

په داسې حال کې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو کې له پراخې نړیوالې انزوا سره مخ وو، اوس په تدریجي ډول د سیمې او نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره خپل سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل پراخوي.

خو د چارو ځینې پوهان او پخواني افغان ډیپلوماټان دا تعاملات د هېوادونو د ځینو ځانګړو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو، امنیتي اندېښنو او اقتصادي ګټو پر اساس بولي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفیرې شکریې بارکزۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو تعاملات د هغوی مجبوریت دی، خو په افغانستان کې د روان وضعیت د بدلون لپاره ګټه نه لري:

«د سیمې هېوادونه خو د خپل امنیت او سوداګرۍ لپاره طالبانو سره مجبور دي چې همکاري وکړي،او دا همکاري د مجبوریت یوه بڼه ده، او دا چې دا اړیکې د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز، بشري د پرمختګ سبب وګرځي، زه فکر نه کوم، ځکه طالبان نړیوالو اصولو ته هېڅ ژمنتیا نه لري، او اوس چې افغانستان کومې انزوا سره مخ دی، دا طالبانو ته نه بلکې په مستقیمه توګه د افغانستان خلکو تاوان رسوي.»

مېرمن بارکزۍ: د سیمې هېوادونه د خپل امنیت او سوداګرۍ لپاره له طالبانو سره مجبور دي چې همکاري وکړي

مېرمن بارکزۍ ټینګار کوي چې تر اوسه د نړیوالو په ځانګړې توګه طالبانو سره د اړیکې لرونکو هېوادونو بهرنیو سیاستونو د دوی د پالیسیو پر بدلون هېڅ اغېز نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت څو باخبرو او ډیپلوماټیکو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو په موخه یې یو شمېر هېوادونو کې د سفارتونو او قونسلي خدمتونو لپاره تېرو پنځو کلونو کې کابو خپل ۲۴ استازي د «سفیر، شارژدافیر او منل شوي ډیپلوماټ» په چوکاټ کې استولي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له الجزیره سره په هغه مرکه کې چې د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه خپره شوې، ویلي چې دا مهال دوی له ۴۰ زیاتو ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره اړیکې لري خو په خبره یې، دا ټول د سفیر په کچه نه دي.

د طالبانو د حکومت په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بیا ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم دوی په دې موده کې د دې استازولیو خپلول لویه لاسته راوړنه بولي خو زیاته یې کړه چې د ډیپلوماټیک حضور پراخېدو یې د دوی د حکومت په رسمیت پیژندلو کې کومه ګټه نه ده کړې.

د یادونې ده چې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې رسماً د ۲۰۲۵ کال په جولای کې په رسمیت وپېژانده، خو له هغه وروسته سره له دې چې ځینې هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماټیک تعاملات لري خو تر اوسه کوم بل هېواد د دوی د حکومت د رسمیت پیژندنې دا ډول اعلان نه دی کړی.

په سیمه او نړۍ کې د امنیت او بېلابېلو جنګي ډلو ځینې افغان څارونکي بیا په دې باور دي چې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو تعامل او اړیکې د هغوی د استخباراتي اهدافو او د خپلو وګړو د خوندیتوب پر بنسټ دي.

له دې ډلې د سولې او جګړې د مطالعاتو په مرکز کې څېړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته وویل:

«طالبانو چې هر چېرې یو دیپلومات استولی فکر کوي چې ګویا دا د رسمیت پیژندنې لپاره یې لویه لاسته راوړنه ده، خو زه یې داسې نه ګڼم، یو شمېر کوربه هېوادونو چې د طالبانو استازي منلي، هغه د دې لپاره چې طالبان یې استازو ته کابل کې د حضور اجازه ورکړي،ځکه طالبانو به د ځینو هېوادونو وګړي نیول، یا به یې قراردادونه ورسره نه کول، دا دې هېوادونو سره په کابل کې د استخباراتي معلوماتو له راټولو سره مرسته کوي، که داسې ونه شي دوی ته د دې معلوماتو راټولو کې خلا جوړېږي.»

ښاغلی اعظمي وایي د افغانستان په خاوره کې د داعش خراسان، القاعده او نورو وسله والو ډلو شتون د سیمې هېوادونه دې ته اړ کړي چې، که له طالبانو سره موافق نه هم وي، له هغوی سره د امنیتي اړیکو یوه لاره پرانیستې وساتي.

د طالبانو او بهرنیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخېدو کې د افغان کډوالو موضوع هم مهم رول لري.


ایران، پاکستان، جرمني او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د ناقانونه کډوالۍ د کمولو په برخه کې له کابل سره خبرو ته اړتیا لري.

ځینې افغان پخواني دیپلوماتان او د چارو شنونکي وایي چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره د اروپايي هېوادونو هڅې طالبانو ته د دې فرصت ورکوي چې له لویدیځو دولتونو سره مستقیم تعامل زیات کړي.

خو ټینګار کوي چې دا اړیکې په افغانستان دننه بشري وضعیت په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د عادي ښودلو له خطر سره مخ کوي.

له دې ډلې په کاناډا کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان سفیرې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته وویل:

«طالبانو د افغان ښځو اړوند ټول مشروع حقونه محدود کړي او ښځې مطلقې انزوا کې ژوند کړي،نو لوی خطر دا دی چې نړیواله ټولنه افغانستان کې حاکم وضعیت نورمال ونه ګڼي، او د دوی (طالبانو) کورنۍ کړنې یې ونه بولي،بیا ممکن طالبان هم په دې فکر وي چې موږ له نړیوالو سره تعاملات لرو نو موږ کومو داخلي بدلونونو ته اړتیا نه لرو، چې دا یو تهدید دی، په دې هیله چې نړیواله ټولنې ورو ورو په دې برخه کې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي.»

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار، له محرم پرته پر سفر، عامه ژوند او ګڼو نورو برخو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (یو ان ومن) د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه یوه راپور کې وویل چې دوی له خپلې واکمنۍ راهیسې تر یادې میاشتې د ښځو اړوند له سلو ډېر فرمانونه ورکړي چې په ټکو یې، دغو محدودیتونو د ښځو پر ورځني ژوند، تعلیم، کار، عدالت ته د لاسرسي او خوندیتوب په برخه کې منفي اغېز کړی دی.

له بلې خوا د نړیوالو چارو ځینې پوهان بیا وایي په هغه صورت کې د طالبانو روان بهرنی سیاست مثبته پایله ورکولای شي چې په هېواد دننه د خلکو حقونه ورکړي، ټولګډونه حکومت جوړ کړي او په نړیوالو چارو کې د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې اصول رعایت کړي.

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«نړۍ اوس یو کلی ګرځېدلی، او کله چې ته په دې کلي کې اوسېږې نو ته باید د نړۍ غوښتنې او هغوی ستا ومني، په دې تېرو سل یو نیم سل کلونو کې چې معاصر سیاست رامنځته شوی، ملګري ملتونه، نړیوال ائتلافات او ادارې جوړې شوي، خپل اصول لري، یو یې د ښځو حقونه، د هغوی تعلیم او د ټولشموله حکومت جوړول دي،نو که دوی رسمیت پیژندنه او سفارتونه غواړي، خو نړیوال اصول نه مني، فکر کوم چې دا بیا ستونزمنه ده.»

د ښاغلي خادم په خبره، افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا، ایران، چین او منځني ختیځ ترمنځ پروت هېواد دی چې د رېل پټلۍ، ترانزیټي دهلیزونو، انرژۍ، کانونو او سوداګرۍ پروژې کولای شي د سیمې هېوادونو ته ترې اقتصادي ګټې ورسوي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې دا چې په خپلو پالیسو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د محدودیتونو اړوند پالیسو کې یې بدلون نه دی راوستی بلکې ورځ تر بلې یې په دې اړه فرمانونه زیات کړي دي.

دوی دغه شان دې موده کې د نړیوالو، افغانانو او ملګرو ملتونو د مکرر غوښتنو سربېره یې لا هم ټولشموله حکومت نه دی رامنځته کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG