د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

په مړه پسې د درېیمې ورځې، د جمعې د شپو، د څلوېښتۍ او تلین خیراتونه؛ هغه مراسم چې د متوفا کورنۍ تر فشار لاندې راولي

په ډېری اسلامي هیوادونو او ټولنو کې، د يو شخص له مړينې وروسته مراسم ترسره کېږي، چې په خپل منځ کې ځینې تفاوتونه لري.

د کابل ښار یو اوسېدونکی میرویس وايي" صدقه خو هر وخت خلک کولی شي چې خپلو مړو ته یې وکړي خو په دې ډول نه لکه اوس چې موږ او تاسي رواجونه لرو. "

دی همداراز وايي په خاصو ورځو د خیراتونو مخالف نه دی، ځکه ځیني ورځې مبارکې ورځې وي چې که خیرات په کې وشي د ده په باور ښه دی، خو زیاتوي چې د ډیرو لویو راټولوېدنو پلوي نه دی، چې له امله یې د متوفا کورنۍ په تکلیف او یا ډیره زیانمنه شي:

" فقط هدف دا دی چې هلته ختم قران عظیم الشان وشي، جمعه‌ګي په دې مانا نه ده چې دا ورځ تعین شوه، په دې ورځ دې ګڼه ګوڼه جوړه وي. چون تازه جنازه تیره شوې وي، د دې لپاره چې لږ تسلي هم شوې وي او روح ته یې خلک دعا وکړي، او هغه څوک چې ختم کوي هغوی ته یوازې یوه عصریه، یو چای تیار کړي. "

د ننګرهار اوسیدونکی محمد صادق هم په ورته نظر دی:

"د جمعې شپه دا په شریعت کې نشته، هره د جمعې شپه د متوفا کورنۍ ۷۰ تر ۸۰ کسانو ته ډوډۍ تیاروي، دغه رواجونه که له منځه ولاړ شي، کور والا دې نه په تکلیفوي، دا بې ځایه مصارف او لګښتونه دي. "

د جمعې شپه هغه دود دی چې له مړينې وروسته تر څلویښتۍ پورې پرله‌پسې د جمعې په شپو د متوفا د کورنۍ له خوا ترسره کېږي. د کورنۍ غړي او خپلوان راټولېږي، قران کريم تلاوت کوي، دعا کوي او د خوړو يا صدقې انتظام هم کوي.

له دې علاوه د درېيمې ورځې، د څلویښتۍ او تلین خیرات هم شته.

په دې مراسمو کې هم د قران کريم تلاوت، دعاګانې او د مېلمنو لپاره د خوړو برابرول شامل وي. د دې رواجونو پلويان باور لري چې د قران تلاوت او صدقه د متوفا روح ته ثواب رسوي او د هغه د مغفرت سبب به شي.

دوی وايي، که څه هم له اقتصادي اړخه ښايي د ځینو لپاره سخته وي خو په خبره یې د خپلوانو او دوستانو په راټولیدنې سره د متوفا کورنۍ ته ډاډګیرنه کېږي او هغوی په یو ډول د غم له هغه سخت حالت نه راوځي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی رستم سعادتي دا هم وايي، که دا مناسبتونه که څوک له پامه غورځوی نو خلک ورپورې خاندي:

" زموږ په فرهنګ کې دا موضوعات مدغم شوي دي، لکه د درېیمې خیرات، څلور جمعې، څلویښتي، که نه یې کوې خلک درپورې خاندي، کې یې کوې، نو ته دې موضوع ته رشد ورکوې."

د اسلامي علماوو ترمنځ په دې اړه بېلابېل نظرونه شته. ډېری علماء د دعا، ذکر او قران تلاوت اصل مشروع ګڼي، خو د درېیمې خیرات، د جمعې شپې يا بلې کومې ځانګړې ورځې ټاکل د دين لازمي برخه نه بولي.

دوی استدلال کوي چې د حضرت محمد (ص)، صحابه وو او لومړنيو مسلمانانو په زمانه کې داسې ځانګړي مراسم نه وو ترسره شوي.

دیني عالم مولوي شهید خطیبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دعا، صدقه، مړي ته د بښنې غوښتل او خیرات دا هیڅ ستونزه نه لري، او ښې چارې بلل شوي، خو د دې مراسمو لپاره د خاصو ورځو ټاکل په دې برخه کې کوم څرګند دلیل نشته:

" زما په اند مشکل په دعا او خیرات کې نشته، ستونزه دا ده چې یو خاص زمان له شرعي دلیل پرته د لازمو دیني یا فضیلت لرونکو مراسمو په نوم تعینوو، لکه اوس چې معمول دي، یو کورنۍ چې خپله په غم او مصبیت کې ده، لسګونه او ان سلګونو کسانو ته ډودۍ چمتو کوي. "

ښاغلی خطیبي زیاتوي، چې برعکس تر دریوو ورځو پورې د متوفا کورنۍ ته د خوړو وړل دا سنت طریقه ده.

د یادونې ده، افغانستان کې یوازې په غمونو کې نه بلکې په ښادیو کې هم داسې رواجونه حاکم دي، چې ټول منلي نه دي او په اړه یې پراخ انتقادونه موجود دي.

هغه چې خلکو رامنځته کړي او خپله خلک یې باید له منځه یوسي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG