د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۸

له مبایلونو د خلکو بې حده استفاده؛ زیاتېدونکې روږدتیا او راولاړې شوې ستونزې

د یوه افغان ځوان له خوا د مبایل کارول - عکس پخوانی دی
د یوه افغان ځوان له خوا د مبایل کارول - عکس پخوانی دی

نن سبا ګرځنده تیلفونونه د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه ګرځېدلي دي. د اړیکو نیولو، معلوماتو ترلاسه کولو او تفریح لپاره ترې پراخه استفاده کېږي، خو یو شمیر شکایت کوي چې له موبایلونو زیاتې استفادې د ټولنیزو اړیکو پر کیفیت او نزاکتونو منفي اغېز کړی دی. 

د کونړ ولایت اوسېدونکې لطیفه سالارزۍ وايي، ډیر موده ورسته خپلو دوستانو کره په مېلمستیا ولاړه، خو هلته له داسې یو چلند سره مخ شوه چې په خبره یې، په خپل تګ بیا پښېمانه وه:

هغه پخوانۍ مینه او محبت چې له دوی مونږ تمه درلوده، لس فیصده هم نه وه پاتې
د کونړ ولایت اوسېدونکې لطیفه سالارزۍ

«دوستان مو وو، ډیر پخواني دوستان، خپلوي مو سره لرله، زنګونه یې راوهل چې تاسې مونږ کره نه راځئ، راشئ کیسې به سره وکړو، پخواني یادونه به تازه کړو، مونږ هم موټر ونیوو او ولاړو، خو هلته د دې پر ځای چې مونږ خپلو کې سره کیسې وکړو، هر یو مې چې کتلو د کوټې کنج کې ناست موبایل کاروي، خپه شوم په خدای، یوازې دا نه وه چې دوی مونږ ته مېلمستیا وکړه په هغې مونږ خوشحاله شوو، داسې هم نه چې دا د موبایل ګناه ده او موبایل انسانان یو له بل جلا کړي دي، دا خپله زمونږ انسانانو ګناه ده چې موبایل ته مو ډیر وخت ورکړی دی.»

دا ستونزه یوازې په کورنیو او مېلمستیاوو پورې محدوده نه ده. په عامه ځایونو، رستورانتونو، ترانسپورتي وسایطو او انتظارخونو کې هم ځینې کسان خپلو ګرځنده یا موبایل تیلفونونو سره ډیر بوخت وي، په لوړ غږ اوږدې خبرې کوي یا ویډیوګانې ګوري چې نورو خلکو ته مزاحمت جوړوي.

افغان نجونې یوه محفل کې د مبایل په سکرین ویډیو ګوري
افغان نجونې یوه محفل کې د مبایل په سکرین ویډیو ګوري

د پلازمینې کابل اوسېدونکي خوشال ازادي راډیو ته وویل:

په څنګ کې مې یو کس ناست و په موټر کې، په تیلفون ورته زنګ راغی او ده خبرې شروع کړې، له چوک نه تر کارته نو پورې، ډیرې اوږدې خبرې یې وکړې، زما بیخي په سر درد شو
د کابل اوسیدونکی خوشال

ده زیاته کړه: «کوم کسان چې په موټر کې وو ټولو ورته کتل خو دا په دې نزاکت پوه نه شو، که چاته تیلفون راځی او په بس موټر کې ناست وي که مختصرې خبرې وکړي دا به ډیر ښه وي نه دا چې اوږدې کیسې شروع کړي.»

د ټولنیزو چارو کارپوهان وایي ، د مخامخ خبرو پر مهال د موبایل کارول د ټولنیزو نزاکتونو د یو ډول ماتول دي. ځکه د دوی په خبره مقابل کس احساسوي چې ګوندي ارزښت نه ورکول کېږي او دا موضوع ډېر ځله د دوستانو او خپلوانو تر منځ د خپګان لامل هم شوې ده.

له مبایله بې حده استفاده - عکس پخوانی دی
له مبایله بې حده استفاده - عکس پخوانی دی

له دې ډلې عزیز سرشار ازادي راډیو ته وویل:

«زما په اند تیلفون او انترنیټ سره ډیر بوخت پاتې کېدل د انسان په کورنیو او ټولنیزو اړیکو منفي اغیز درلودلای شي، ارزښتونه او نزاکتونه کمزوري کولای شي، په ځانګړي ډول که څوک چا کره میلمه وي یا ده کره میلمانه راغلي وي تیلفون سره بوخت پاتې کېدل دا د ټولنیزو ادابو خلاف کار دی، بل یو سړی په ښاري تکسي کې روان وي، په بس کې روان وي تیلفون کې خبرې کوي، یا په تم ځای کې ناست وي، په رستورانت کې ناست وي خبرې کوي، دا هم یو ټولنیز نزاکت دی چې خلک یې باید پام کې ونیسي، د تیلفون استعمال باید د نورو خلکو د ځورولو لامل ونه ګرځي.»

خو له دې ټولو سره سره، موبایلونه ګټور هم دي.

خلک د اړتیا پر مهال له خپلو خپلوانو سره اړیکه نیسي، مهم معلومات ترلاسه کوي او خپل ورځني کارونه پرمخ وړي. ښاغلی سرشار ټینګار کوي، ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې د استفادې اندازه زیاته شي.

دی زیاتوي چې د کورنیو غونډو، مېلمستیاوو او دوستانه ناستو پر مهال باید خلک د امکان تر بریده موبایلونه یوې خوا ته کېږدي او یو بل ته وخت ورکړي. د ده په باور، مخامخ خبرې اترې د باور، مینې او ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

ډاکټران وايي، د ګرځنده تیلفون یا موبایل ډیره استفاده انسانانو ته روغتیايي زیانونه هم لري، لکه د سترګو ستړیا، لید کمېدل، وچ والی او سوځېدل، د غاړې او ملا درد، د خوب ګډوډي، رواني اغیزې او نور.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG