د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۷

په نندارتونو کې د ښځینه متشبثینو په وړاندې خنډونه؛ دا ښځې وايي په نندارتونو کې د ګټې پر ځای تاوان کوي

د وچې میوې د چاڼ یوه کارګره ښځه
د وچې میوې د چاڼ یوه کارګره ښځه

په افغانستان کې د ځینو متشبثو ښځو په وینا، په نندارتونونو کې لګېدلي محدودیتونه کله ناکله د دوی د ګډون مخه نیسي او یا یې مشتریانو او بازار ته لاسرسی ستونزمن کوي. دوی وایي، دې وضعیت یې د محصولاتو معرفي کولو، د مشتریانو د موندلو او د فرمایشونو د ترلاسه کولو فرصتونه کم کړي دي. دا ښځې وایي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په لومړي نړیوال نندارتون کې، چې د اسد له ۲۰مې تر ۲۵مې په کابل کې جوړ شوی و، سره له دې چې په لومړي سر کې ورته بلنه ورکړل شوې وه، خو وروسته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د هرات یوه متشبثه ښځه وایي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په لومړي نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته بلل شوې وه، خو وروسته ورته خبر ورکړل شو چې د ګډون اجازه نه لري.

دې نندارتون نه یوازې دا چې ماته کومه ګټه ونه رسوله، بلکې پوروړې یې هم کړم
د هرات یوه متشبثه

دې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، وروسته یې خپل ورور کابل ته واستاوه څو هغه محصولات چې د نندارتون لپاره یې چمتو کړي وو، نندارې ته وړاندې کړي.

دا زیاتوي، هیله یې لرله چې له دې لارې به مشتریان پیدا او فرمایشونه به ترلاسه کړي؛ خو نه یوازې دا چې خپل هدف ته ونه رسېده، بلکې پوروړې هم شوه:
«ما خپل توکي له دې ځایه استولي وو. د هرات د کرنې خونې له خوا د VIP برخه کې ماته یو مېز راکړل شوی و. ما خپل ورور کابل ته ولېږه، حال دا چې زما اقتصادي وضعیت هم خراب دی. هغه له دې ځایه په مسافر وړونکو موټرو کابل ته ولاړ، شپه یې هم په هوټل کې نه، بلکې د خپلوانو په کور کې تېره کړه او هماغه توکي یې وپلورل؛ خو بیا هم زه ۱۳۵۰ افغانۍ پوروړې شوم.»

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د اسد له ۲۰مې تر ۲۵مې په کابل کې جوړ شوی و.

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې نندارتون پر مهال د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه په ډېر ارزښت ۷۴ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه شان، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نندارتون کې د ایران، ازبکستان، ترکیې او هند په ګډون د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په یاد نندارتون کې د ښځو د حضور یا نه حضور په اړه د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

د دغو وزارتونو په خبرپاڼو کې هم د ښځو د ګډون او د هغوی د ونډې د کچې په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي؛ خو ځینې متشبثې ښځې وایي چې شته محدودیتونو د دوی حضور او سوداګریزو فرصتونو ته لاسرسی له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.

د سمنګان ولایت یوې متشبثې ښځې، چې دې هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او تېر کال یې په کابل کې په یوه نندارتون کې ګډون کړی و، وایي ړ محرم په توګه د خپل ورور په ملتیا وتوانېده چې په نندارتون کې برخه واخلي:

«ما خپل ورور د محرم په توګه له ځان سره بیولی و. په هغه یوه اوونۍ کې چې موږ په نندارتون کې وو، ماته او زما ورور ته کارتونه راکړل شوي وو. د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه به د ماسپښین په یوه بجه د لمانځه لپاره راتلل، نارینه به یې له ځان سره بیول او ویل به یې چې لمونځ وکړئ. وروسته به یې زموږ کارتونه هم کتل او پوښتنه به یې کوله چې محرم لرئ که نه؟ او موږ به ویل چې هو، محرم لرو.»

خو د محرم لرل یوازینی محدودیت نه دی چې متشبثې ښځې په نندارتونونو کې ورسره مخ دي.

د هرات یوه بله متشبثه ښځه وایي، که څه هم د محرم په ملتیا یې په نندارتون کې ګډون کړی و، خو د نارینه مشتریانو د تګ راتګ محدودیت د دې د محصولاتو د پلور فرصتونه راکم کړي وو:

«موږ د زعفرانو سوداګري پیل کړې وه. ویل کېدل چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د پېر او پلور اجازه نشته. په نندارتون کې هم د ښځو د پلور برخې ته د نارینه وو ننوتل منع وو او د پېر او پلور اجازه نه ورکول کېده. په داسې حال کې کومه شتمنه ښځه شته چې زعفران واخلي؟ دا ټولې لارې یې زموږ پر مخ تړلې دي.»

د هغو ښځو لپاره چې په افغانستان کې کاروبار لري، بازار ته د لاسرسي ستونزه یوازې د هېواد دننه نندارتونونو پورې محدوده نه ده.

په کابل کې د غالۍ اوبدلو د یوې کارخانې مسؤله، فاطمه جعفري، وایي چې دغو محدودیتونو د هغو ښځو او نجونو لپاره چې په دې برخه کې فعالیت کوي، نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي فرصتونه هم کم کړي دي.

هغې وویل چې دغه کارخونه شاوخوا ۸۰ کسانو ته، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د کار زمینه برابروي. د نړیوالو نندارتونونو ګډون کولای شي د دې برخې د فعالو ښځو عاید زیات کړي، خو موجود محدودیتونه د دې فرصت د کارولو مخه نیسي:

یو اساسي مشکل دا دی چې موږ له هېواده بهر په نړیوالو نندارتونونو کې د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره مخ یو. په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولای خپل تولیدات په نړیوال بازار کې په ښه او لوړه بیه وپلورو، څو زموږ د عاید کچه لوړه شي
په کابل کې د غالۍ اوبدلو د یوې کارخانې مسؤله، فاطمه جعفري

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم پراخ محدودیتونه ولګول.

دغه حکومت په ۲۰۲۲ کال کې په ټولو غیر دولتي ادارو کې د ښځو کار او په ۲۰۲۳ کال کې یې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د افغان ښځو کار هم منع کړ. درې میاشتې وروسته یې ښځې د سینګار په سالونونو کې هم له کار کولو منع کړې او ویې تړل.

سوداګریز فعالیتونه او کوچني کاروبارونه له هغو محدودو برخو څخه دي چې ښځې لا هم پکې فعالیت کولای شي؛ خو د ښځو پر ټولنیز او اقتصادي حضور لګېدلو محدودیتونو د دغو کاروبارونو فعالیت هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کار د نړیوال سازمان په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۸مه خپور شوی، راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې د افغانستان د کار بازار ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ شوی دی.

د دغه سازمان په وینا، دغه بدلونونو د نارینه وو پر کار تکیه زیاته کړې او ښځې له اقتصادي فعالیتونو څخه څنډې ته کړل شوې دۍ.

د کار نړیوال سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو د کار ځواک د ګډون کچه ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې او په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د ښځو د کار ځواک د ګډون تر ټولو ټیټه کچه لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG