نن سبا په افغانستان کې په ډېری لویو راټولیدنو کې ترنګا نه اورېدل کېږي او د چیني او نکلي لوښو پرځای خلک پلاستیکي، کاغذي او فومي قابونه، کاسې، ګیلاسونه، قاشقې او پنجې استفاده کوي.
یو شمیر دوی وایي د دغو لوښو تر ټولو لویه ګټه د وخت سپما ده. په لویو مراسمو کې د لوښو مینځلو اړتیا نه وي او د کارکوونکو شمېر هم کمېږي. همدارنګه د خوراکي توکو د وېش او لېږد بهیر هم اسانه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکي خالد ازادي راډیو ته وویل:
«زما پلار چې کله وفات شو، نو ما فکر وکړ که اوس ولاړ شم له کراکرۍ لوښي راوړم د ورکېدو او ماتېدو خطر یې شته او بل څلور پنځه کسان به یې په مینځلو هم بوخت وي، ځکه مینځلي به یې کراکرۍ ته تسلیموې، خو یوځل کارېدونکي لوښي بیا داسې نه دي، دا چې کله میلمانه عذر شول، دا لوښي یوې پلاستیکي کڅوړه کې واچوه، د کثافاتو راټولونکي راځي، وړي یې.»
په کابل کې د بریاني ( تندو وریجو ) او چرګانو یو پلورونکی رضوان وايي، دوی په پلاستیکي او هم المونیمي لوښو دواړو کې خپلو مشتریانو ته پارسلې لېږي:
«مونږ چې بریاني پارال کوو، پلاستیکي پارسلې دي او دیګي چرګان بیا المونیمي پارسلونو کې لېږو چې یخ نشي، چې څنګه د مشتري خوښه وي همغسې ورته کوو.»
خو له دې لوښو استفادې که له یوې خوا خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي له بلې خوا یې ځني ستونزې هم راولاړې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د دغو لوښو ډېری ډولونه له پلاستیک او فوم څخه جوړ شوي او په طبیعت کې په اسانۍ نه تجزیه کېږي. د نړیوالو څېړنو له مخې، یو ځل کارېدونکي پلاستیکي توکي د چاپېریال د ککړتیا له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي او د خاورې، اوبو او حیواناتو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
د چاپېریال ساتنې او کرنې د برخې پوه ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل:
«که یو ځل کاریدونکي توکي په پراخه کچه استعمال او بیا په کوڅو، ویالو، سیندونو، ځمکو او د ښارونو شا او خوا وغورځول شي دا ګډه ستونزه جوړوي، د خاورې فزیکي جوړښت خرابوي، همدارنګه مایکروپلاستیک جوړوي، د لمر تودوخه، باد او باران دا په کوچینو ذراتو تبدیلوي همدارنګه کولای شو، د اوبو د ککړتیا ستونزه هم یاده کړو، د هوا ککړتیا هم ده چې دې ته کولای شو تر ټولو خطرناکه برخه ووایو، ځکه افغانستان کې یوه دا طریقه ده چې کثافات زیاد شي ویې سوځوي، خو که چیرې پلاستیک یا د یو ځل کاریدونکو توکو پاتې شوني وسوځول شوي دا هوا ته ډیر زیان لري، ځکه دا لوګي تولیدوي او هوا باندې مستقیم تاثیر لري»
د چاپېریال ساتنې نړیوال سازمانونه سپارښتنه کوي چې د امکان تر حده باید د بیا کارېدونکو لوښو د کاغذ او نباتي فایبرونو څخه جوړو شویو بدیلو لوښو کارول زیات شي، ځکه دا ډول لوښي د چاپېریال لپاره نسبتاً کم زیان لري.
کارپوهان ټینګار کوي چې د کثافاتو منظم راټولول، د خلکو پوهاوی او د بیا پروسس پروګرامونه کولی شي د دې ستونزې اغېزې راکمې کړي.
د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزی ازادي راډیو ته وویل، دوی په منظم ډول کثافات له ښار راټولوي او له خلکو هم غوښتنه کوي، چې یو ځل کاریدونکي لوښي یا نور هر ډول کثافات په مخصوصو کثافت دانیو کې چې د دوی له خوا د ښار په واټونو او کوڅو کې اېښودل شوي واچوي.
له چاپېریالي ستونزو سربېره، روغتیايي اندېښنې هم شته. متخصصان وایي چې ځینې بېکیفیته پلاستیکي او فومي لوښي د ګرمو خوړو او څښاکو پر مهال کیمیاوي مواد خوشې کولای شي چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، خو د ځینو ګټو یادونه یې هم کوي.
د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکټر وحیدالله حبیبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دغه لوښو کې خوراک کول هم ګټې لري هم تاوانونونه، ګټې یې دا دي چې د انتاني ناروغیو څخه چې اکثراّ د اوبو او غذايي موادو په واسطه انتقالېږي له هغې څخه مخنیوی کېږي، لکه اسهالات، مورقه، کولرا، د معدې ایچ پایلوري او نور، خو ډیری دا لوښي پلاستیکي دي او په پلاستیکي لوښو کې د ګرمو غذاوو خوړل له طبي اړخه ښه نه ده.»
د یادونې ده چې یو شمیر خلک ډېر په کلیو او بانډو کې لا هم د خپلو محفلونو لپاره له کراکرۍ یا هم له ګاونډیانو لوښي راوړي، یو شمیر بیا چې قومي شورا ګانې لري خپله یې دا لوښي اخیستي دي، استفاده کوي یې او ورنه ساتنه کوي.
ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د دې لوښو پاکۍ او صفایۍ ته باید جدي پاملرنه وشي.