د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۵

د سوریې په جنوب کې د اسرائیل تازه برید د سوریې، ترکیې او امریکا ترمنځ اختلافات زیات کړی

اسرائیلو د سوریې په جنوب کې، اشغال شوو جولان لوړو ته څېرمه، یو موټر په ډرون برید کې په نښه کړی چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید د هېواد د حاکمیت «ښکاره سرغړونه» بللې ده.

د اسرائیل پوځ د برید پخلی کړی او ادعا یې کړې چې په نښه شوی کس د «ترورویستي بریدونو» د چمتووالي په وروستیو پړاوونو کې و.

دا برید داسې مهال شوی چې د اسرائیل او د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تام بارک او اسراییل ترمنځ د هغه هوايي برید پر سر اختلاف زیات شوی چې څو ورځې وړاندې اسراییل د سوریې د ادلب ولایت پر ابوظهور هوايي اډې وکړ.

اسرائیل د اګست په ۱۸مه د ابوظهور پر هوايي اډې اته هوايي بریدونه کړي وو. د دغو بریدونو په ترڅ کې د هوايي ډګر ځغاستلیکه، د تاسیساتو ځینې برخې او زېرمتونونه په نښه شوي وو.

دا اډه له ۲۰۱۳ کال راهیسې عملاً له فعالیت څخه وتلې وه، خو د بشار اسد د حکومت له سقوط وروسته یې د بیا رغونې چارې پیل شوې وې. د سوریې نوي چارواکي ویلي وو چې اډه به د سوریې د هوايي ځواک د روزنې او فعالیت لپاره وکارول شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې ترکیې غوښتل په ابوظهور کې، چې اسراییل پرې بمباري کړې، پوځي حضور ولري

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي و چې ترکیې غوښتل په ابوظهور کې پوځي حضور ولري او اسرائیل مخکې له مخکې سوریې ته خبرداری ورکړی و چې د داسې اقدام اجازه ورنه کړي.

د اسرائیل دفاع وزیر یسرائیل کاتز هم ویلي چې اسرائیل د ترکیې د احتمالي فعالیتونو په اړه خپل معلومات له امریکايي چارواکو سره شریک کړي وو او سوریې ته یې په لوړه کچه خبرداری ورکړی و.

خو د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک د اسرائیل له روایت سره مخالفت کړی دی. هغه ویلي، اسرائیل واشنګټن ته ویلي و چې ښايي ترکیه ابوظهور ته پوځي تجهیزات انتقال کړي، خو د امریکا استخباراتي ارزونو دغه ادعا نه وه تایید کړې.

بارک احتمال ورکړی چې ښايي د اسرائیل د پوځ، موساد او د صدراعظم د دفتر ترمنځ همغږي یا ناسم پوهاوی رامنځته شوی وي. هغه ویلي، نه پوهېږي چې په پای کې ولې د برید پرېکړه وشوه.

بارک تر دې مخکې د ابوظهور برید «یو غیرضروري کړکېچ» بللی و چې د سیمې له ثبات سره مرسته نه کوي. هغه ویلي و چې اسرائیلي جنګي الوتکې مخحکې له دې چې ترکیې ته خبر ورکړي، د دغه هېواد تر پولې پورې نژدې تللې وې او دا وضعیت د اسرائیل او ترکیې، چې دواړه د امریکا متحدان دي، ترمنځ د ناڅاپي نښتې خطر رامنځته کولی شي.

کاتز د بارک څرګندونې «له ناسمو معلوماتو ډکې» بللې او ویلي یې دي چې د هغه ځینې دریځونه حتی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سیاستونو سره هم په ټکر کې دي.

کاتز په ځانګړي ډول د جولان د لوړو لپاره د بارک له خوا د «اشغال شوو» اصطلاح له کارولو سره مخالفت کړی دی. اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د جولان ډېره برخه له سوریې ونیوله او وروسته یې خپله خاوره اعلان کړه.

امریکا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د جولان پر سر د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند، خو ملګري ملتونه لا هم جولان د سوریې د اشغال شوې خاورې برخه بولي او د اسرائیل له خوا یې الحاق په رسمیت نه پېژني.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG