د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۹

افغان ټرانس جنډر یا جنسیت بدلې د طالبانو تر واک لاندې څنګه ژوند کوي؟

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل او ننګرهار کې مېشت د ټولنې دغه لږکي وايي، په کور کې ورته د کورنۍ غړي د حقارت په نظر ګوري او له کوره بهر د طالبانو او عامو خلکو له وېرې نه شي وتلی.

د ازادي راډیو خبریال لږ تر لږه له اوو داسې ټرانس‌جنډر کسانو سره خبرې کړي چې د دوی د ادعا له مخې، اوس مهال په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

«قسم په الله چې نه کور کې ځای لرم، نه بهر ځای لرم، ژوند مې له سختو کړاوونو سره مخ دی.»

یو افغان ټرانس یا LGBTQ+ کس وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې ډېره ورځ د کور د څلورو دېوالونو ترمنځ تېره کړې ده.

هغه همداراز وايي، پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته یې ژوند نور هم محدود شوی او اوس داسې احساس کوي چې نه په کور کې خوندي دی او نه له کوره بهر.

هغه چې ځان ته یې مستعار نوم «ښکلا» ایښی، ازادي راډیو ته د غږ د بدلېدو په شرط وویل چې په کور کې د کورنۍ د ځینو غړو له سپکاوي او ناوړه چلند سره مخ دی او له کوره بهر بیا د طالبانو او عامو خلکو له چلند څخه وېره لري.

«په کور کې ۲۴ ساعته ناست یم، د کور غړي راته هېڅ په سم نظر نه ګوري، څوک راته ایجړا وايي، څوک راته ایزک وايي، بیرون چې ووځو د کلي له خلکو تنګ یو، وهي مو، ټکوي مو، هېڅ ښه ژوند نه لرو.»

نوموړي وویل، خلک فکر کوي چې دوی خپله دا ژوند انتخاب کړی، داسې خو هېڅوک دا پوښتنه نه کوي چې موږ څه احساس کوو.

یو بل افغان ټرانس‌جنډر چې په ختیځ ننګرهار کې مېشت دی، ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په وار وار طالبانو ورته سر خریلی او له تاوتریخوالي ډک چلند یې ورسره کړی دی.

نوموړي وویل چې همدا څو ورځې وړاندې له کوره بهر نامعلومو کسانو له کومې ګناه پرته وډباوه.

دې هم، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط وویل:

«دا څو ورځې مخکې نامعلومو کسانو ونیولم، سخت یې ووهلم. هېڅ نه پوهېږم ولې، خو دلته زموږ ژوند ډېر سخت شوی دی، نه کار کولای شو، نه ډاکتر ته تللی شو، نه له کوره وتلی شو، هېڅ نه پوهېږو، اخر څه وکړو؟ موږ هم انسانان یو، خو د ټولنې خلک موږ ته هېڅ د انسانانو په سترګه نه ګوري.»

یوه بل افغان جنسیت بدله (نرښځی) هم ورته خبره وکړه.

هغه چې خپل هنري نوم یې «خوشبو» راوښود، وویل، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واک مخکې به ځینو هنري پروګرامونو ته دعوت کېده، خو اوس نه یوازې دا چې په موسیقۍ د بندیز له امله یې کار او روزګار خراب شوی، بلکې له کوره د وتلو جرئت هم نه شي کولای.

«دلته خو موږ داسې یو لکه زندانیان. د نوي حکومت له راتګ وروسته خو بیخي ژوند سخت شوی دی. زه خپله څو څو ځله دوی ونیولم، ووهلم، ویښتان یې راته پرې کړل، تاوتریخوالی یې راسره وکړ. د ژوند لپاره مو چې کومې هیلې لرلې، هغه ټولې اوس له منځه تللي دي.»

لږ تر لږه څلورو نرښځیانو یا ټرانس‌جنډر افغانانو، چې اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي، د نومونو او غږونو د نه خپرېدو په شرط وویل چې په بېلابېلو وختونو او بېلابېلو مواردو کې له سخت او دوه‌ګوني چلند سره مخ شوي دي.

دوی له ازادي راډیو سره د نه خپرېدو په شرط خپل عکسونه هم شریک کړي چې په کې یې سرونه خریل شوي دي او آن ځینې یې ظاهراً ډبول شوي ښکاري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې همجنس‌بازي منع ده او هر هغه کس ته به سزا ورکړل شي چې په دې عمل ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته په دې هېواد کې پر هنري فعالیتونو او موسیقۍ غږولو محدودیتونه لګول شوي دي. یو شمېر ټرانس وګړي وايي، دغو محدودیتونو د دوی پر عاید هم مستقیم اغېز کړی، ځکه له دوی څخه ځینو به پخوا په ودونو او نورو محفلونو کې د نڅا او هنري فعالیتونو له لارې عاید ترلاسه کاوه.

په افغانستان کې دې جنسیتي اقلیت یا ټرانس‌جنډر کسانو ته نرښځیان، ایجړاګان او «خواجه‌سرا» هم وايي.

د کره شمېر په اړه یې معلومات نشته. دغه راز داسې کومه فعاله او رسمي ټولنه یا بنسټ هم نه ترسترګو کېږي چې د دوی د حقونو استازیتوب وکړي یا د دوی د وضعیت په اړه منظم ارقام راټول کړي.

روغتیاپوهان وايي، ټرانس‌جنډر هغه کسان دي چې د زېږون پر مهال ظاهراً نارینه ښکاري، خو وروسته چې کله لویېږي، د دوی داخلي جوړښت، خبرې او حرکات نجونو ته ورته کېږي. دوی تر ډېره ښځینه کرکټر خوښوي او دغه راز ځانونه نارینه نه ورته ښکاري.

دوی دغه راز وايي، په دوی کې ځینې بیا «Intersex» بلل کېږي چې د پیدایښت پر مهال یې نارینتوب او ښځینه‌توب نه معلومېږي او د عمر په تېرېدو سره یې ځینې بهرني غړي د نارینه په شان وي او ځینې نور یې د ښځو په شان.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG