هیله چې هغه مهال یې په کابل کې له یوې بهرنۍ ادارې سره کار کاوه، له خپلو درېیو ماشومانو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ولاړه؛ د هغو زرګونو کسانو په څېر چې د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو یوه ورځ وروسته هڅه کوله له افغانستانه ووځي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۶مې سهار.
ما یوازې غوښتل خپل ځان وژغورم، خپل ټول اسنادونه مې راواخیستل، کور مې بند کړو، او هر څه مې په الله وسپارل، په هغه ورځ هوايي ډګر ته تلل د مرګ په بیه وو.هیله؛ د کابل یوه اوسیدونکې
خو هغه څه چې هیلې په هوايي ډګر کې ولیدل له هغې انګیرنې سره ډېر توپیر درلود چې نوموړې د تخلیې د بهیر په اړه درلوده.
هغې وویل: «کله چې هوايي ډګر ته ورسېدم، هلته وضعیت ډېر خراب و؛ ډزې او فیرونه روان وو، ډېره ګڼه ګوڼه او وېره وه، شاوخوا له چټلو اوبو ویالې ډکې وې، خلک په دیوالونو او اغزونو تارونو اوښتل او ماشومان او خپلې کورنۍ یې په ډېرې سختۍ تیرولې، ما چې دا وضعیت ولیده، مخکې لاړه شوم چې خپل اسناد بهرنیانو ته وښیم.»
له خپلو درېیو ماشومانو سره له سختې ګڼې، ګوڼې تېرېدل د هغې لپاره اسانه نه ول.
«په ګڼه ګوڼه کې مې لور ولوېده او ټپي شوه، زه یواځینۍ میرمنه وم چې درې ماشومان راسره وو، ونه توانېدم هوايي ډګر ته دننه شم، هماغه وو چې پرېکړه مې وکړه بېرته کورته وګرځم، سهار تللي وو او ماشوم بیرته کورته راستانه شو.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، د کابل هوايي ډګر له افغانستانه د وتلو یواځینې محدوده لاره وه.
په دې ورځو کې زرګونه کسان د هوايي ډګر شاوخوا ته ورغلل؛ خو ګڼې ګوڼې، د لارو بندېدو او د تخلیې د بهیر ګډوډۍ ډېر خلک اړ کړل چې ساعتونه او ان ورځې د هوايي ډګر شاوخوا انتظار وباسي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه د کابل هوايي ډګر د ګډوډو صحنو په منځ کې داسې انځورونه هم خپاره شول چې افغانان پکې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د الوتنې پر مهال د طیارې په بهرنۍ برخه ناست یا ځوړند وو.
ځینې کسان د الوتکې له پورته کېدو وروسته راولوېدل او مړه شول، او وروسته د تخلیې د یوې الوتکې د څرخونو شاوخوا کې د انسانانو د بدن ټوټې هم وموندل شوې.
رویټرز خبري اژانس هم په همدې ورځ راپور ورکړی و چې خلکو هڅه کوله چې له اغزنو تارونو واوړي،خو د ګڼې ګوڼې له امله الوتنې لنډمهاله درول شوې وې.
تر راتلونکو دوه اوونیو پورې زرګونه کسان د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې په تودې هوا او ګڼې ګوڼې کې د وتلو په تمه وو.
یوه نجلۍ چې هغه مهال محصله وه، له خپل پلار، مور او خور سره له هراته کابل ته راغلې وه څو له افغانستانه ووځي.
هغه وايي، یوه اوونۍ یې د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې تېره کړه؛ ورځې یې په ګڼې ګوڼې ،او شپې یې د دې په انتظار کې تېرولې چې د تخلیې کومې الوتنې ته ځان ورسوي.
هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې یوه شپه یې هوايي ډګر ته نږدې د خټو او اوبو په یوه ویاله کې تېره کړه؛ هغه شپه چې د هغې په وینا، د الوتنې د انتظار پر ځای یې هڅه کوله یوازې ژوندۍ پاتې شي.
«موږ به دورځې هوايي ډګر ته تللو او هلته به پاتې کېدو، په یاد مې دي چې له یوې اوونۍ وروسته، په وروستۍ شپه تر سهاره د اوبو په ویاله کې وو. پښې مې په اوبو کې وې، هېڅ لاره نه وه چې له ویالې ووځو، ځکه ډېره ګڼه ګوڼه وه.»
تر سهاره په ویاله کې پاتې شوو او یوازې مو چیغې وهلې او مرسته مو غوښتله چې څوک مو وژغوريد هرات یوه اوسیدونکې
د کابل تر سقوط وروسته د تخلیې د عملیاتو په لومړیو اوو ورځو کې، لږ تر لږه ۲۰ کسان د کابل هوايي ډګر دننه او شاوخوا کې مړه شول.
رویټرز راپور ورکړی و چې ډېری دغه کسان د ډزو او ګڼې ګوڼې له امله، د تودوخې، دوړو او کانکریټي دېوالونو ترمنځ، مړه شوي وو.
د ځینو لپاره دا یو چانس و، او وې کولای شول له افغانستانه ووځي خو دا وتل هم د ستونزو د پای معنی نه لرله.
په همدې منځ کې، یو سړی چې د تخلیې په ورځو کې یې وکولای شول له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو پرته د تخلیې یوې الوتنې ته ځان ورسوي او له افغانستانه ووځي، وايي چې د سفر لپاره لازم اسناد ورسره نه وو.
هغه لومړی قطر ته ولېږدول شو او ۱۸ ورځې وروسته امریکا ته ورسېد.
هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي پنځه کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ لرې ژوند کوي: «خلک فکر کوي چې له افغانستانه ووځې، نو ټولې ستونزې ختمېږي، خو داسې نه ده، دلته هم ستونزې شته، ښايي ډول یې بدل وي، پنځه کاله کېږي چې د خپلو ماشومانو غږ یوازې د ټیلیفون له لارې اورم او او د ویډيو اړیکې له لارې یې ګورم.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه، د بهرنیانو له لوري د تخلیې د دغه بهیر له پای ته رسېدو وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د هغه مهال قومندان جنرال فرانک مکنزي وویل چې امریکا او متحدینو یې په نږدې دوو اوونیو کې تر ۱۲۳ زرو ډېر کسان له افغانستانه ایستلي دي.
هغه کسان چې په دغو ورځو کې ونه توانېدل د کابل د هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ووځي، هر یوه وروسته بېلابېله لاره خپله کړه.
هغه محصله نجلۍ چې له هراته له خپلې کورنۍ سره کابل ته تللې وه او یوه اوونۍ یې د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې د وتلو په تمه تېره کړې وه، لا هم په افغانستان کې ژوند کوي.
خو هیله چې له خپلو درېیو ماشومانو سره ونه توانېده هوايي ډګر ته ننوځي، وروسته د ځمکې له لارې له افغانستانه ووتله او اوس په پاکستان کې ژوند کوي.