د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۲

د کونړ زلزله ځپلي وايي، لا هم په خیمو کې اوسي او ورسره شوې ژمنې عملي شوي نه دي

په کونړ کې د تېر کال له مرګونې او ویجاړونکې زلزلې وروسته لا هم ډېر شمېر زلزله‌ځپلي تر خیمو لاندې ژوند کوي او د دایمي سرپناوو په تمه دي.

دوی وايي، د سرپناوو په ګډون د ژوند له بنسټیزو خدمتونو بې‌برخې دي او دا چې یوه اندازه مرستې ورسره شوې، خو د کورونو، سړکونو، روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې ورسره شوې ژمنې لا هم عملي شوې نه دي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي امیرګل وايي: «کورونه ویجاړ دي، لا هم په خیمو کې اوسو، ځمکې له منځه تللي دي، روغتونونه نشته، جوماتونه شهیدان شوي دي.»

نورګل ولسوالۍ، چې په دې مرګونې او ویجاړونکې زلزله کې یې د سرومال زیان لیدلی، ازادي راډیو ته همداراز وویل:

«دا اوس هم زموږ سړکونه ویجاړ پراته دي، پټي مو له منځه تللي دي، ژوند مو په خیمه کې دی، سخته ګرمي ده. دا بیګا توفان و، که تاسو له دې خیمې ووځئ، وبه ګورئ چې څومره ډېرې خیمې یې چپه کړې دي. دغه راز روغتونونه مو نشته، ماشومان ناروغان دي، هر څه ته اړتیا لرو، خو تر ټولو مهمه اړتیا د سرپناه ده. یو شمېر کسانو ته کورونه جوړ شوي، خو هغه ډېر کم دي.»

زموږ سړکونه ویجاړ پراته دي، پټي مو له منځه تللي دي، ژوند مو په خیمه کې دی، سخته ګرمي ده.

خو دا یوازې د امیرګل کیسه نه ده، بلکې د سلګونو هغو کورنیو د ژوند انځور دی چې د تېر کال په مرګونې زلزله کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او لا هم په لنډمهاله استوګن‌ځایونو کې ژوند کوي.

د همدې ولسوالۍ د مزار درې یو بل زلزله‌ځپلي، خان محمد، ازادي راډیو ته وویل چې په لنډمهاله استوګن‌ځایونو کې د اوړي ګرمۍ، د پاکو اوبو کمښت، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي او د ماشومانو او ښځو لپاره نامناسبو شرایطو یې ورځنی ژوند سخت کړی دی.

هغه وویل: «تر ټولو مهمه اړتیا د سرپناه ده، خو صحي اوبه هم نه لرو، د خوړ نه اوبه راوړو، چې له امله یې ماشومان ناروغان شوي دي. دغه راز زموږ پوله او پټی ټول له منځه تللي دي.»

د کونړ یو بل زلزله‌ځپلي، سردار محمد، له ازادي راډیو سره په خبرو کې له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د سرپناه غم مو وخوړل شي، دغه راز باید نړېدلي ښوونځي جوړ شي، سړکونه جوړ شي، کلینیکونه بېرته فعال شي. دا زموږ غوښتنې دي او له تاسو هیله لرو چې زموږ غږ تر چارواکو ورسوئ.»

د تېر ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۳۱مه په کونړ کې مرګونې او ویجاړونکې زلزلې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان مړه او له ۴ زرو ډېر یې ټپیان کړل.

په دې زلزله کې، د رسمي شمېرو له مخې، نژدې ۷ زره کورونه هم ویجاړ شول.

که څه هم د پېښې په لومړیو کې د طالبانو حکومت او ګڼو غیرحکومتي موسسو زیانمنو کورنیو ته د دایمي استوګنځایونو د جوړولو ژمنې وکړې، خو یو شمېر زلزله‌ځپلي وايي، له لږو استثناوو پرته تر اوسه دوی ته نوي کورونه نه دي جوړ شوي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د زلزله‌ځپلو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان اګست په څلورمه د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی و چې د کونړ ۳۶ زلزله‌ځپلو ته یې کورونه سپارلي دي.

خو زلزله‌ځپلي وايي، د دوی شمېر زرګونو ته رسېږي او اوس په خیمو کې د ګرمۍ شپې سبا کوي او څو میاشتې وروسته به له سړو سره مخ شي.

د اوس لپاره د دوی تر ټولو لویه هیله دا ده چې له لنډمهاله خېمو ووځي، د خپلو ویجاړو کورونو پر ځای بیا چت ولري او هغه عادي ژوند ته ورو ورو ستانه شي چې زلزلې ترې اخیستی دی.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG