د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۶

ملګري ملتونه: "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي"

ملګري ملتونه وایي، له پنځو کلونو راهیسې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شوي، په دې هیواد کې ۲،۴ ملیونه نجونې له ثانوي او لوړو زده کړې بې برخې شوې دي. ملګروملتونو د شنبې په ورځ د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ سره سم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې بندیز له امله د دوی ټولنې او د هېواد راتلونکې له پرمختګ څخه پاتې کېږي.

ملګروملتونو، "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي" ترشعار لاندې لیکلي چې افغانستان یوازینی هیواد دی چې له لومړنیو زده کړو پرته د نجونو او ښځو پر زده کړو پکې بندیز لګول شوی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه واک ته ورسیدل چې حکومت یې تراوسه له روسیې پرته د نړۍ بل هیڅ هیواد په رسمیت ندی پیژندلی. پرنجونو او ښځو د طالبانو له خوا لګول شوي سخت محدودیتونه د نړیوالو له خوا د دوی د حکومت د په رسمیت نه پیژندلو یو مهم لامل بلل کیږي.

د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کلنې کلیزې په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار

د طالبانو په وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون ترپوښتنې لاندې راوستی. هغې د شنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، په افغانستان کې وضعیت د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ ترټولو سخت بحران بلل کیږي او زیاتوي، د نړیوالو ناکافي غبرګون په هرځای کې د ښځو او نجونو حقونه له جدي خطر سره مخامخ کوي. د نوموړې په خبره دا همدارنګه نورو وسله والو ډلو او حکومتونو ته زیګنال ورکوي چې د ښځو پرحقونو پراخ بریدونه د نړیوالې ټولنې له خوا له لږ عکس العمل سره مخ کیږي.

له پنځو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، په افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو بهیر مخ په ځوړند روان دی او دا سرغړونې له بشپړو مجازاتو پرته دوام لري

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل بیا د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. د جنوبي آسیا لپاره د دې سازمان څانګې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، "له نړیوال خوځښت سره یوځای شئ او له نړیوالې ټولنې وغواړئ چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ګډ او لا پیاوړي اقدامات وکړي."

امنیستي انټرنشنل لیکلي، له پنځو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، په افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو بهیر مخ په ځوړند روان دی او دا سرغړونې له بشپړو مجازاتو پرته دوام لري. د بشري حقونو د دې ډلې په خبره طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پرحقونو په سیسټماتیک ډول بریدونه کړي دي، د هغوی زده‌ کړې، تګ راتګ، مسلکي چارې او د ژوند انتخابونه په جدي ډول محدود شوي او ان په عامه ځایونو کې د هغوی محدود حضور هم له منځه وړل شوی دی.

افغان نجونې او ښځې چې د طالبانو د سختو محدودیتونو قربانیانې دي، دغه وضعیت ډیرې ناهیلې کړې دي. دغه ناهیلي او ناڅرګند برخلیک اکثرو هغو ښځو چې له ازادي راډیو سره یې د دوی اړوند بیلابیلو مسایلو په اړه خبرې کړي، په څرګند ډول بیان کړی دی.

دوو ښځو ازادي راډیو ته په رااستول شویو پیغامونو کې پرښځو د لګول شویو محدودیتونو د بیلابیلو ډولونو یادونه کړې او ویلي یې یې دي چې په ټوله کې ښځې په خپلو کورونو کې را ایسارې شوې دي.

کارکولای نشو، عامه ځایونو ته تګ راتګ زموږ محدود شوی دی، مکتبونه مو پرمخ تړل شوي، پوهنتونونه مو پرمخ تړل شوي، کورسونو ته نشوتللی

" د کارپیداکول ډیرسخت او مشکل شوي دي، دا زموږ د پرمختګ ستونزې دي، بل په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه بیخي کمه شوې یعنې په نشتون باندې حساب ده، کارکولای نشو، عامه ځایونو ته تګ راتګ زموږ محدود شوی دی، مکتبونه مو پرمخ تړل شوي، پوهنتونونه مو پرمخ تړل شوي، کورسونو ته نشوتللی، نو په کورپاتې یو، یعنې هرهغه حقونه چې موږ ته اسلام راکړي، موږ ته قران راکړي، موږته قانون راکړي، دا ټول له موږ څخه اخیستل شوي دي."

"له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، زما خور چې ښوونکې وه، له دندې ګوښه شوه. کشرې خور مې هم تر شپږم ټولګي پورې په ښوونځي کې زده کړې وکړې، خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده او تل ژاړي. زه هم له پوهنتون څخه پاتې شوم او ونه توانېدم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ هم په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو وضعیت ډیرناوړه وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په هرډول اړیکو کې د ښځواو نجونو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

پنځه کاله تیرشول او په دې موده کې بشري حقونه په سیسټماتیک ډول نقض شول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو. نړیواله ټولنه نشي کولای چې نور پنځه کاله له لاسه ورکړي


بینیټ د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د یوه ویډیي پیغام په یوه برخه کې وویل: " په افغانستان کې وضعیت سخت دی خو هغه داسې ندی چې بدل نشي، بدلون امکان لري خو د نړیوالې ټولنې دوامداره پاملرنې، پیوستون او اقدام ته اړتیا لري.

پنځه کاله تیرشول او په دې موده کې بشري حقونه په سیسټماتیک ډول نقض شول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو. نړیواله ټولنه نشي کولای چې نور پنځه کاله له لاسه ورکړي او دغه ځپنه د یوه نوي عادي نورم په توګه ومني. د افغانستان خلک زموږ له اندیښنو زیات څه ته اړتیا لري، دوی زموږ ارادې، زموږ پیوستون او اقدام ته اړتیالري."

بینیټ د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو تعامل ته په اشاره وویل چې د بشري حقونو په برخه کې له ریښتیني پرمختګ پرته د اړیکو عادي کول د دې خطررامنځته کوي چې یوه داسې رژیم ته مشروعیت ورکړل شي چې په سیسټماتیک ډول تبعیض او حذف مخ ته وړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG