د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۲

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه تېښته؛ افغانان لا هم د بالکان پر لاره بند پاتې دي

یو شمېر کډوال په ځنګلونو کې اوسي
یو شمېر کډوال په ځنګلونو کې اوسي

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، ګڼ شمېر افغانان لا هم د خوندي ژوند په لټه له افغانستانه د وتلو په هڅه کې دي. د دوی یوه برخه د اروپا پر لور د بالکان له لارې تېرېږي او په سربیا کې د بل پړاو سفر لپاره انتظار باسي.

رضا له خپلې مېرمنې، د هغې له مور، خور او کم‌عمره ورور سره د بلګراد په څنډه کې په یوه ځنګل کې په خېمه کې ژوند کوي. هغه وايي، کورنۍ یې په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستانه ووتله او له مزارشریف، ایران او ترکیې وروسته سربیا ته ورسېده.

رضا وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د خپلې کورنۍ د پرېښودو پرېکړه وکړه. د هغه په وینا، د کورنۍ تر ټولو سخته ستونزه د هغه خور ده چې له کوره د وتلو اجازه نه لري.

د بالکان پر لاره د افغان کډوالو یوه برخه په ځنګلونو کې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. د «KlikAktiv» کلیک اکټیف په نوم یوې مرستندویې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو مېشت‌ځایونو کې هره ورځ له ۲۰ تر ۵۰ پورې کسان اوسېږي او له شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنه یې افغانان دي.

د دې ادارې استازې میلیسا شواپیچ وايي، اکثره افغانان ډېرې لږې پیسې لري او د استوګنې لګښت نه شي ورکولی، له همدې امله په ځنګلونو کې پاتې کېږي. د هغې په وینا، کم‌عمره افغانان هم د بالکان پر لاره مخ په زیاتېدو دي او ډېری یې یوازې سفر کوي. نوموړې وايي، دا ماشومان د قاچاقبرانو او نورو جنایي شبکو له خوا د استثمار له جدي خطر سره مخ دي.

د سربیا د کډوالو د دولتي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره کسان ثبت شوي چې ډېری یې د افغانستان، مصر، ترکیې، مراکش او سوریې اتباع وو. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله نژدې ۵۰ سلنه کم دی.

سره له دې چې د بالکان پر لاره د پولې سختو امنیتي تدابیرو او اغزن سیمونو د لویو ډلو تګ راتګ محدود کړی، کډوال لا هم د قاچاقبرانو د شبکو په مرسته سفر کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په جولای کې د سربیا په درې فعالو

د بالکان پر لاره سختو امنیتي تدابیرو او اغزن سیمونو د لویو ډلو تګ راتګ محدود کړی، خو کډوال لا هم د قاچاقبرانو د شبکو په مرسته سفر کوي

ترانزیتي مرکزونو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان اوسېدل چې ډېری یې افغانان وو.

له افغانستانه د ۱.۶ میلیونو څخه ډېرو کسانو وتل

رضا او کورنۍ یې څو ځله د سربیا په شمالي پولو کې د پولیسو له خوا بېرته شاته تمبول شوي دي. هغوی دوه ځله هڅه کړې چې هنګري او څلور ځله کروشیا ته واوړي، خو بریالي شوي نه دي.

رضا وايي، دوی به هڅې ته دوام ورکړي او نه غواړي افغانستان ته بېرته ستانه شي.

د اروپا د کډوالو او جلاوطنو شورا د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان وتلي دي. په اروپا کې افغانان له سوریه‌والو وروسته د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله جوړوي.

د افغانستان روان وضعیت

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پېژندلی دی. د چین په ګډون یو شمېر نور هېوادونه، له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په درشل کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بنسټیز تبعیض یو سیستم رامنځته شوی او ښايي د بشریت پر ضد جرم وبلل شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د اوو او ۱۸ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي.

د خبریالانو د حقونو د څار نړیوال سازمان «بې پولې خبریالان» هم وايي چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ تړل شوې او له ۲۰۲۱ کال راهیسې د رسنیو تر ۱۶۵ ډېر کارکوونکي نیول شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG