د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۵

څو هنرمندان وايي، د موسیقۍ له لارې مدني مبارزه کوي

یو شمېر افغان سندرغاړي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د مختلفو ترانو په ویلو د موسیقۍ له لارې د طالبانو د حکومت لګول شوي محدودیتونه ننګولي.

افغان سندغاړی سنګر سُهیل دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روان وضعیت اړوند دې سندره کې د انتقاد ژبه کاروي.

ښاغلي سُهیل ازادي راډیو سره خبرو کې د بیان ازادۍ، د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو او د بشري وضعیت د بدلون لپاره د موسیقۍ او سندرو پر اغېزمن رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې که څه هم په هېواد دننه د افغان هنرمندانو پر فعالیت بندیز لګېدلی خو دوی په دې لړ کې له لرې لارې وخت پر وخت د طالبانو پالیسۍ ننګولي دي:

“هنرمندان د موسیقۍ، نغمو، ترانو، میلوډي او د شعر له لارې په هېواد دننه زموږ د محکومو خویندو او هغو ازادیو چې وطن کې سلب شوي، غږ کېدلی شي، چې ټولنې او نړۍ ته د هغوی غږ ورسوي،ممکنه وه چې دې تېرو پنځو کلونو کې په لوړه پیمانه او کچه دا کار شوی وی، خو دا چې اکثریت هنرمندان له هېواده ووتل او نورو ملکونو ته ولاړل،خپله ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم د دې محرومو ځوانانو او پېغلو حقونو ته یې کار کړی، ما هم په دې اړه په ډېرو شعرونو او سندرو کار کړی دی.”

سنګر سهیل: هنرمندان د نغمو، ترانو، میلوډي او د شعر له لارې په هېواد دننه زموږ د محکومو خویندو او هغو ازادیو چې وطن کې سلب شوي، غږ کېدلی شي

ښاغلی سُهیل وایي، د موسیقۍ، سندرو او ترانو مختلف سبکونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې فولکلور او سیمیزې بڼې یې د فرهنګي ارزښت په توګه په ټولنه کې د بشري حالاتو او سیاستونو د بدلون لپاره هغه اغیزناکې پدیدې دي چې کولای شي، تر هرې سیمې، کلي او مقامه ورسېږي.

بل افغان سندرغاړی میرویس نجرابي هم د ورته څرګندونو تر څنګ ټینګار کوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د مختلفو افغانانو، ښځو، نړیوالې ټولنې او هېوادونو په ګډون افغان سندرغاړو هم د یو مدني خوځښت په توګه موسیقي او سندرې د عدالت غوښتنې لپاره وسیله ګرځولې دي.

ښاغلي نجرابي وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه چې چې د سندرو جوړول د اعتراض یوه نرمه، خو اغېزناکه لاره ده:

“زه خپله په تېرو دې پنځو کلونو غلی ناست نه یم او ځینې هنري چارې مې ترسره کړي دي، په دې هیله چې په ټولنه کې وضعیت بدل شي او د دې وضعیت د بدلون لپاره باید نورې سندرې هم وویل شي او هنري کارونه وشي، ځکه

نجربي: په هماغه اندازه چې مدني مبارزه او عدالت غوښتنه اغېز لري، فکر کوم موسیقي ترې لا ډېره اغېزناکه ده


دا سندرغاړي وایي، هڅه یې کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د موسیقۍ له لارې هغه موضوعات بیان کړي چې په افغانستان کې پرې په ښکاره خبرې کول ستونزمن شوي دي.

دا افغان سندرغاړي داسې مهال د عدالت غوښتنې اړوند د خپلو فعالیتونو پر ارزښت او اغېز ټینګار کوي چې طالبانو په افغانستان کې په خپله واکمنۍ کې په تېرو پنځو کلونو کې د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار، د بیان ازادۍ اړوند د ګڼو محدودیتونو تر څنګ پر موسیقۍ، سندرو ویلو، اورېدلو او هنري فعالیتونو هم بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي اورېدل او جوړول په افغانستان کې منع او حرام اعلان کړي دي.

د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده او په عامه ځایونو کې به اجازه نه ورکول کېږي.

وروسته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو هم په ۲۰۲۳ کال کې خلکو ته د موسیقۍ د نه اورېدو سپارښتنه وکړه او په بېلابېلو مواردو کې یې د موسیقۍ پر خپرولو او د هنرمندانو پر فعالیتونو محدودیتونه ولګول.

سره له دې، افغان سندرغاړي په دې باور دي چې موسیقي لا هم د افغانانو د احساساتو، غوښتنو او اعتراضونو د بیان یوه مهمه وسیله ده، ټینګار کوي چې که څه هم د طالبانو محدودیتونو د موسیقۍ او هنري فعالیتونو لمنه تنګه کړې، خو د سندرو له لارې د ټولنیزو او بشري مسایلو بیان لا هم دوام لري.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG