د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۱

افغانستان ته سینما کله راغله؟ اوس سینما او د سینما صنعت محوه شوی

په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د نورو برخو تر څنګ هنري او تفریحي برخې هم زیانمنې شوې دي، چې یوه له دې برخو څخه سینما ده.

د افغاني سینما یو فعال، فلم جوړونکی موسی رادمنش وايي: «سینما یو لوی انساني هنر دی چې زړونو ته لار پرانیزي او ولس ته دا مفکوره او ایډیا ورکوي چې د خپل ژوند په بهیر کې ورنه خپل اخیست ولري.»

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداراز وویل چې له سینما خلک زده کړه کوي او له تفریح سره سره فکر خپرونکې هم ده.

پنځه کاله کېږي چې طالبانو د سینما دروازې د خلکو پر مخ تړلي او تېر لمریز کال په پلازمېنه کابل کې د «اریانا» په نوم هغه پخوانۍ سینما هم ونړول شوه چې لسیزې مخکې، په ۱۹۶۰ کال کې جوړه شوې وه.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي و چې د اریانا سینما پر ځای به د سیمې د وضعیت متناسب یو متفاوت تجارتي مارکېټ جوړ شي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کابل پارک سینما هم د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په امر ویجاړه شوه. هغه مهال نوموړي کابل ښاروالۍ ته ویلي و چې یاده سینما دې په پرمختللې بڼه جوړه یا دې هم پر ځمکه یو فرهنګي مرکز جوړ شي.

یو شمېر کابل ښاریان هم سینماګانې د زده‌کړو او تفریح ګډ مرکزونه ګڼي.

د کابل ښار اوسېدونکي شریف‌الله ازادي راډیو ته وویل: «فعلاً خو په افغانستان کې سینما نشته، یو تفریحي ځای و چې ښوونیز فلمونه به یې خپرول، خو اوس له سینماګانو تجارتي مرکزونه جوړ شوي دي.»

سینما ته که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، په تېر جمهوري نظام کې هم د ښځو او نجونو د ورتګ زمینه نه وه مساعده، خو مخکې په شپېتمه او اویایمه لسیزه کې به نجونې او کورنۍ هم ورتللې.

د کابل اوسېدونکې ګلالۍ یې راته کیسه کوي: «پخوا به سینماګانې وې، فامیلونه به تلل سینماګانو ته، د تفریح په خاطر، خپل وخت به یې ښه تېراوه. زه خپله له فامیل سره مې څو ځله تللې یم، د ښځو ځای به بېل و، د نارینه‌وو بېل او د فامیلونو هم بېل. ښه وختونه وو، خاطرې یې تر اوسه زموږ په یاد دي.»

دا چې ولې سینماګانې د خلکو پر مخ تړل شوي، په دې اړه مو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ویاند خبیب غفران څخه وپوښتل، خو هغه مو پوښتنې ځواب نه کړې او نه هم مخکې دغه وزارت په دې اړه څه ویلي دي.

سینما په ۱۹۲۳ کال کې د امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغله.

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د افغان فلم په جوړېدو سره سینما او هم د فلمونو جوړولو په دغه هېواد کې پرمختګ وکړ.

که څه هم په افغانستان کې د سینماګانو د شمېر په اړه بېلابېل شمېرې راپور شوي، خو د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ، چې مخکې له افغان سینماګرانو سره د خبرو پر بنسټ برابر شوي، په دغه هېواد کې ۳۸ سینماګانې موجودې وې چې ۱۷ یې په کابل او ۲۱ په نورو ولایتونو کې وې.

دغو سینماګانو کې بېلابېل فلمونه، خو ډېر هندي فلمونه، نندارې ته وړاندې کېدل.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د سینماګرانو ټولنې مشر، صفور اهن‌خیل وايي، سینما یوه اړتیا ده او دا چې افغانستان کې یې دروازې د خلکو پر مخ تړل شوي، دا دوی ته د منلو نه ده: «خلک لکه څنګه چې خوب، ډوډۍ او کار ته اړتیا لري، سالمې تفریح ته هم اړتیا لري، د سینما سالونونو ته اړتیا لري، راټولېدنو ته اړتیا لري. دا زموږ ټولنې ته اصلاً د منلو نه ده، ځکه چې سینما یوه نړیواله پدیده ده.»

د یادونې ده چې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې دا چې سینماګانې تړل شوي، بلکې د فلم جوړولو صنعت هم اغېزمن شوی دی.

مخکې یو شمېر افغان سینماګرانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.

خو ښاغلی اهن‌خیل وايي، په بهر کې، په جلاوطنۍ کې افغان سینماګران فعالیت لري او ځینې فلمونه یې هم جوړ کړي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG