د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۴

د امریکا ولسمشر وايي: د امریکا له لوري سمندري محاصرې د ایران اقتصادي بحران لا سخت کړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا له ایران سره محدود تماسونه لري او د نویو پوځي عملیاتو د امر پر ځای غواړي پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د اګست پر ۹مه، له «اکسیوس» وېبپاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران له اقتصادي پلوه «په ډېر بد وضعیت» کې دی او د خپلو ځواکونو د معاشونو د ورکولو لپاره کافي پیسې نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا له لوري سمندري محاصرې د ایران اقتصادي بحران لا سخت کړی دی.

د امریکا ولسمشر وویل، د دې پر ځای چې د ایران پر وړاندې د تازه پوځي عملیاتو امر وکړي، غواړي اقتصادي فشارونه پر دغه هېواد نور هم زیات کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا تېره اوونۍ د هرمز تنګي د نه پرانیستل کېدو له امله د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي بریدونو د بیا پیلولو په درشل کې وه.

اکسیوس وايي، ټرمپ په دې مرکه کې د ایران پر وړاندې کوم نوی پوځي ګواښ نه دی مطرح کړی.

نوموړي همداراز له دې امله خپله غوسه یا نارضایتي نه ده څرګنده کړې چې ایران له عمان سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو د هوکړې اعلان ځنډولی دی.

د ایران چارواکو د شنبې په ورځ له هرمز تنګي څخه د بېړیو د تېرېدو لپاره د خپلو نویو غوښتنو لېست هم خپور کړی و.

ټرمپ ویلي: «موږ په احتیاط مخته ځو.»

هغه زیاته کړې: «موږ یوازې له هغوی سره محدودې خبرې لرو. موږ یوازې ایران د سخت انفلاسیون او د پیسو د نشتوالي له امله له نژدې څارو.»

د ایران په اړه د روانې ترینګلتیا او بدلونونو په تړاو ټرمپ وویل: «په پای کې به هر څه سم شي. تل همداسې کېږي. دا د شطرنج د لوبې په څېر دی.»

له بلې خوا ایراني چارواکو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره نوي او پراخ شرطونه مطرح کړي دي. د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه به هرمزتنګی خلاص نه شي چې امریکا خپل دریځ او چلند بدل نه کړي.

ایران د جګړې او بریدونو د پای ته رسېدو، د امریکا د پوځي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د جګړې د زیانونو د بشپړ جبران، د بندیزونو د لغوه کېدو او د د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران او مسقط په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د مسیر او حقوقي مدیریت په اړه هوکړې ته ډېر نژدې شوي دي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه لومړی د یوه موقتي مسیر پر جوړولو خبرې کوي چې وروسته به د دایمي مسیر لپاره بنسټ وګرځي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG