د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۳

د بدخشان د سروزرو کانونو زرګونو کسانو ته کار او عاید پیدا کړی خو چاپېریال یې خراب کړی

په افغانستان کې د سرو زرو د کانونو د استخراج له زیاتېدو سره د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې زرګونو کسانو ته د کار او عاید شرایط برابر شوي، خو ورسره د سیمې د سیندونو، کرنیزو ځمکو او څړځایونو د ویجاړېدو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

د «شیوا» د سرو زرو په کان کې، چې د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار د شمال‌ختیځ په شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د کان کیندنې لسګونه ماشینونه شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې کار کوي. په دې سیمه کې زرګونه کان‌کیندونکي د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي او د سرو زرو د استخراج په چارو بوخت دي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د سرو زرو کان‌کیندنې د دوی پر ژوند او طبیعي چاپېریال منفي اغېز کړی دی.

۷۴ کلن کروندګر محمد امین، چې د پُلي‌زيري بان په دره کې اوسېږي، وايي پخوا د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو په کان کې د کار له پیلېدو وروسته د سیند اوبه د څښلو او حتی د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.

د هغه په وینا، د سیند پر غاړو واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره ممکنه نه ده. نوموړی وايي پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.

امین وایي، خپله ځمکه یې د کان‌کیندنې یوې کمپنۍ ته د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې په اجاره ورکړې وه، خو یوازې نیمې پیسې یې ترلاسه کړې او کمپنۍ د کان‌کیندنې له پای ته رسېدو وروسته د ځمکې د بېرته رغولو خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

په بدخشان کې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان په کان‌کیندنه بوخت دي.

د کانونو د چارو متخصص، قدیر مُتفي، چې د افغانستان په جمهوري حکومت کې د کانونو او پیټرولیم وزارت سلاکار او ویاند و، وايي چې د کانونو تر استخراج مخکې باید شفاف قوانین موجود وي. ده ازادي راډیو ته وویل:

«په بدخشان کې چې کوم قراردادونه یا مثلاً استخراج کېږي له یوې خوا د استخراج نظارت متاسفانه نه لیدل کېږي، موږ نه وینو چې په کوم اساس باندې دا استخراجېږي، څه شرایط ورته ټاکل شوي دي، څومره عواید راټولېږي، دا عواید په کومو کومو برخو کې دي، په کومو عام المنفعه پروژو کې ورڅخه استفاده کېږي دا یو غټ سوال دی چې تراوسه پورې نه دی حل. فکر کوم شرایط ډېر مهم دي، تر څو چې منابع په منظمه توګه تاسي په دوامدراه اقتصادي ګټو باندې بدلې نه کړئ او د دې دوامداره اقتصادي ګټو لپاره شرایط ډېر مهم دي چې باید تاسي یې ولرئ. »

خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې پخوا به طبیعي زیرمې په نامنظم ډول او له کافي څارنې پرته استخراجېدې، خو اوس د کان‌کیندنې د تنظیم او څارنې لپاره هڅې روانې دي.

سره له دې ستونزو، د افغانستان د بېکارۍ او محدودو کاري فرصتونو له امله د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه زرګونه کسان د کار لپاره بدخشان ته تللي دي.

د کابل اوسېدونکی ۲۱ کلن محمد آغا خواجه‌خېل، چې له پنځو کلونو راهیسې په کان‌ کې کار کوي، وايي په کابل کې د کار فرصتونه کم دي او د کان په سیمه کې لارۍ باروي او له دې لارې د میاشتې شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

د جلال‌اباد اوسېدونکي شفیع‌الله احساس هم خپل کیندونکی ماشین سلګونه کیلومتره لیرې بدخشان ته انتقال کړی دی. نوموړی وايي په جلال‌اباد کې د سرو زرو د کان استخراج نه و پیل شوی، نو اړ شو چې د کار لپاره خپل ماشین بدخشان ته راوړي. هغه هره میاشت شاوخوا ۲۵ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

طالبانو واک ته تر رسېدو مخکې هم د بدخشان ځینې کانونه په کنټرول کې لرل او د کانونو د کیندلو لپاره یې له ماشینونو کار اخیست.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د کان‌کیندنې سلګونه قراردادونه لاسلیک شوي او د کان‌کیندنې په برخه کې د واقعي ودې کچه په اوسط ډول هر کال له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وه.

د بدخشان ولایت د راغستان اوسېدونکی حسیب الله د هماغه مهال په اړه وايي:

«له کله چې طالبانو راغستان ولسوالي نیولې، د سروزرو کانونه یې په کنټرول کې اخیستي او خلک چې ستونزې لري، هلته کار کوي چې د شپې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي او له هرو پنځو طلاوو یوه طالبان د خمیس په توګه اخلي.»

خو د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د کانونو پر پراختیا ډېر تمرکز کړی او هڅه کوي له طبیعي زیرمو څخه د دولت عواید زیات کړي.

د بدخشان د کانونو د ریاست مشر عبدالمتین رحیمزي ویلي چې په دغه ولایت کې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ شرکتونه ثبت شوي او زرګونه کسان بې ماشینه په لاس په کان‌کیندنه بوخت دي.

د نړیوال بانک د مې میاشتې د یوه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د کان‌کیندنې سلګونه قراردادونه لاسلیک شوي او د کان‌کیندنې په برخه کې د واقعي ودې کچه په اوسط ډول هر کال له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وه.

د بدخشان د کانونو د ریاست د معلوماتو له مخې، د دوی حکومت په ۲۰۲۵ کال کې په دغه ولایت کې ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر راټول کړي دي.

د بدخشان د کانونو ریاست د شاوخوا ۲۲۵ هغو کاني ‌سایټونو د تړلو امر کړی چې د چاپېریال د زیان سبب شوي وو؛ د شیوا سیمه هم په دغو سیمو کې شامله ده.

د چارواکو په وینا، په یوه سیمه کې د کان‌کیندنې او ورپسې سېلونو، خټو او ډبرو له امله پل، دوکانونه او یو ښوونځی تر خاورو لاندې شوي او سیمه بشپړه ویجاړه شوې ده.

په همدې حال کې د کان‌کیندنې پراختیا د طالبانو حکومت ته د عوایدو د زیاتولو او زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي، خو د بدخشان تجربه ښيي چې د طبیعي سرچینو چټک استخراج، که له چاپېریالي معیارونو، د خلکو له حقونو او اغېزمنې څارنې سره مل نه وي، کولی شي د اوبو، کرنې، مالدارۍ او د ځايي خلکو ژوند ته جدي ستونزې پېښې کړي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG