د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۴

واړه کاروبارونه؛ په افغانستان کې د اکثریت کورنیو د ګټې وټې سرچینې دي

امرالله انداز د کابل په احمدشاه بابا مېنه ( ارزان قیمت ) سیمه کې د خاورو په کټوو او لوښو کې مستې، دغه شان د شیدو چای خرڅوي.

دی وايي، له شا خوا یو میاشتې راهیسې یې دا کار پیل کړی دی، په څو سوو افغانیو هغه هم په پور، خو په خبره یې د خوشحالۍ ځای اوس دا دی دومره پرې ګټي چې د خپلې دولس کسیزې کورنۍ نسونه ماړه کړي :"د ورځې یا دوه سوه وګټم یا دوه نیم سوه وګټم، ما دا کار له پنځه سوو افغانیو پیل کړ، هغه مې هم له یو دوکاندار پور کړې، ما غوښتل دې ټولنې ته یو داسې پیغام ورکړم، چې یو ځوان له پنځه سوو افغانیو هم کار پیلولی شي، زمونږ اکثره ځوانان کورونو کې وايي، دوه لکه، درې لکه راکړه چې زه کار پیل کړم."

ما غوښتل دې ټولنې ته یو داسې پیغام ورکړم، چې یو ځوان له پنځه سوو افغانیو هم کار پیلولی شي

د امرالله په خبره یوازې ځانته نه، بلکې له دې لارې یې یو ملګری ته هم روزګار برابر کړی، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول کار لپاره ایران ته ولاړ شي:" ما له ځان سره یو بل کس هم مصروفه کړی دی، د چایو په برخه کې همکار دی راسره، هغه پسې څوارلس کسیزه کورنۍ ده، هغه غوښتل چې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شي، خو مونږ یې ممانعت وکړ. "

د یادونې ده چې ډیری افغان ځوانان د بې کارۍ له امله په ناقانونه او قاچاقي لارو چې له خطره ډکې او مرګونې دي د کار په موخه نورو هیوادونو ته سفر کوي، چې تاسې به په رسنیو او ټولنیزو پاڼو د یو شمیر دوی د مرګ، ژوبلې خبرونه لوستي، اورېدلي او کتلي وي.

د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست چپس پلورونکی احمد شاه بیا د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکی دی، دی چې کال کېږي له پاکستان خپل هیواد ته راستون شوی، په کراچۍ د چپسو تر څنګ، برګر او فلافل هم خرڅوي، احمدشاه هم وايي د پور په پیسو یې کار پیل کړی دی: " له پاکستان سیده کابل ته راغلی یم، مخکې مې کله یو کار او کله بار کار، ورځنۍ مزدوري کوله، اوس مې یو دوه زره افغانۍ چا نه پور کړې، خپلې مې نه درلودې، په هغې مې یوه کراچۍ درولې، چپس، برګر او فلافل خرڅوم، بس روزانه ژوند پرې تېرېږي، اوس کوشش کوم له همدغې یو څه جوړ کړم."

احمد شاه زیاتوي، د خلکو اقتصاد ښه نه دی، د اخیستلو توان نه لري، نو ځکه دی هم د ورځې همدا سل تر یونیم سل افغانیو پورې ګټي، که څه هم خواړه په ډېره ارزانه بیه خرڅوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، همدا واړه کاروبارونه دي، چې د افغانستان اقتصادي څرخ تاووي.

ټولو تجارانو له وړو کارونو نه پیل کړی بیا غټو کارونو ته رسیدلي دي

د دې خونې سلاکار خانجان الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: " لوی اقتصاد چې تشکیلوي، په ټوله دنیا کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې هغه دا واړه کاروبارونه دي، ټولو تجارانو له وړو کارونو نه پیل کړی بیا غټو کارونو ته رسیدلي دي، نو دا یو ښه کار دی، خو دې لپاره باید اول ذهنیت موجود وي، اراده موجوده وي، لږ څه امکانات هم او بیا باید عملاً کار پیل شي. "

خو د امکاناتو په برخه کې چې ښاغلی الکوزی یې یادونه کوي ستونزې شته، ځکه بانکي ستونزې موجودې او خلکو ته پورونه نه ورکول کېږي، ان پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته خلک له بانکونو د خپلو زیرمه شویو پیسو په اخیستلو کې هم ستونزو سره مخ دي.

دا چې نن سبا څومره کسان په افغانستان کې په وړو کاروبارونو بوخت دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونه خونه وايي شمیر یې نه دی معلوم.

واړه کاروبارونه په افغانستان کې د ډیری کورنیو د دسترخوان وسیله ده، هغه که په کراچیو د خوړو پلورل دي، خیاطي ده، لاسی صنایع، ترمیماتي خدمتونه او که نور، چې د نارینه وو تر څنګ یو شمیر ښځې هم پرې بوختې دي او ازادي راډیو یې د دغو بوختیاوو په اړه وخت په وخت بېلابیل راپورونه خپاره کړي دي.

خو دا کارونه، دا چې په لومړیو کې ډیر عاید نه کوي یو شمیر ترې ژر زړه تورن شي او لاس ترې واخلي، خو د امرالله انداز په شان یو شمیر نور بیا ادامه ورکوي او راتلونکي ته یې هیله من وي: " زما هدف ډیر لوړ دی، زه غواړم چې زما دا کار تر ډېره پورې ولاړ شي، د کټوې مستي مې کور په کور ورسېږي، دا کار به کرار کرار مخته ځي. "

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG