د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۱

په کابل کې پخوانۍ او تاریخي هدیرې ډکې شوي، د نویو قبرونو لپاره په کې په اسانه ځای نه پيدا کېږي

پلازمینه کابل، هغه ګڼ نفوسه ښار چې د نورو ښاري ستونزو ترڅنګ یې اوس د هدیرو لمنې هم پراخې او تر ډیره ډکې شوې دي.

د دغه ښار اوسیدونکي وایي چې د مړو لپاره د قبر موندل په یوې لویې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې بدل شوی دی.

د ننګرهار دا اوسېدونکی فیصل, وايي « دا چې موږ اقتصادي ستونزې لرلې نو بیا مجبوره شو چې خپل مړی ننګرهار ته انتقال کړو.»

فیصل چې اوس په کابل کې اوسیږي په خبره یې څه موده وړاندې یې د کورنۍ یو غړی مړ شوی وو خو د کابل په شهدای صالحین هدیره کې یې د ځای د نه موندولو له امله اړ شو خپل مړی ننګرهار ته انتقال کړي.

هغه ازادي راډيو ته وویل که څه هم په هدیره کې ځایونه موجود وو خو بیه یې له ۳۰ زره ډېره وه او دوی نه شول کولای دومره پیسې ورکړي.

هغه وویل: «اول خو د قبر لپاره ځای ورته نه پیدا کېده، بیا مو چې ځای پیدا کړو، بیه یې ډېره لوړه وه، مخکې به د قبر لپاره د ځای اخیستل تر لس یا شل زره افغانۍ وه خو اوس یې بیې له ۳۰ زره هم لوړې شوي دي، دا چې موږ وسه نه لرله بیا مو له مجبوري خپل مړۍ ننګرهار ته انتقال کړو.»

د پلازمینې یو بل اوسېدونکي فیصل ابراهیمي ازادي راډيو ته وویل په کابل کې د بیلابیلو ولایتونو اوسېدونکي د خپلو مړو د خښولو په برخه کې په هدیرو کې د خپلو ځایونو د نه لرلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «په کابل کې ډېرې هدیرې ډکې شوي دي، اول خو د قبر لپاره ځای په کې نه پیدا کیږي، بیا چې پیدا هم شي، بیې یې لوړې دي، ډېر خلک مجبوریږي چې خپل مړي نورو سیمو ته انتقال کړي.»

د کابل په ډېر شمېر هدیرو کې ځايي خلکو له وړاندې د خپلو کورنیو لپاره ځمکې په بیه اخیستي او ځینې یې خپلې پلرنې هدیرې لري چې د نورو مړو ته په کې د خښولو اجازه نه ورکول کیږي.

دغه هدیرې په وروستیو څو لسیزو کې د جګړو له امله د معمول خلاف په چټکۍ پراخه شوي دي.

د دې ترڅنګ په وروستیو کې په دې ښار کې د وګړو د شمېر زیاتوالی او دغه راز د غیر پلاني ابادیو شتون او غصب نور هغه لاملونه دي چې له مخې یې دغه ښار د هدیرو لپاره د تشو ځمکو له کمښت سره مخ دی.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد الله ازادي راډيو ته وویل چې د هدیرو پراخوالي نه یوازې د مړو د دفن کولو لپاره د ځایونو د نه موجودیت تشه رامنځته کړې بلکې د دې ښار ټولنیز جوړښت یې هم ګډ وډ کړی او دغه راز یې د ښاري پراختیا مخه نیولې ده.لیر

هغه وویل:«له یوې خوا هدیرې د ښار ښکلا او ټولنیز چاپیریال اغیزمنوي، له بله خوا د سړکونو د پراخوالي او ښاري پراختیا مخه هم نیسي.»

د دې ښار د ۱۶ مې ناحیې یوه اوسېدونکې خان زمان د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ښار په منځ کې جوړې شوې هدیرې دې لیرې پرتو سیمو ته انتقال کړي.

« د کابل نفوس ورځ تر بلې ډیریږي، او د دې لپاره لویو هدیرو ته اړتیا ده، زموږ غوښتنه له مسولینو په ځانګړي ډول کابل ښاروالۍ څخه داده چې دا هدیرې لیرو پرتو هغه سیمو ته چې نفوس یې کم دی انتقال کړي.»

که څه هم په دې اړه د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکزي او د طالبانو د حج اوقافو وزارت د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تېر کال د طالبانو د دحکومت د کابل ښاروالۍ اعلان کړی وو چې د کابل ښار په ده کیپک سیمه کې یې ۵۵۵ جریبه ځمکه د نوی هدیرې لپاره وقف کړې ده.

مسولینو ویلي وه چې د کابل په ښار کې شته هدیرې د مړو خښولو ظرفیت نه لري او تر دې وروسته کابل ښاریان باید خپل مړي له ښاره بهر نوي ټاکل شوی ځای کې خښ کړي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د حج اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې چې په دې ښار کې تر ۳۲۰ پورې پخواني لویې او وړي هدیرې موجودي دي.

خو اوس د کابل اوسېدونکي وايي چې ډېری یې خپل وروستي حد ته رسېدلې او د نویو مړو د منلو هیڅ ظرفیت نلري.

د کابل تر ټولو تاریخي او لویه هدیره، شهدای صالحین، چې د کابل په سویل کې د شیر دروازې غره په لمنو کې پرته ده، او د غیر رسمي شمېرو له مخې د نږدې ۳ لکه کسانو دایمي تل پاتې کور دی د دې وضعیت یو روښانه مثال دی.

په دې هدیره کې د لسګونو کلونو راهیسې مړي خښ شوي او اوس پکې د نوې ځمکې پیدا کول نږدې ناممکن شوي دي، او ښايي د کابل نورې هدیرې هم ورته وضعیت ولري.

خلک وايي د کابل په ډیرې برخو کې د مړو خښولو او د ژوندیو لپاره د استوګنې ځایونه سره په سیالۍ کې دی ځکه په دې ښار کې د قبر او د کور ځمکه دواړه په سختۍ پیدا کیږي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG