د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۴

په کابل کې د کورونو د خصوصي پروژو د کیفیت په اړه اندېښنه

د ودانیزو چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې د ودانیزو معیارونو نه مراعات او د غیرمعیاري ساختماني موادو کارول، په ځانګړي ډول په افغانستان کې چې د زلزلو له ګواښ سره مخ دی، کولی شي درانه مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي.

د هغو کورونو یو شمیر مالکان چې خپلې ځمکې او کورونه یې د استوګنیزو اپارتمانونو د جوړولو لپاره ودانیزو شرکتونو ته سپارلي، وایي د ودانیزو چارو د کیفیت په اړه اندېښن دي. دوی وایي، د څو اپارتمانونو د ترلاسه کولو په بدل کې یې کورونه نړول شوي، نو ځکه تمه لري چې نوې ودانۍ د تخنیکي معیارونو له مخې او د باکیفیته ساختماني موادو په کارولو سره جوړې شي.

د ودانیزو چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې د ودانیزو معیارونو نه مراعات او د غیرمعیاري ساختماني موادو کارول، په ځانګړي ډول په افغانستان کې چې د زلزلو له ګواښ سره مخ دی، کولی شي درانه مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي.

باسط، چې خپل کور یې یوې ودانیزې پروژې ته سپارلی، ازادي راډیو ته وویل: " نن هغه خلک چې د خپل ټول عمر پانګه په دغو ګډو استوګنیزو پروژو کې لګوي، حق لري پوه شي چې دا ودانۍ د تخنیکي معیارونو له مخې جوړې شوې دي که نه. که په ودانولو کې بې‌کیفیته خښتې، سمنټ او یا هم غیرمعیاري اوسپنه وکارول شي، په راتلونکي کې به خلکو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واوړي."

میرویس، د یو بل کور مالک دی چې خپل ملکیت یې یوې ودانیزې پروژې ته سپارلی، وایي د خلکو اندېښنې یوازې د ساختماني موادو تر کیفیت پورې نه محدودېږي.

هغه وویل:

"خلک څو جدي اندېښنې لري. کله ناکله ستونزه یوازې د بې‌کیفیته موادو کارول نه وي، بلکې د پروژې په بشپړېدو کې ځنډ، د ودانۍ په نقشه کې بدلون، د اړینو اسانتیاوو نشتوالی او د پېرودونکو لپاره د روښانه معلوماتو نه شتون هم مهمې اندېښنې دي. کله چې یو څوک د خپل ټول ژوند شتمني د کور په اخیستلو لګوي، باید پوه شي چې د خپلو پیسو په بدل کې څه ترلاسه کوي. ودانیز شرکتونه په دې برخه کې مسؤلیت لري او اړوندې ادارې باید د هغوی پر کار جدي څارنه وکړي."

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ودانیزو شرکتونو د ټولنې نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.

په همدې حال کې،د ودانیزو چارو یو شمېر انجنیران خبرداری ورکوي چې د غیرمعیاري ساختماني موادو کارول د طبیعي پېښو پر وړاندې د ودانیو مقاومت کموي.

انجنیر حمید، چې له کلونو راهیسې دې برخه کې کار کوي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"که ودانیز شرکتونه پروژې په ټیټ کیفیت عملي کړي، د ودانیو د خوندیتوب هېڅ تضمین نه وي. که بې‌کیفیته مواد وکارول شي، ودانۍ به د زلزلې، سختو بارانونو او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې لازم مقاومت ونه لري او ښایي په لنډ وخت کې زیانمنې شي."

د ساختماني موادو د کیفیت په اړه اندېښنې نوې موضوع نه ده. تر دې وړاندې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت په ۱۳۹۲ کال کې ویلي وو چې د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه لوړې ودانۍ په غیرمعیاري ډول او د بې‌کیفیته ساختماني موادو په کارولو سره جوړې شوې دي، چې د نړېدو خطر یې ډېر دی.

د مسؤلو چارواکو د نظر د ترلاسه کولو لپاره مو د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ له فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي سره اړیکه ونیوله، خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په کابل کې په وروستیو کلونو کې د استوګنیزو اپارتمانونو او څو پوړیزو ودانیو جوړول زیات شوي دي. د دې بهیر ترڅنګ، کارپوهانو بیا بیا د ودانیزو معیارونو د رعایت، د معیاري ساختماني موادو د کارونې او د ودانیزو پروژو د بهیر د اغېزمنې څارنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG