د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۳

په افغانستان کې د ګارګرو ماشومانو ستونزې، ځینې وایي، له کار پرته بله چاره نه لري

کارګر ماشومان، ارشیف
کارګر ماشومان، ارشیف

د پلازمینې کابل په لارو کوڅو کې ګڼ شمېر داسې ماشومان شته چې بې وزلۍ ورڅخه د ښوونځي حق اخیستی دی. د کابل اوسیدونکي هم وایي چې د پخوا پرتله د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د ماشومانو کار په افغانستان کې له تلپاتې ستونزو څخه دی چې تراوسه ورته حکومتونو او موسسو هیڅ بنسټیز کار نه دی کړی.

کارګر ماشومان وایي، د کورنۍ سرپرستي او نفقه ورله غاړې ده او له کار پرته بله چاره نه لري.

په وروستیو کې د کابل د ښار په بیلابیلو سیمو کې د هغو ماشومانو شمېر ډېر شوی چې ښوونځي ته د تګ او د ماشومانه لوبو پر ځای پر سړکونو او واټونو ساعتونه ساعتونه د پلاسټیکونو پر راټولولو، اوبو پلورلو، د بوټانو پر رنګولو، د موټرو د ښېښو پر پاکولو او نورو بیلابیلو کارونو بوخت دی.

"د ورځې سل یا یو نیم سل افغانۍ ګټم په هغې باندې مو د ټول کور ګوزاره روانه کړې ده."

۱۳ کلن نصرت چې تر اوم ټولګي یې زده کړي کړي د کابل ښار د پل باغ عمومي په سیمه کې ښاري موټرو ته سپرلۍ پیدا کوي.

وايي د پنځه سپرلیو د پیدا کولو په سر ورته موټر چلونکی لس افغانۍ ورکوي، او د ورځې په منځني ډول له سل تر یو نیم افغانیو کار کوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې پلار یې ناروغ او بل څوک یې د کار نشته ځکه اړ شو خپلې زده کړې نیمګړې پریږدي او د کور لپآره نفقه وګټي.

نصرت وویل:"پلار مې سپین ږیری او ناروغ دی، بل څوک د کار نه لرم، دلته د سل یا یو نیم سل افغانیو کار کوم او ماښام پرې کور ته یوه مړۍ ډوډۍ وړم، ورونه مې نشته، د کور د میاشتې دوه زره افغانۍ کرایه ورکوو، ښوونځی مې تر اوم پورې ویلی دی او دلته موټر ډکوم."

دکابل ښار په دهمزنګ سیمه کې یو بل ۱۱ کلن ماشوم چې خپل نوم یې فرید الله راوښود وویل ټوله ورځ په لارو او کوڅو پلاستیکونه او کاغذونه راټولوي او بیا یې پلوري.

هغه وویل د کورنۍ بل سرپرست یې نشته او دی اړ دی د زده کړو پر ځای کار وکړي.

"د ورځې همدا سل یو نیم سل افغانۍ پیدا کوم، له سهاره تر ماسپښېن او وروسته بیا تر ماښامه کار کوم، بل څوک د کار نه لرو زه مجبور یم کار وکم."

د همدې ښار د کارته نو سیمي یو بل اوسېدونکي سردارولي چې عمر یې شاوخوا ۱۲ کاله دی ازادي راډيو ته وویل:"کار هم نشته، خو مجبور یوه زه خپله په کوڅو کې کباړ راټولوم بیا یې پلورم، حکومت هم موږ ته هیڅ پام نه کوي."

په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي په کور ددنه اقتصادي ناروین او بې وزلۍ ماشومان اړ کړي چې د زده کړو په ځای کار ته مخ کړي.

دوی وايي په اوسنیو شرایطو کې د ماشومانو د کار دوام نه یوازې د هغوی راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ کوي، بلکې د نالوستۍ، بېوزلۍ او ټولنیزو زیانونو د پراختیا زمینه هم برابروي.

د پلازمینې یوه اوسېدونکی نور محمد ازادي راډيو ته وویل: "په ښار کې چې ګرځو ډېر ماشومان ګورو چې دوی کباړ راټولوي، دوی سخت کار کوي، اوبه پلوري، یو ځینې نور کارونه کوي، زه فکر کوم چې دولت باید دوی ته پام وکړي او دوی زده کړو ته تشویق کړي."

هغه اندېښنه وښوده او وې ویل چې کارګر ماشومان د خپلو ورځنیو فعالیتونو په لړ کې له ترافیکي پېښو، تاوتریخوالي او د ناوړه ګټې اخیستنې په ګډون له بیلابیلو خطرونو سره مخ کیږي.

هغه له مسولو بنسټونو وغوښتل چې اړمنو او بې وزله کورنیو ته د اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو او د دوی د ملاتړ پروګرامونو په پلی کولو سره د ماشومانو د کار د کمولو او هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په دې اړه د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو دغه وزارت تېر ۱۴۰۴ لمریز کال رسنیو ته ویلي وو چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر معلوم او په بیلابیلو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې وروسته په دې هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق "سېف د چلدرن" تېر ۲۰۲۵ میلادي کال په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې تر شپږ ميليونه زيات ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG