د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

کابل کې دنقرې زیوراتو بازار دنارینه پیردونکو په زیاتوالي ګرم شوی

په نقره کې پوښل شوی فیروزه غمی، افغانستان
په نقره کې پوښل شوی فیروزه غمی، افغانستان

کابل کې له نقرې د جوړو شويو زیوراتو یو شمیر پلورونکي وايي، نارینه پیردونکي یې زیات شوي دي. دوی یې لاملونه بېلابیل ګني، خو ځوانان وايي د نن سبا ډول دی.

نقره یا سپین زر، هغه چې له ډېر پخوا راهیسې، خلک ترې له جوړو شویو زیوراتو استفاده کوي، د یو شمیر پلورونکو په وینا یې د ښځو تر څنګ نن، سبا نارینه خوښونکي یې هم ډېر شوي دي.

د کابل په شهرنو سیمه کې یو نقره پلورونکي نوید احمد رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

نارینه یې ډیر اخلي، فرمایشونه د ګوتمیو ډیر دي، اخلي یې ډالۍ لپاره،
نوید احمد رحیمي


" نارینه یې ډیر اخلي، فرمایشونه د ګوتمیو ډیر دي، اخلي یې ډالۍ لپاره، او ان بهر ته یې هم لېږي، زمونږ فروشات تر ډیره انلاین دي."

خو لاملونه یې څه دي چې نارینه هم ورته لیوال شوي دي؟

د کابل په دشت برچي سیمه کې د نقرې د زیوراتو یو پلورونکي عزیز الله احمدي ازادي راډیو وویل، یو لامل یې شرعي دی، ځکه له پخوا داسې ویل شوي چې طلا سره لمونځ نه کېږي خو نقرې سره څه ستونزه نه لري:

دا له ډېر پخوا راهیسې ویل شوي، چې نارینه وو سره طلا ښه نه ښکاري
عزیزالله احمدي


" دا له ډېر پخوا راهیسې ویل شوي، چې نارینه وو سره طلا ښه نه ښکاري ځکه د شریعت له اړخه ستونزه لري، د لمونځ له امله، نو له نقرې پخوا هم خلکو استفاده کوله اوس یې هم کوي. "

د نوموړي په خبره مخکې یې ځني سپین ږیري یا د پاخه عمر کسان لیواله وو خو اوس یې ځوانان هم ډېر اخلي نو ځکه یې پیردونکي زیات شوي دي.

د نقرې د زیواراتو یو بل انلاین پلورنکی محمد رفیع یې بیا لامل د نقرې او هغوقیمتي ډبرو او غمیو په اړه چې په دې زیوراتو کې کارول کېږي د خلکود معلوماتو زیاتېدل بولي.

خلکو علمي معلومات ترلاسه کړي چې نقره د انسان وجود ته خپلې ګټې لري
محمد رفیع


ده ازادي راډیو ته وویل: " خلکو علمي معلومات ترلاسه کړي چې نقره د انسان وجود ته خپلې ګټې لري، یا دغه قیمتي ډبرې، لکه زمرد، یاقوت، الماس، فیروزه، عقیق او نور، زمونږ د پنجشیر زمرد ډیر ښه خواص لري، د ثروت جذب، د سترګو حفاظت دی. "

نوموړی یې دغه شان بل لامل دا بولي چې پیسې نه ورکوي، هر مهال چې دې لاس تنګ شو پلورل یې شې، بېرته خپلې پیسې نقدوي او ان ښايي ډیرې.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر خالد یار مني چې نقره د باکتریاوو د لمنځه وړلو لپاره پخوا په طبابت کې کاریده او اوس هم دا نظریه موجوده ده خو په خبره یې اوس داسې درمل شته چې د نقرې ځای یې نیولی دی.

یو شمیر ځوانان وايي، دوی د نقرې زیورات یوازې د ډول لپاره استفاده کوي، ځکه نن سبا یې د ځوانانو تر منځ استفاده ډیره شوې ده.

نقره یی زیورات اوس ډیر مود شوي، زه یې هم د مود لپاره استفاده کوم
احمد فرهاد


له دې ډلې د کابل اوسېدونکي احمد فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "زه د نقرې دوه ګوتمۍ لرم، یوې کې فیروزه او بلې کې لاجورد دی، نقره یی زیورات اوس ډیر مود شوي، زه یې هم د مود لپاره استفاده کوم، ځني کسان یې لاکټ لري چې نومونه یې په کې لیکل شوي."

نقره یا سپین زر د Ag په علامت سره یو ګران بیه فلز دی، سپین رنګ لري چې ځلیدونکی او جذاب دی، دا فلز د طلا په شان ثابت قیمت نه لري، هره ورځ او ان په ساعتونو او دقیقو کې یې ممکن قیمیت په بازارونو کې ښکته، پورته شي.

له نقرې، له زیوراتو پرته پخوا ځني لوښي هم جوړ شوي چې یو شمیر یې تاریخي ارزښټ لري او د افغانستان په ملي موزیم کې موجود دي.

دغه شان ځني کسانو ترې پخوا غاښونه هم جوړول خو اوس دا دود کم شوی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG