د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۶

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې وروسته فعالان د فضايي څېړنو د مرکز د جوړولو غوښتنه کوي

پخوانی افغان ستورمزلی - عبدالاحد مومند
پخوانی افغان ستورمزلی - عبدالاحد مومند

د افغانستان د یوازني ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې ورسته، یو شمیر بنسټونه او شخصیتونه د فضايي څېړنو په ارزښت په ټینګار سره، یو ځل بیا په دې برخه کې د یو مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، بېلابیلو برخو کې د څېړنو لپاره د دې مرکز جوړېدل ډیر اړین دي.

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له مړینې د یوې میاشتې په پوره کېدو سره، د فضايي څېړنو د یو مرکز په جوړېدو بیا ټینګار کېږي.

خلیل احمد نادم چې مخکې د افغانستان د جیودوزۍ او کارتوګرافۍ د عمومي ادارې د کیهاني تحقیقاتو د څانکې مشر و ازادي راډیو ته وویل، په بېلابیلو برخو کې د فضايي څېړنو لپاره دا مرکز ډېر اړین دی:

«د کانونو د تشخیص لپاره، د ځمکې لاندې اوبو د تفکیک او تشخیص لپاره، په نورو تحقیقاتي مسایلو لکه زراعت کې له فضايي تحقیقاتو استفاده کېږي، نو دا مرکز ډیر ضرور دی، په ټولو هیوادونو کې دا شته، افغانستان کې هم دا مرکز باید احیا شي.»

ښاغلی نادم وايي، افغانستان کې د وزیرانو شورا د جیودوزۍ او کارتوګرافۍ د عمومي ادارې په چوکاټ کې د کیهاني تحقیقاتو څانګه ( مرکز ) په ۱۹۸۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ جوړه شوه چې دغه مرکز ته یې یو شمیر پرمختللي وسایل هم په واک کې ورکړل.

خو نوموړی زیاتوي چې دا وسایل بیا د کورنیو جګړو پر مهال چور شول او دا اداره هم په تېر جمهوري نظام کې له منځه ولاړه او چارې یې بېلابیلو نورو وزارتونو ته وسپارل شوې.

په برلین کې د پل په نوم یوې کلتوري ټولنې هم د عبدالاحد مومند تر مړینې ورسته په خپله اعلامیه کې د داسې یو مرکز د بیا جوړېدو خبره مطرح کړه.

د دې مرکز مشر علم ګل سحر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

«دې ته توجه پکار ده، د فضايي څېړنو کوم مرکز چې جوړ شوی و، که دغه څېړنې تر اوسه پورې روانې وې مونږ به ډېر پرمختګونه کړي وو، کیدای شي مونږ نور سفرونه کړي وو او کوم کار چې په دې برخه کې مومند کړی دی هغې تداوم پیدا کړی وای، د مومند ځینی نور ملګري هم شته او نور کار پوهان هم شته که استفاده ترې وشي.»

د پوهنتون یو استاد او فرهنګي فعال محمد اسماعیل یون هم د عبدالاحد مومند د خاوروته سپارلو په مراسمو کې د فضایي څیړنو د مرکز د بیا جوړېدو مسله مطرح کړه.

په هغو مراسمو کې وویل شول چې د احتمالي جوړیدونکي فضایي څیړنو مرکز مشري دې هم محمد دوران ته وسپارل شي، دوران د عبدالاحد مومند ملګری او همکار و چې د فضا سفر ته کاندید و.

هڅه مو وکړه په دې اړه له ښاغلي دوران سره خبرې وکړو، خو هغه له ژمنې سره سره خبرو ته چمتو نه شو.

افغان یوازینی ستور مزلي عبدالاحد مومند د روان زېږدیز کال د جون په ۲۱ مه د ۶۷ کلنۍ په عمر د جرمني په شتوت ګارت ښار کې د ناروغۍ له امله ساه ورکړه خو مړی یې بیا خپل هیواد ته انتقال او د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاوروته وسپارل شو.

هغه په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې فضا ته سفر کړی و، چې د خپل ۲۹ سفر په ترڅ کې یې د زراعت، کانونو، د ځمکې لاندې اوبو د کیفیت او اندازې معلومولو، ښاري پراختیا، د یخچالونو د تثبیت او نورو برخو کې عکسونه اخیستي وو.

خلیل احمد نادم وایي، هغه مهال د جیودوزۍ او کارتوګرافۍ ادارې له دغو عکسونو نه په خپلو چارو کې ګټه هم واخیسته.

د عبدالاحد مومند تر مړینې ورسته د فضايي څېړنو د مرکز د بیا جوړېدو دا غوښتنې داسې مهال دي چې د هغه یو شمیر نژدې ملګري د افغانستان اوسنیو شرایطو او امکاناتو ته په کتو دا کار ستونزمن کڼي.

له دې دلې امین سعادت ازادي راډیو ته وویل:

«مرکز خو تمویلول غواړي، هلته کادرونه ځای په ځای کول غواړي او کادرونه خو زمونږ ټول یا زاړه شوي او متقاعد شوي، یا له منځه تللي او یا هم له هیواده بهر وتلي دي، بیا به کوم هیواد حاضر شي چې مونږ ته له سره دا مرکز جوړ کړو، فضايي مرکز خو بودجه غواړي، څوک یې چې تمویلوي باید هغه پیدا شي.»

خو خلیل احمد نادم بیا د دې اندېښنو په ځواب کې وايي: « فقط ضرورت دی چې دا مرکز احیا شي، بیا دې اړیکي ونیول شي له نورو هیوادونو سره چې کوم وسایل ضرورت دی هغه اماده کړي، د متخصصینو د روزلو لپاره هم دوی کولای شي کورسونه دایر کړي، هغه هیوادونو کې یا استادان دې راشي، امکان شته چې دا کار وشي.»

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې طالبانو ډیرې ادارې د دوی په خبره د اداري پړسوب له امله یا له منځه وړي یا یې هم وړې کړي او نورو سره یې یو ځای کړې دي، چې کارکوونکي یې اوس وزګاره دي.

ساینسي پرمختګ، د ټاکنالوژۍ وده، اقتصادي ګتې، مخابرات او انټرنېټ، هوا پېژندنه او چاپیریال ساتنه، ملي وقار او نړیواله همکاري، تعلیم او روزنه د فضايي مرکزونو د جوړېدو له مهمو ګټو شمېرل کېږي.

د نړۍ لومړنی فضايي مرکز بایکونور کاسمودروم و، چې په ۱۹۵۵ کال کې قزاقستان کې چې د وخت د شوروي اتحاد برخه وه جوړ شو چې بیا د نړۍ لومړنی ستور مزلی یوري ګاګارین په ۱۹۶۱ کال کې له همدې ځایه فضا ته ولاړ.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG