د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۳

د پوځي چارو شنونکي: د بدخشان پېښه د طالبانو د پخوانیو کړنو تکرار دی

د طالبانو د حکومت لوی درستیز فیصح الدین فطرت
د طالبانو د حکومت لوی درستیز فیصح الدین فطرت

په بدخشان کې مسوول طالب چارواکي تاییدوي چې د جمعې په شپه یوې وسله والې ډلې د دې ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید کړی و.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته ویلي،"یو ډله وسله والو تیره شپه د لوړپوړو امنیتي چارواکو له رخصتي په استفادې د شپې له خوا د یفتل ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید کړی و چې له څو ساعتونو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او وسله وال په شا شوي دي".

کامګار بریدکوونکي "غیرمسوول" وسله وال وبلل.

د طالبانو د حکومت یوې سرچیني د نوم نه ښودل په شرط د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته تایید کړه چې یو ډله وسله والو د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید کړی وو او د څو ساعتونو لپاره يې د دې مرکز کنټرول په لاس کې وو.

یو شمیر ولسي سرچینو هم تایید کړه وه چې وسله والو د طالبانو ځیني وسلې او تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي چې په کې د یفتل پایین ولسوالۍ په بازار کې دغه وسله وال لیدل کېږي او ښکاري چې د طالبانو وسایط او تجهیزات ورسره دي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو او انځورونو د کره‌والي تایید نه شي کولی.

د طالبانو سرچینې ادعا کړې چې "یو شمېر برید کوونکي نیول شوي، ځینې نور وژل شوي او د پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي."

تر اوسه معلومه نه ده چې دا وسله وال څوک دي، خو ځینو رسنیو او رسنیزو فعالانو دغه ډله د "سپاهیان میهن" جبهې په نوم یاده کړې ده.

د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت له پېښې وروسته سیمې ته تللی دی.

هغه رسنیو ته وویل،" دغه وسله وال د اسلامي امارات له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري هلته او دلته د یو او بل په نوم د موجودیت اعلان کوي خو دوی هیڅ ځواک نه لري".

پر افغانستان د طالبانو په نژدې پنځه کلنه واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې یوه وسله ډله د یوې ولسوالۍ د مرکز کنټرول په لنډ مهاله توګه په لاس کې اخلي.

طالبانو د افغانستان دننه خپلې مخالفې سیاسي او پوځي ډلې په کلکه ځپلي دي.

یفتل ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فیض‌اباده په نژدې یو ساعت واټن کې پرته ده.

طالبانو تل په بدخشان ولایت کې د سراسري امنیت ادعا کړې خو په لنډ مهاله توګه د یفتل ولسوالۍ د مرکز له کنټرول وتل کوم جدي ګواښ دی؟

د پوځي چارو پوه محمد نعیم غیور وايي،" پر طالبانو هغه څه تکراریږي چې له دې وړاندې دوی د جمهوریت پر وړاندې کړي وو".

د هغه په ټکو،" طالبان چې د دویم ځل لپاره راڅرګنده شول همداسې درې یا څلور کسیزه ډلې يې درلودې او تر ډیره وخته يې د هیڅ ولسوالۍ واک او کنټرول په لاس کې نه وو. کله کله به ځیني پوستې یا د ولسوالیو مرکزونه لکه د یفتل ولسوالۍ د مرکز په څیر د تیر جمهوریت د ځواکونو له کنټرول وویست خو وروسته کرار کرار يې وده وکړه چې دا دي بیرته واک ته راستانه شول".

د سیاسي او پوځي چارو پوه اجمل عمر شینواری بیا وايي،" اوس مهال په افغانستان کې "متعارفې" چریکي جګړې ته شرایط برابر شوي دي".

هغه د له طالبانو له نظامه د خلکو او د ټیټې کچې طالب چارواکو نارضایتي د دغه ډول خوځښتونو عمده لاملونه یادوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG