د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۴

افغانستان کې ماشومانو لپاره د رسنیو د پروګرامونو له کموالي ګیله

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ وايي، ماشومانو لپاره د رسنیو پروګرامونه کم شوي دي.دوی وايي، داسې پروګرامونه نه مومي چې د ماشومانو د ښوونې، روزنې او د دوی د استعدانونو له لوړولو سره مرسته وکړي او یا هم ورته یوه سالمه بوختیا وي. فعالان وايي، رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې ماشومانو ته برخه ورکړي

دکابل او سیدونکې راضیه وايي چې نن سبا د افغانستان په رسنیو کې داسې خپرونه نشته چې ماشومان یې وګوري، ورنه څه زده کړي یا یې لږ تر لږه بوخت وساتي.

هغه چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي:

رسنۍ شته، رسنۍ ډیرې دي خو ما کومه داسې خپرونه ونه لیده، چې د ماشومانو د استعداد لوړولو لپاره تعلیمي یا معلوماتي پروګرامونه ولري
راضیه


" رسنۍ شته، رسنۍ ډیرې دي خو ما کومه داسې خپرونه ونه لیده، چې د ماشومانو د استعداد لوړولو لپاره تعلیمي یا معلوماتي پروګرامونه ولري، یا تفریحي داسې خپرونې چې ماشومان خدای مه کړه منحرف نشي، مخکې بعضی خپرونې وې چې په لیدو او اورېدو یې ماشومان د دې تر څنګ چې مصروفېدل او ساعت یې تېرېدو معلومات یې هم زیاتېدل، خو متاسفانه اوس هیڅ کومه داسې خپرونه نشته. "

اوس تلویزیونونو کې هیڅ هم نشته، د لویانو پروګرامونه دي چې ماشومان ترې څه نشي زده کولای
جمیله


د رحمان مینې اوسېدونکې جمیله هم چې د یو ماشوم مور ده ورته خبره کوي:" پخوا په تلویزیونونو کې په ملي تلویزیون او نورو تلویزیونونو کې ماشومانو ته پروګرامونه وو، چې هغوی به ورته انتظار وو، ماشومانو په کې ترانې ویلې، ټوکې به یې ویلې، شعرونه به یې لرل، نو ورنه به یې ډېر څه زده کول خو اوس تلویزیونونو کې هیڅ هم نشته، د لویانو پروګرامونه دي چې ماشومان ترې څه نشي زده کولای. "

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران او د یو شمیر رسنیو له مسوولینو سره خبرې وکړو خو د راپور تر خپرېدو دوی د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د طالبانو حکومت د ځینو محدودیتونو او هم د مرستو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله ډېری رسنۍ تړل شوي او یو شمیرو بیا خپل پروګرامونه راکم کړي دي، چې ممکن په دې کې د ماشومانو ځني خپرونې هم شاملې وې.

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون په ۱۷ ماده کې راغلي، چې د کنوانسیون غړي هېوادونه د ډله‌ییزو رسنیو مهم رول مني او باید ډاډ تر لاسه کړي چې ماشومان له بېلابېلو ملي او نړیوالو سرچینو څخه معلوماتو او مطالبو ته لاسرسی ولري، په ځانګړې توګه هغو معلوماتو ته چې د ماشوم د ټولنیزې هوساینې، معنوي او اخلاقي ودې، او جسمي او رواني روغتیا د پیاوړتیا لامل ګرځي.

دا ماده وايي، غړي هیوادونه باید ډله‌ییزې رسنۍ وهڅوي چې داسې معلومات او مطالب خپاره کړي چې د ماشوم لپاره ټولنیزې او فرهنګي ګټې ولري، دغه شان د هغو ماشومانو د ژبې د زده کړې اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې لږکیو ډلو پورې تړاو لري یا بومي اوسېدونکي وي،او ورسره ماشومانو لپاره د کتابونو تولید او خپرول هم وهڅوي.

ژورنالیسته او د ماشومانو د حقونو او ادبیاتو فعاله سلطانه رحیم ایوبي هم له رسنیو غواړي چې د ماشومانو د ښې ښوونې او روزنې په موخه د ښوونځیو او کورنیو تر څنګ دوی هم خپل مسئولیت ادا کړي.

باید د ماشومانو عمرونو ته په پام دوی ته بېلابیلې خپرونې جوړې شي، دا د رسنیو دنده ده چې ماشومانو ته جدي او اساسي پاملرنه وکړي
سلطانه رحیم ایوبي

اغلې ایوبي ازادي راډیو ته وویل:" دې ښوونیزو او روزنیزو خپرونو د ماشومانو په فکري او ذهني وده کې هراړخیز رول درلود، باید د ماشومانو عمرونو ته په پام دوی ته بېلابیلې خپرونې جوړې شي، دا د رسنیو دنده ده چې ماشومانو ته جدي او اساسي پاملرنه وکړي، د تعلیمي او تربیتي خپرونو لیدل او اورېدل او دغه شان د مجلو مطالعه کول دا په ماشومانو کې په خپل ځان د اعتماد کولو روحیه هم پیاوړي کوي."

اغلې ایوبي ټینګار کوي چې ماشومانو ته خپرونې د دوی لیک، لوست سره هم دېره مرسته کولای شي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) او علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان یې (یونیسکو) په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د پوهنې د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي وو چې، افغانستان د نړۍ په کچه د تعلیم او زده کړې له یو سخت ناورین سره مخ دی او دې هېواد کې کابو ۹۳ سلنه ماشومان د لومړني ښوونځي تر پایه ان ساده متن نه شي لوستلی.

په راپور کې دا هم ویل شوي وو، چې په دې هیواد کې، له ۲.۱۳ ملیون څخه ډیر د لومړني عمر لرونکي ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې دي، چې شاوخوا ۶۰٪ یې نجونې دي.

یونیسف مخکې په خپلو څېړنو کې ټینګار کړی چې ماشومان د زده کړو او مهارتونو د پراختیا لپاره کیفیت لرونکو تعلیمي او رسنیزو موادو ته اړتیا لري.

د ماشومانو لپاره جوړې شوې خپرونې د ژبې په زده کړه، د لوستلو او لیکلو په مهارتونو، ټولنیزو اړیکو او تخلیقي فکر کې مرسته کوي. د کیسو، انیمیشنونو او تعلیمي پروګرامونو له لارې ماشومان نوي معلومات ترلاسه کوي او خپل تخیل پیاوړی کوي.

دې څېړنو ښودلې چې د تعلیمي او تفریحي محتوا ګډول یا "اېډیوټېنمنټ" د ماشومانو د زده کړې لپاره اغېزمنه لاره ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG