د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

افغانستان کې د والیبال پراختیا، لوبغاړي د امکاناتو او دوامداره ملاتړ غوښتنه کوي

تخار کې د ولیبال سیالۍ، ارشیف
تخار کې د ولیبال سیالۍ، ارشیف

په افغانستان کې د والیبال یو شمیر مینه وال وايي، اوس په نژدې هر کلي کې د دې ورزش یوه لوبډله شته. د دې یولامل دادی چې دا لوبه په کمو امکاناتو او نورو لوبو ته په کتو په وړوکي میدان کې ترسره کیدلی شي.

خو همدغه کم امکانات له هغې ډلې یو معیاري توپ او جال د ډیرو په وس نه وي او ځوانان وایي، د ملاتړ او پرمختګ لپاره یې باید دولتي او نادولتي بنسټونه لاس په کار شي.

د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې په یو خاورین میدان کې ځوانان د والیبال لوبه کوي، هرځلي چې توپ په ځمکه لګېږي ګردونه ورسره پورته شي، چې شا او خوا نندارچیان تنګوي، خو له دې سره هم دوی د خپلو لوبغاړو د هڅونې لپاره لاسونه پړیکوي.

نور رحمان همت په دغه ولسوالۍ کې د جمال الدین وردګ لوبډلې مشر دی، همت وايي یوازې د دوی په ولسوالۍ کې په لسګونه د والیبال لوبډلې موجودې دي: " سیداباد ولسوالۍ کې تقریباً د سلو په شا او خوا کې ټیمونه شته، له مخکې یې ډېر پرمختګونه کړي دي، مینه وال ورته راځي، خپل لوبغاړي له نژدې تشویقوي، ان تر درې زرو، څلور زرو، پنځو زرو پورې، له هر لحاظه یې مونږ سره همکاري کړې ده، زمونږ د سیمې ځوانان ټول ورنه خوشحاله دي. "

د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په وزیرو کې د والیبال د یو ټیم مسوول عبدالرشید هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ولسوالۍ کې د والیبال د لسګونو لوبډلو خبره وکړه، خو په خبره یې دیری دوی په خپلو او یا هم ځینو مینه والو په امکاناتو فعالیت کوي او په دې برخه کې یې کومه دولتي مرسته نه ده تر لاسه کړې، هغه خبره چې نور رحمان همت هم ورسره همغږی دی.

عبدالرشید ازادي راډیو ته وویل: "دغه دېرش، پنځه دېرش کوم ټیمونه چې دي، په خپل شخصي لګښت باندې فعالیتونه کوي، فدراسیون له خوا تر اوسه پورې مونږ ته توپ، جال یا ډاکې نه دي راکړل شوي، یو، دوه، درې ټیمونه چې د فدراسیون له خوا رسمي شوي وي که هغوی ته دا امکانات ورکړل شوي وي خو نورو ته یې نه دي ورکړي، ځمکه هم مونږ په کرایه نیولې ده او کرایه یې همدا دیارلس، څوارلس لوبغاړي چې دي له خپل جیببه لڼدوو."

دا لوبغاړي دوی سره د مرستو او ورنه د ملاتړ غوښتونکي دي.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش او ملی المپیک کميټې ویاند اتل مشواڼی وپوښتو خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د دغه ادارې په ویب پاڼه هم په دې اړه کوم معلومات نشته او نه هم په افغانستان کې د والیبال د رسمي او غیر رسمي لوبډلو کوم شمیر خپور شوې دی، خو د والیبال د ځینو کورنیو او بهرنیو لوبو په اړه معلومات په کې شته.

افغانستان دا مهال یوازې د نارینه وو د والیبال لوبډلې لري او لوبغالو ته د نجونو په ورتګ د طالبانو حکومت د بندیز له امله د نجونو د والیبال لوبدلې نشته.

ټاکل شوې چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د همدې روانې لمریز میاشتې په پای کې په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د اتلولۍ په لوبو کې ګډون وکړي.

د دغه ټیم مسوولانو یو شمیر کورنیو رسنیو ته ویلي، چې له شا او خوا دوو اونیو راهیسې دې لوبو ته د چمتوالي په موخه تیاري روانې دي.

په دې لوبو کې به د افغانستان او کوربه پاکستان تر څنګ ایران، هند، پنګلادیش او مالدیو ګډون ولري.

والیبال په افغانستان کې په ۱۳۲۳ لمریز کال کې د بدني روزني او سپورت د مکتب په جوړېدو سره رسمي شکل ځانته غوره کړ خو ملي فدراسیون یې د ملي المپیک د کميټې په چوکاټ کې په ۱۳۵۴ فعالیت پیل کړ. او په۱۳۵۹ کې یې د نړیوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ.

والیبال په لاسونو سره کېږي، ډله ییزه لوبه ده، هر لوبډله یې له شپږ کسانو جوړه ده، خو د شګو په والیبال کې بیا هره لوبډله دوه لوبغاړي لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG