د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

اروپا کې بې ساري تودوخه، ځینو بازارونو کې د هوا سړولو وسیلې خلاصې شوي

ارشیف
ارشیف

د اروپا په یو شمېر ښارونو کې د بې سارې تودوخې له کبله د سړښت وسیلې خلاصې شوي او په اسانه نه شي موندل کیدای. دغو هېوادونو ته تللي افغان کډوال او پناغوښتونکي هم له ګرمۍ کړېږي او وایي کولرونو، پکو او ورته نورو وسیلو ته لاسرسی نه لري. څنګه په کمو امکاناتو ځان له تودوخې وژغورو، لاندې راپور کې لوستلی شی.

د اروپا په ګڼو ښارونو کې ریکارد جوړونکې تودوخې د هوا سړولو وسیلو، لکه ایرکانډیشنرونو، کولرونو او پکو اړتیا زیاته کړې، خو ځینې بازارونه له دغو وسیلو تش شوي.

دغه کمی بیا افغان کډوال ډېر محسوسوي، ځکه چې دوی لا ټولنو کې بشپړ مدغم نه دي او لارو ګودرو سره نابلده دي.

په فرانسه کې مېشتې یوې افغانې کډوالې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ټولنیزو ستونزو له کبله ګرمۍ سختو ناخوالو سره مخامخ کړې."سږ کال فرانسه له شدیدې ګرمۍ سره مخ ده چې اصلا پکه پیدا کېږي نه، تېر کال مو یوه پکه په ۳۰ یورو اخیسته خو سږکال هماغه په ۷۰ یا ۸۰ یورو،د دې تر څنګ کله چې لیدل مغازه کې کولر او پکې راشي، خلک یې اخلي که اړتیا هم ورته نه لري، بیا وروسته په انلاین ډول په ډېره لوړه بیه پلوري،دلته ناروغۍ هم زیاتې شوي، چې ډاکتر ته ځې نوبت هېڅ نه درسېږي، درې څلور میاشتې وروسته نوبت ورکوي، ستونزې مو زښته زیاتې دي،ګرمي بې حده زیاته شوې، ماشومان، سپین ږیري چې سړک باندې ګورې ضعف یې کړی وي، او سږکال دلته اسانتیاوې هم کمې شوې دي."

په ځینو سیمو کې د دغو وسایلو کمښت او لوړې بیې د دې لامل شوي چې ډېر خلک بدیلو لارو ته مخه کړي.

دغو هڅو کې د کور د کړکۍ ګانو بندوالی، د زیاتو اوبو څښل، د لنډو ټوټو او جامو کارونه، په سړو اوبو د ځانونو مینځل او نورې لارې چارې شاملې دي.

یو شمېر افغان کډوال وايي، د ژوند لوړو لګښتونو، د کور کرایې او نورو ورځنیو مصارفو له امله د هوا یخولو وسایل چې د تېر په پرتله یې بیې څو چنده لوړې شوي، اخیستل ورته اسانه نه دي.

په جرمني کې مېشت یو بل افغان کډوال هم د نوم نه خپرولو په شرط په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"په اروپا کې چې سږکال د تودخې درجه زښته زیاته ده، هغه کورنۍ چې ماشومان لري او تازه اروپا ته راکډوال شوي،له لومړنیو اسانتیاوو هم برخمن نه دي، بل دلته اداري پروسې او د دولت مرستې اوږد پروسیجر لري، هغه کورنۍ چې غواړي کورونه د خپلو ماشومانو لپاره ساړه وساتي، پکې، ایر کندېشنرونه او دې وسایلو ته اړتیا لري خو له بده مرغه لومړی خو په اسانه موندل کېږي نه، که پیدا هم شي ډېر زیات ګران دي چې کورنۍ نه شي کولای واخلي ځکه وسه یې نه کېږي."

دوی زیاتوي چې یو شمېر نور خلک بیا د ښارونو کتابتونونو، سوداګریزو مارکېټونو او نورو عامه ودانیو ته ورځي چې ایر کنډیشنر لري او هلته ساعتونه تېروي.

ځینې روغتیا پالان خبرداری ورکوي چې د تودوخې لوړې درجې، په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین ږیرو او هغو کسانو لپاره چې مزمنې ناروغۍ لري، جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کولای شي.

له دې ډلې د داخله ناروغیو متخصص او د کابل د ابن سینا دولتي روغتون سرپرست ډاکتر سفیر ځدران ازادي راډیو سره خبرو کې دا سپارښتنې کوي:"اوبه او مایعات باید وکاروي، حتی که څوک تږي هم نه وي په پرلپسې ډول باید اوبه وڅښي، د بدن د مالګې منرالونه باید پوره کړي ځکه کله چې انسان خولې کېږي، د بدن په زیاته اندازه منرالونه او مالګې ضایع کېږي، بل که ډېره ګرمۍ کې خلک چای یا خواړه څښاک لکه نوشابې څښي،دا د ګټې پر ځای ورته زیان رسوي،بل د کور دننه د تودوخې کنټرول دي چې د ورځې په لړ کې باید بندې کړل شي او کله چې لمر ډوب شو بیرته دې کړکۍ خلاصې کړل شي، چې هوا متوازنه او سړه شي،دوی یوه لنده تکه هم پر کړکۍ او دروازه اچولی شي چې کله پرې هوا لګېږي دا هوا سړوي،لوند دستمال دې د بدن پر غړو واچوي،باید په ډېرو سړو اوبو غسل یا ځانونه ونه مینځل شي ځکه هغه رګونه تنګوي."

ښاغلی ځدران وایي کورنۍ دې ماشومان، په خطرناکو ناروغیو اخته کسان او پاخه عمر لرونکي په ګرمه هوا کې له سفر او وړو او بندو ښیښو موټرو کې له انتقالولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د اقلیم بدلون له امله په اروپا کې د سختې تودوخې څپې ډېرې او شدېدې شوې دي چې ډېری وخت حتا تر ۴۰ سانتي ګراد درجو لوړه وي.

له همدې امله د هوا یخولو وسایلو ته د خلکو د اړتیا زیاتوالی نه یوازې د بازار پر اکمالاتو فشار راوستی، بلکې هغه کورنۍ یې هم له ستونزو سره مخ کړي چې محدود عاید لري او د دغو وسایلو د اخیستلو توان نه لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG