خوستیان خوښ دي، چې شپږیزه کرکټ لیک لوبې دا ځل د دوی په ولایت کې دي.
د خوست ولایت اوسېدونکي حمید خوشحال ازادي راډیو ته وویل:
یولسم پړاو کرکټ شپږیزه لیک چې سږ کال خوست کې شوی، ډیر یو مثبت او ښه کار و، ځکه دا زمونږ لوی ارمان و چې خپل لوبغاړي په خوست کې ووینود خوست اوسیدونکی حمید خوشحال
دی زیاتوي: «مخکې به چې دا لیګ کابل کې و، ډېر په تکلیف تګ، راتګ کېدو، کله به مونږ نه دا لوبې پاتې کېدې، نو د کرکټ بورد د کورني کرکټ له مسوولینو ډیره مننه کوو چې سږ کال یې شپږیزه دلته مونږ ته نېږدې راوړې وه.»
شپږیزه کرکټ لیګ د افغانستان تر ټولو مشهورې کورنۍ شل اوریزې کرکټ سیالۍ دي.
دا لیګ د افغانستان کرکټ بورډ لخوا تنظیمېږي او په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو خو دا لومړی ځل دی چې په یو ولایت کې جوړېږي، مخکې تر دې دا لیګ یوازې تر پلازمینې کابل پورې محدود و.
شپږیزه لیک یولسم پړاو لوبې چې اوس هم خوست کې روانې دي نېږدې پنځلس ورځې مخکې پیل شوې دي.
د خوست ولایت بل اوسېدونکي جهاد الله شاهین بیا ازادي راډیو ته وویل، خوست ښار کې د دغه لیګ په پېلېدو او له بېلابیلو ولسوالیو او ولایتونو د مېلمنو په راتګ سره ځني کارونه هم ښه شوي دي:
په شپږیزې لیګ سره خوست ښار کې ډیر مثبت تغیرات راغلي، لکه در رکشا لرونکو په کار کې یا وړه دوکانداري، ځکه په زرګونه کسان د شپږیزه لیک لیدلو ته راځي، بازار کې ګڼه ګوڼه ډیره ده او خلک ورته زیات خوشحاله ديد خوست ولایت اوسېدونکی جهاد الله شاهین
د بېلابیلو یو شمیر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم هیله لري، چې شپږیزه لیګ د دوی ولایتونو ته هم یوړل شي.
له دې ډلې د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکي جمیل وزیري ازادي راډیو ته وویل:
«ډېره بهترینه ده، له زړه پرې خوشحاله یو، دا لړۍ دې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي، د ولسونو، د ځوانانو د ټولو غوښتنه دا ده چې دوهم انتخاب ننګرهار وي، میدان هم ورته چمتو دی.»
د افغانستان کرکټ بورد وايي، دوی هم دې ته ژمن دي چې شپږیزه لیګ یوازې په کابل او یو ولایت پورې محدود پاتې نشي.
د کرکټ بورد د کورني کرکټ مسول نظیم جار عبدالرحیم زي ازادي راډیو ته وویل:
«له ډېر وخت راهیسې زمونږ ټولو غوښتنه دا وه چې شپږیزه لیګ د کابل پر ځای بل چیرې وکړو، بیا پلاوی وټاکل شو ننګرهار او خوست دواړه ځایونه یې وارزول، پرېکړه وشوه چې په خوست کې وشي، البته په لومړیو کې یو نظر دا و چې په دواړو ځایونو کې وشي، ځني سیالۍ خوست او ځني ننګرهار کې، مونږ هیله من یو چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو، لکه ننګرهار کې، کندهار کې، یا کندز کې.»
د افغانستان کرکټ بورد داسې مهال دا خبره کوي چې ښايي ځینو ولایتونه لا هم دې لیګ لپاره معیاري میدانونه ونه لري چې تخنیکي مسایلو تر څنګ په یو وخت د ګڼو ننداره کوونکو د ځایولو امکانات هم په کې موجود وي، داسې مهال چې په دغه هیواد کې د نورو لوبو په پرتله د کرکټ او فوټبال د مینه والو شمیر خورا زیات دی.