د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۰

د کانونو د کیندنو له زیاتوالي سره، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار وده کړې

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د کانونو د کیندنې له زیاتوالي سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار او سوداګري هم پراخه شوې ده. په دغې سوداګرۍ کې بوخت ځوانان خپل غوړیدلي کاروبار او راتلونکې ته یې خوښ دي، خو سوداګرې میرمنې بیا وایي، دوی ته بازار موندونه لویه ننګونه ده.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او جواهراتو د کیندنو له زیاتوالي سره، په دغې برخه کې د کار بازار هم تود شوی دی.

په دغې برخه کې بوخت ځوانان او نجونې وایي، هڅې یې هیله بښوونکې دي او کوښښ کوي چې لا ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي عمران ابراهیمي، چې له یوه کال راهیسې په شهرنو کې له قیمتي ډبرو د جوړو ګاڼو دکان لري، ازادي راډیو ته وویل:"څوک چې قراداديان دي، له کانونو خام مواد راوړي، بیا یې موږ دلته برش کاري کوو، د طلا او نقرې په فلزاتو کې ډیزاین او پلورو،موږ سره د افغانستان ټولې قیمتي ډبرې او جواهرات لکه یاقوت، لاجورد، زمرد او ځینې نور همدا اوس موجو دي. زموږ ډېری کار ښځینه په لاس کوي، چې دا نندارتونونو ته اړتیا لري، تر څو خلکو ته ور وپېژندل شي، خو اوس نندارتونونه نشته،خو موږ مو پېردونکو ته هم هم که په کمه اندازه وغواړي او هم که په ډېره اندازه، بیا یې د شرکتونو له لارې ور استوو."

دی زیاتوي چې یو شمېر نجونې هم په انلاین ډول د خرڅلاو په برخه کې کار کوي، خو وایي چې که په هېواد دننه د دغو قیمتي او نیمه قیمتي جواهراتو د بازار موندنې لپاره ورته نندارتونونه جوړ شي، کار او بار به یې ورسره پراختیا ومومي.

عمران وایي، په وروستیو کلونو کې د کانونو د استخراج زیاتېدو د خامو موادو برابرول اسانه کړي، خو د بازار موندنې، صادراتو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم ستونزې موجودې دي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې او لاجوردو سوداګره چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د بدخشان له خامو لاجوردو مختلفې ګاڼې جوړوي، پلوري یې او ورسره ۱۲ نجونې کار کوي."موږ یوازې د نیمه قیمتي ډبرو برخه کې کار کوو، خو د قیمتي هغو بیا ځانګړي پېرېدونکي دي، البته په افغانستان کې دننه خصوصا د ښځینه وو لپاره پېرېدونکي نشته چې د قیمتي ډبرو په برخه کې فرمایشونه ولري،له افغانستان بهر ډېر دي، بازارونه ښه دي خو بهرني، داخل کې دومره کار نشته، ځکه د زرګري او لاسي صنایعو، حکاکي کار یې په ډېر ظرافت په لاس کار کېږي،دا چې بیه یې لږې ګرانې دي دلته په هېواد کې دننه یې پېرېدونکي ډېر نه وي نو د همدې لپاره زموږ د محصولاتو مشتریان بهرنیان دي".

په افغانستان کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه د هېواد له مهمو طبیعي شتمنیو څخه ګڼل کېږي.

دوی وایي، د دې برخې سوداګري نه یوازې د دوی لپاره د عاید یوه سرچینه ګرځېدلې، بلکې د کورنیو تولیداتو او افغاني لاسي صنایعو د ودې لامل هم شوی دی.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي او د قیمتي ډبرو سوداګر ندیم وویل:"موږ په زرګرۍ کې له نقرې (سپینو زرو) کار اخلو، نو زموږ کار د قیمتي ډبرو دی، موږ ډېری وخت د نیمه قیمتي کار نه کوو، چې د جیګدلک د یاقوتو، سپینیل، وارایټ او ځینې نورې ډبرې دي".

دا سوداګر وایي، که څه هم د اقتصادي ستونزو له امله د پېرودونکو شمېر د پخوا په څېر نه دی خو د خلکو لېوالتیا افغاني ګاڼو ته د پخوا پرتله ډېره شوې ده.

دوی ټینګار کوي چې افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له پلوه بډایه هېواد دی او که دغه طبیعي شتمني په معیاري ډول استخراج، پروسس او بازار ته وړاندې شي، د هېواد په اقتصادي وده، د کارموندنې پر زیاتوالي او د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.

د یادونې ده چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او بېلابېلو معدني زېرمو له پلوه بډایه بلل کېږي.

د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه پنجشېر، بدخشان، نورستان، کونړ او ګڼو نورو سیمو کې د لاجورد، زمرد، یاقوت، سپینیل، تورمالین، اکوامارین او نورو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سترې زېرمې شته.

همدارنګه افغانستان د مس، اوسپنې، سرو زرو، لیتیم، کرومایټ، ډبرو سکرو او مرمرو په څېر مهم معدني کانونه هم لري چې د د دې برخې د سوداګرو په وینا د دغو طبیعي شتمنیو منظم استخراج، پروسس او مدیریت کولای شي د هېواد اقتصادي ودې، د کارموندنې زیاتوالي او صنعتي پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي او افغانستان د سیمې په مهم معدني مرکز بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو طبیعي شتمنیو خپل سره استخراج لا هم روان دی او د کانونو متخصصین وایي، کله نا کله په قراردادي استخراجونو کې هم له بیړې کار اخیستل کیږي چې دولتي بودجې ته یې ګټه کمه رسیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG